• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکی: د دوغارون له لارې شاوخوا ۴۹۰ زره افغانان له ایرانه وتلي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي ولایت چارواکي وایي، چې د دوغارون له لارې شاوخوا ۴۹۰ زره افغان کډوال په خپله خوښه له ایران څخه وتلي دي. خو راپورونه څرګندوي، چې افغان کډوال د ایران له اړخه د جبري تګ او غېر انساني چلند سره مخ دي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت مرستیال والي امیرالله شمغداري په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د دوغارون سرحد له لارې شاوخوا ۴۹۰،۰۰۰ افغان وګړو ایران پرې ایښی، چې د افغانانو د تګ تر ټولو ستره څپه ده.

شمغداري ټینګار کړی چې دا پروسه د بشپړ درناوي او بشري کرامت سره ترسره شوې ده.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې ۶۷سلنه د افغانانو تګ د دوغارون له لارې شوی دی.

شمغداري وویل: «اولویت هغو کورنیو ته ورکول کېږي چې په خپله خوښه ځانونه وړاندې کړي، نه هغو ته چې نیول شوي وي.»

هغه په دې اړه هم وویل، چې ایران د افغانانو د بېرته ستنېدو لپاره یو قانوني او منظم چوکاټ جوړوي.

خو په همدې حال کې ځیني راپورونه د افغان کډوالو وضعیت په اړه اندېښنې راپورته کوي.

په دې راپورونو کې ویل شوي، چې د ایران حکومت افغانان په جبري توګه د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.

ځیني کډوال او د بشري حقونو سازمانونه ادعا کوي، چې د کډوالو د ځای پر ځای کولو کمپونه د مناسب امکاناتو او شرایطو له کمبود سره مخ دي.

د کمپونو وضعیت
د دې راپورونو له مخې، په کمپونو کې افغان کډوالو ته د څښاک اوبو او حتی نورو حیاتي اړتیاوو رسولو کې ستونزې رامنځته شوي دي.

یو شمېر افغانانو ویلي دي، چې په دغه کمپونو کې ځیني انساني حقونه تر پښو لاندې شوي دي او د دوی په وینا، د کمپونو شرایط غېر انساني دي او له افغانانو سره تعصبي چلند کېږي.

شمغداري بیا افغان ضد تعصبي څرګندونې رد کړي او د ایران حکومت په اړه یې ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ ژورې تاریخي او کلتوري اړیکې شته.

نوموړي همدارنګه هغه راپورونه رد کړل، چې افغانانو له موساد سره د جاسوسۍ تړاو لري او دا یې د دوښمن له خوا له خوا تبلیغات یاد کړل.

د ایران له خوا د افغان کډوالو د ستنولو پروسه لا هم یوه پېچلې موضوع ده.

که څه هم ایران د دې پروسې د بشري کرامت او قانوني تګ په اړه ټينګار کوي، خو د کډوالو شکایتونه او د بشري حقونو سرغړونې د دې پروسې په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي او ایراني پولیس یې له افغان کډوالو سره په غېرې انساني چلند تورن کړي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: تېره ورځ تر ۳۸ زرو ډیر افغان کډوال له ایران څخه راستانه شوي دي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۳۴ GMT+۱

په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي احمد الله متقي وایي، چې یوازې د تېرې ورځې په اوږدو کې له ایران څخه تر ۳۸ زره ډیر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

احمد متقي زیاته کړې:« دا کډوال دهرات ولایت اسلام کلا له سرحدي دروازو څخه افغانستان ته داخل شوي چې ډیری یې هغه کسان دي چې یا خو له ایران څخه په زور شړل شوي، یا پخپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.»

دغه طالب چارواکی زیاتوي، چې په راستانه شویو کډوالو کې یو شمېر کورنۍ، ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي، او د بېرته راستنېدنې پر مهال یې د هغوی لپاره لنډمهاله اسانتیاوې برابرې کړي دي.

ایران د اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ نظامي شخړې وروسته په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر پیاوړی کړی، چې له امله یې هره ورځ زرګونه افغانان له ستونزو سره مخ کېږي او هېواد ته ستنېږي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عارف جمال، هم ویلي چې دوی لا هم د «نه ستنولو» مشوره عملي ساتلې ده.
جمال زیاته کړې ده: « د افغانستان شرایط لا هم د ستنېدلو لپاره برابر نه دي. موږ له هېوادونو غواړو چې افغان کډوال په زور بېرته وانه ستوي.»

په همدې حال کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر ډوبرینډټ،اعلان کړی چې هېواد یې هڅه کوي له طالبانو سره مستقیمې خبرې پېل کړي، تر څو هغه افغانان چې په جرمني کې په جرمونه تورن دي او د ایستلو پرېکړه پرې شوې، بیرته افغانستان ته واستول شي.

