نتنیاهو وایي، له جګړې وروسته حماس ته په غزه کې ځای نشته

د مصر له پلازمینې قاهرې څخه په راپورونو کې راغلي، چې د حماس ډلې استازو د امریکا لهخوا د اوربند وړاندیز ته مثبت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د سولې خبرو ته چمتو دي؛ خو د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا ویلي، چې له جګړې وروسته حماس ته په غزه کې ځای نشته.