د طالبانو رسمیت پېژندنه؛ ظاهر اغبر وايي هر هېواد د خپلو ملي ګټو پر بنسټ پرېکړې کوي

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو د طالبانو د مخالفینو غبرګونو ته په اشاره ویلي، چې هر هېواد د بهرنیو احساساتو او تمو پر بنسټ نه، بلکي د خپلو ملي ګټو او داخلي امنیت پر بنسټ پرېکړي کوي.