هغه د جرمني له فوکس مجلې سره په یوه مرکه کې وویل: « زما نظر دا دی چې موږ باید له طالبانو سره مستقیمې هوکړې ته ورسېږو، څو شړل (بیرته استول) ممکن شي، موږ لا هم دریمو اړخونو ته اړتیا لرو چې د طالبانو سره خبرې وکړي، خو دا باید تلپاتی حل نه وي.»

د یادونې وړ ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو د ایستلو کچه لوړه شوې، چې دا کار د افغانستان د کډوالو وضعیت لا زیات کړکېچن کړی دی.

ملګري ملتونه: افغانستان د بېرته ستنېدونکو لپاره خوندي نه‌ دی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۴۹ GMT+۱

ملګرو ملتونو ویلي، چې اوسنی وضعیت افغانستان کې د دې وړ نه‌دی چې جرمني دې تورن افغانان بېرته ستانه کړي. دا څرګندونې د جرمني له هغې هڅې وروسته شوې، چې غواړي له طالبانو سره د افغان کډوالو د شړلو په اړه خبرې وکړي.

شمدساني زیاته کړې: « اوسنی وضعیت نامناسب دی، موږ هلته د بشري حقونو د سرغړونو دوام څارو، په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه، بندي کول او اعدامونه.»

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر ډوبرینډټ، تېره ورځ اعلان وکړ چې هېواد یې هڅه کوي له طالبانو سره مستقیمې خبرې پېل کړي، تر څو هغه افغانان چې په جرمني کې په جرمونو تورن دي او د ایستلو پرېکړه پرې شوې، بیرته افغانستان ته واستول شي.

هغه د جرمني له فوکس مجلې سره په یوه مرکه کې وویل: « زما نظر دا دی چې موږ باید له طالبانو سره مستقیمې هوکړې ته ورسېږو، څو شړل (بیرته استول) ممکن شي، موږ لا هم دریمو اړخونو ته اړتیا لرو چې د طالبانو سره خبرې وکړي، خو دا باید تلپاتی حل نه وي.»

د ۲۰۲۱م کال د اګست راهیسې، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، جرمني د تورنو افغانانو ایستل بند کړي و، خو د سږ کال په اګست میاشت کې یې بیا دا بهیر له سره پېل کړ، چې دا چاره د ځینو سیمه‌ییزو مهمو شریکانو په مرسته تر سره کېږي، خو اوس جرمني غواړي دا کار په مستقیم ډول د طالبانو سره د همکارۍ له لارې ترسره کړي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عارف جمال، هم ویلي چې دوی لا هم د «نه ستنولو» مشوره عملي ساتلې ده.
جمال زیاته کړې ده: « د افغانستان شرایط لا هم د ستنېدلو لپاره برابر نه دي. موږ له هېوادونو غواړو چې افغان کدوال په زور بېرته ونه استوي.»

د یادونې وړ ده چې کډوالي په روان کال کې د جرمني د فدرالي ټاکنو اصلي بحث و، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د افراطي ښي اړخ ګوندونو ملاتړ زیات شو او د کډوالو له خوا ځینې پېښې رامنځته شوې.

د تېر کال د احصایو له مخې، سوریایان او افغانان په جرمني کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لوی نفوذ جوړوي، چې ۷۶،۷۶۵ سوریایان او ۳۴،۱۴۹ افغانان د پناه غوښتنه کړې وه.

ناقانونه کډوالو ته د ایران خبرداری؛ بهرني وګړي باید په درناوي او عزت سره ووځي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۴۸ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال علي‌اکبر پورجمشیدیان ویلي، د هغو بهرنیو وګړو حضور چې قانوني اسناد لري هېڅ ډول ستونزه نه لري؛ خو بې‌اسناده کډوال به د درناوي او عزت په فضا کې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

د اېراف خبري اژانس د راپور له مخې؛ پورجمشیدیان څرګنده کړه: «هغه بهرني وګړي، چې قانوني اسناد لري د دوی حضور په هېواد کې کومه ستونزه نه پېښوي.»

نوموړي زیاته کړه: «بې‌اسناده وګړي هم زموږ ګران ورونه دي، زموږ ګاونډیان دي، زموږ هم‌دینه او موږ ټولو ته درناوی لرو؛ خو د دې لپاره چې زموږ هېواد ځانګړي شرایط لري او زموږ ظرفيتونه محدود دي، دا اړینه ده چې دوی د درناوي او عزت سره د بهرنیانو چارو د مرکز له لوري په ترتیب سره بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږل شي».

