پر زده کړو د بندیز له امله د افغانستان په ختیځ کې دیني مدرسو ته د نجونو تګ ډېر شوی

د افغانستان د نورو ولایتو په څېر ننګرهار ولایت کې هم نجونې د طالبانو تر واکمنۍ راهیسې په منځنیو او لوړو ښوونځیو کې له رسمي زدهکړونه محرومې دي.
د افغانستان د نورو ولایتو په څېر ننګرهار ولایت کې هم نجونې د طالبانو تر واکمنۍ راهیسې په منځنیو او لوړو ښوونځیو کې له رسمي زدهکړونه محرومې دي.
ولس د خپلو لوڼو د زدهکړو د دوام لپاره، د خصوصي دیني مدرسو جوړېدو ته مخه کړې ده؛ هغه مدرسې چې په کوڅو، کورونو او ان شخصي انګړونو کې جوړې شوي دي.
په حقیقت کې دا مدرسې دښوونځیو پر ځای فعالیت کوي او د ځایی اوسېدونکو په وینا، تر دولسم ټولګي پورې زدهکړې ته دوام ورکوي.د دې مدرسو فارغانې یو سند ترلاسه کوي چې طالبان یې د یوه ښوونځي له رسمي ښوونځي سند سره یو شان ګڼي، خو د دې زدهکړې کیفیت او محتوا په اړه لا هم ډېرې پوښتنې نه دي ځواب شوي.
پر دیني زدهکړو تمرکز
د یوې افریقايۍ وېبپاڼې د راپور پر بنسټ، د دې مدرسو د نصاب محتوا په ټوله کې مذهبي ده. بېلابېل دیني مضمونونه لکه تفسیر، فقه، د فقهې اصول، صرف، حدیث او عربي ګرامر د نصاب په پروګرامونو کې شامل دي. په راپور کې ویل شوي چې په دې مدرسو کې د فزیک، کیمیا، بیولوژي، جیولوژي، تاریخ او جغرافیه مضمونونه هم محدود شوي دي.
د ډېری کورنیو لپاره په مدرسو کې د نجونو زدهکړې یوازینۍ ممکنه انتخاب ښکاري.د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازو تړل، د هغوی ژوند له مبهم او ناڅرګند راتلونکي سره مخ کړی دی. د راپور لهمخې، د مدرسو زدهکړې په ټولنیز ژوند کې د افغان نجونو د هېڅ درد دوا نه شي کېدای.
د سختدریځۍ په اړه اندېښنې
د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په هېواد کې تر۲۱ زرو ډېرې دیني مدرسې جوړې شوې دي، خو د عامه ښوونځیو شمېر، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره، د پام وړ کم شوی دی. د هېواد ځینې اوسیدونکي دا پالیسي د راتلونکي افراطیت لپاره د لارې هوارول بولي.
د ننګرهار وضعیت د افغانستان د ښوونیزنصاب د بنسټیزو بدلونونو یوه ډېره وړه بیلګه ده. د افغان نجونو راتلونکی چې اوس مهال یې پر مخ د عصري زدهکړو دروازې بندې دي، له زدهکړو سره د طالبانو د رژیم دښمني بلل کېږي.