انس حقاني: د فشار او واټن سیاست ګټه نه ‌لري، یوازې تعامل کولای شي ستونزې حل کړي

د طالبانو پېژندل شوی غړی انس حقاني وایي، چې د فشار او واټن سیاست هیڅ ګټه نه‌لري؛ یوازې خبرې او تعامل کولای شي، چې ستونزې حل کړي او ملتونه سره نږدې کړي.

هغه پر اېکس پاڼه له روسیې څخه د طالبانو په رسمیت پېژندنې په تړاو مننه کړې او لیکلي یې دي، له طالبانو سره رسمي تعامل د یوه نه ‌انکار وړ حقیقت منل دي.