دغه ایراني چارواکي په ټینګار سره ویلي، هېواد یې دومره ظرفیتونه نه لري چې د ټولو بې‌اسناده کډوالو اړتیاوې پوره کړي.

د هغه په وینا؛ هېواد به یې د ښه ګاونډي او درناوي په فضا کې بې‌اسناده کډوال وباسي.

دغه چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې په ایران کې افغان کډوال له سختو ځورونو، شکنجو، زنداني کېدو او نیونو سره مخ دي.

په ایران کې افغان کډوال نیوکې کوي، چې ایراني پولیس او وګړي ورسره غیرانساني چلند کوي.

طالبانو خبر ورکړی، چې په تېرو دوو اونیو کې له یاد هېواد څخه د کډوالو د اېستلو بهیر په بې سارې توګه چټک شوی او هره ورځ د ۲۰زره کسانو به شاوخوا کې کډوال په جبري توګه له ایران څخه افغانستان ته ستنېږي.

د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ پر مهال د افغانانو پر ضد د اېستل کېدو بهیر چټک شوی او ان یاد هېواد ځینې افغانان «اسراییل ته د جاسوسۍ» په تور ونیول.

جرمني د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره طالبانو سره د مخامخ تړون په لټه کې دی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۳۸ GMT+۱

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت ویلي، هڅه کوي له طالبانو سره یوې مستقیمې هوکړې ته ورسېږي؛ ترڅو له دغه هېواده اېستل کېدونکي افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي. نوموړي دغه څرګندونې له فوکوس مجلې سره په یوې تازه مرکه کې کړې دي.

هغه وایي: «زما نظر دا دی، چې له افغانستان سره مستقیمې هوکړې وکړو؛ څو د کډوالو د بېرته ستنولو لاره هواره شي.»

جرمني د تېر زېږدیز کال په اګست میاشت کې یو وار بیا د هغو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړه، چې په جرمي قضیو کې محکوم شوي وو.

دغه بهیر وروسته له هغه ودرېدلی و، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې یو ځل بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.

د جرمني حکومت خبر ورکړی، چې د اېستل کېدو دغه بهیر به د مهمو سیمه‌ییزو شریکانو په مرسته ترسره کړي دي.

خو جرمني لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او له دې ډلې سره هېڅ ډول رسمي ډېپلوماتیکې اړیکې نه‌لري.

وزیر دوبریندت په خپل بیان کې پر اوسني وضعیت نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې د درېیمو اړخونو له لارې خبرې اترې نه‌شي کولای دغه ستونزې ته دایمي حل‌لاره پیدا کړي.

دغه جرمن سیاست‌وال چې د مسیحي سوسیال محافظه‌کار ګوند (CSU) غړی دی زیاتوي، جرمني هڅه کوي چې له سوریې سره هم ورته تړونونه وکړي؛ څو سوریایي محکومین بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.

هغه وایي، چې د بشارالاسد تر نسکورېدو او د یوه اسلامي رژیم تر رامنځته کېدو وروسته اوس شرایط د یوه تفاهم لپاره برابر شوي دي.

د کډوالۍ موضوع په جرمني کې د روان کال د فبرورۍ د ملي ټاکنو یوه مهمه موضوع وه؛ په تېره د دې لپاره چې د ښي‌لاس افراطي ګوندونو محبوبیت زیات شوی او د یو شمېر کډوالو له لوري د بریدونو پېښې هم رامنځته شوې دي.

د جرمني کډوالۍ فدرالي ادارې د شمېرو له مخې؛ په ۲۰۲۴ کال کې تر ټولو زیات د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د سوریایانو او افغانانو له‌خوا ورکړل شوي دي.

په دغه کال کې ۷۶۷۶۵ سوریایانو او ۳۴۱۴۹ افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.

همداراز د جرمني د محافظه‌کار ګوند په پروګرامونو کې ژمنه شوې، چې د کډوالو د منلو برنامې په تېره د هغو افغانانو لپاره چې پخوا یې د دغه هېواد له ادارو سره کار کړی باید ودرول شي او د کورنیو د یو ځای کېدو روان بهیر هم باید وځنډول شي.

له ایرانه د افغانانو اېستل؛ افغانستان ته د القاعده او نورو ډلو د جنګیالیو د لېږد امکان شته

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۲ GMT+۱

د افغانستان د امنیتي او بشري کړکېچونو له ډېرېدو سره امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي، چې د القاعده او د نورو ترهګرو ډلو جنګیالي ښایي افغانستان ته ولېږدول شي.

د ډېپلوماټ مجلې په یوې خپرې کړې مقاله کې اندېښنه ښوول شوې، چې د طالبانو له کنټروله وتلي وضعیت دغه اندېښنې راپارولي دي.

د مقالې لیکوال افغان امنیتي څېړونکی او د مخکیني جمهوري نظام یو لوړ پوړي دولتي مامور بسم الله تابان زیاته کړې، افغانستان دا مهال هېڅ ډول ګټور امنیتي بنسټونه نه لري؛ همدا راز دوامداره ټولنیز خدمتونه هم په‌کې نشته او د زیانمنو شویو وګړو لپاره لازم پروګرامونه هم نه لري.

هغه وایي، دې وضعیت افغانستان کې داسې یو چاپېریال ته لاره پرانېستې چې ترهګرې ډلې په کې په اسانۍ خلک جذبولای شي.

په تېرو کلونو کې هم یو شمېر شواهد او راپورونه خپاره شوي، چې په افغانستان کې یې د القاعده شبکې حضور څرګند کړی دی.

بسم الله تابان په مقاله کې یادونه کړې، چې طالبانو په ځینو مواردو کې نه یوازې د القاعدې ډلې پر ضد اقدام نه دی کړی؛ بلکې په ځینو سیمو کې یې هغوی ته پناه ځایونه ورکړي او حتی ګډ فعالیتونه یې ورسره ترسره کړي دي.

د فعالیتونو او همکاریو د دې اړیکو بېلګې په ننګرهار، غزني، هلمند او زابل ولایتونو کې لیدل شوې دي.

راپور زیاتوي، یو له هغو ځانګړو لاملونو څخه چې اندېښنې یې ډېرې کړې دي؛ له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو جبري اېستل دي.

یوازې په تېره میاشت کې نږدې ۲۵۰ زره افغانان له ایرانه په جبري ډول بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې ډېری یې بې سرپناه، بې کاره او له ټولنیزو ملاتړه ې‌برخې دي.

مقاله کاږي، په دا ډول شرایطو کې داعش (ISKP)، القاعده او ځینې نورې نیابتي وسله‌والې شبکې کولای شي له دغه تشې څخه استفاده وکړي او زیانمن شوي کسان جذب کړي.

تابان همداراز د یونېسف هغو راپورونو ته اشاره کوي چې وایي، نږدې پنځه زره افغان ماشومان د دغو جبري شړنو پر مهال له خپلو کورنیو بېل شوي دي او اوس د جنسي ناوړه استفادې، د انسانانو قاچاق او د ترهګریزو شبکو له‌خوا د جذبېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د کورونو کرایې لوړې شوې، تازه ستانه شوي بې سرپناه دي او طالبان هم نه‌شي کولای دغو کسانو ته لازم خدمات چمتو کړي. دا ټول لاملونه د هرات، نیمروز او فراه په څېر ولایتونو کې د ټولنیزې ناامنۍ لامل شوي.

همداراز راپورونه وایي، چې د فقر له امله غلاوې، کوڅه‌ییز جنایي جرمونه او وسله‌والې غلاوې ډېرې شوې دي.

بل خوا د طالبانو او ځینو سختدریځو ډلو ترمنځ د فکري او عملیاتي اړیکو له امله دا اندېښنه هم زیاته شوې، چې القاعده به له ګاونډیو هېوادونو څخه په تنظیم‌شوي ډول افغانستان ته ولېږدول شي.

بسم الله تابان لیکلي، القاعدې پخوا له خپلو پلویانو غوښتي وو چې د طالبانو تر واک لاندې «د اسلامي امن ژوند» لپاره افغانستان ته سفر وکړي؛ دا یوه څرګنده نښه ده چې افغانستان د دغو جهادي ډلو لپاره د پناه ځای بڼه غوره کړې.

لیکوال د مقالې په پای کې کاږي، افغانستان اوس‌مهال له سختو جدي ګواښونو سره مخ دی او د سیمې د سختدریځۍ پر مرکز بدل شوی دی.

هغه وایي، دې وضعیت نه یوازې د هېواد دننه امنیتی وضعیت ګواښلی؛ بلکې منځنۍ اسیا، منځني ختیځ، اروپا او امریکا ته هم د نا امنۍ څپې لېږدولای شي.

بسم‌الله تابان په ډېپلوماټ مجله کې خپلې خپرې کړې مقاله کې نړۍوالې ټولنې ته خبرداری ورکوي، که دا بهیر له پامه وغورځول شي؛ نو القاعده او نورې سختدریځه ډلې به بیا پیاوړې شي. نوموړي له نړۍوالو قدرتونو غوښتي، چې د یو ګډ او همغږي اقدام پر بنسټ افغانستان له روان بشري ناورین او د نړۍوالې ترهګرۍ له پناه ځای کېدو څخه وژغوري.