روسیه لومړنی حکومت او لومړنی نړیوال ځواک شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژنده. د دې خبر له خپرېدو وروسته، له تمې سره سم، په افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او عام ولس کې د غوسې او نارضایتۍ یوه څپه خپره شوه.
ځینو ټویټونه وکړل، ځينو اعلامیې ورکړې او ځینو د روان او راتلونکي وضعیت په اړه بېلابېل اټکلونه وړاندې کړل.
چا وویل چې روسیه خپل سیمهییز ځواک ثابتوي. ځینو نورو وویل چې دا به د طالبانو د سیاسي زوال لامل شي او د جیوپولیتیکي سیالیو په مهرو بدل شي. ځینو ګواښ وکړ چې نور هیوادونه به هم د روسیې پر لاره روان شي او ځینو پر روسیې نیوکې وکړې چې طالبانو سره د معاملې په لړ کې یې د هغوی د بشري حقونو د نقض پر چلند سترګې پټې کړې او بالخصوص له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو مستبدانه چلند ته یې پام ونه کړ.
خو له دې ټولو سره اصلي پوښتنه دا ده: چې موږ ولې په دې اقدام دومره حیران یو؟
روسیې خو د افغانستان له سقوط وروسته طالبانو سره اړیکې نه دي پيل کړې. دا اړیکې لا هغه وخت پيل شوې وې چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام فعال و. په همغو کلونو کې د پخواني ولسمشر کرزي، یونس قانوني، عطا محمد نور، محمد محقق، فوزیه کوفي، عبدالرب رسول سیاف اوصلاح الدین رباني په شمول ځينې سیاسیون او جهادي مشران مسکو ته له طالب مشرانو سره لیدلو لپاره تللي وو. سره لهدې چې افغان حکومت خبرداری ورکړی و چې دا ډول ناستې به د هیواد ملي حاکمیت ته زیان ورسوي، خو دا خلک بیا هم مسکو ته لاړل او له طالبانو سره یې ولیدل.
وروسته په دوحه کې هم د جمهوري نظام له سقوط څو میاشتې مخکې د روسیې، چین، ایران او نورو هیوادونو دیپلوماتان له طالب مذاکره چیانو سره د روغبړ لپاره په لیکه ولاړ وو. جالبه دا ده چې دا ناستې او کتنې پټې هم نه وې، ښېښکاره وې او داسې یې ښودله چې نړیوال ځواکونه له جمهوري نظام وروسته افغانستان لپاره چمتووالی نیسي.
که موږ دا هر څه په خپلو سترګو لیدلي، د روسیې پرېکړې ولې ټکان راکړ؟
ایا موږ نه پوهېږو چې افغانستان چا طالبانو ته وسپاره؟ولې اوس داسې څرګندوو چې ګواکې خبر نه وو او څه مو نه لیدل؟
زموږ لویه ستونزه هغه وخت هم دا وه او اوس هم دا ده چې ناسمې محاسبې کوو او له بده مرغه همدا تېروتنه بیا بیا تکراروو.نن هم د ځان، خپل فکر، حرکت او روایت د منسجمولو پر ځای لاس تر زنې په دې تمه ناست یو چې یو څوک به راشي او چا چې د افغانستان د سقوط زمینه برابره کړه، موږ سره به یې په بیا را ژوندي کولو کې مرسته وکړی.
طالبان نه مشروع حکومت لري او نه د حکومت کولو ظرفیت لري. د طالبانو حکومت مسوول او حسابده دولت نه دی. دا یوه وسله واله ډله ده چې پر خلکو یې ځان تحمیل کړی دی. دوی واضح بنسټيز جوړښتونه نه لري، پرېکړې یې د بندو دروازو تر شا د یوې وړې ډلې له خوا کېږي او د دې پرېکړو اساس یې هم قانون او پالیسي نه ده. اساس یې د ډلې ګټې او د دوی ایډيالوژي ده. طالبان نه شفافیت پېژني، نه حسابدهي پېژني، نه د قانون حاکمیت پېژني او نه ولس ته حساب ورکوي.
پر دې سربېره طالبانو افغانې ښځې له تعلیم نیولې تر کار او سیاسته پورې، د ژوند له ټولو اړخونو څخه فنا کړې دي. د بیان ازادي یې زندۍ کړې. خپلواکې رسنۍ ګونګې دي او دوی چې د اسلام په نامه کوم کارونه کوي، هغه اسلام نه دی. دوی له اسلام څخه د خلکو د ځپلو لپاره کار اخلي او د اسلام په جامه کې غیراسلامي کارونه کوي.
بل لور ته ولس وږی دی. اقتصاد شیندل کېږي. ځوانان تعلیم او فرصتونو ته لاسرسی نه لري او د نهیلۍ له امله پکې د افراطیت تمایل په زیاتېدو دی.
کوم هیوادونه چې د روسیې په تقلید، د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته چمتووالی نیسي، هغوی د افغانستان او افغانانو پر دې ترخو واقیعتونو سترګې پټې کړې دي. د هغوی دا پرېکړه د عدالت او انساني کرامت پر اساس نه ده. هغوی یوازې خپلو ګټو او لنډمهاله ستراتیژيک موقف ته ګوري.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په یوه سرلوڅي زندان بدل شوی دی. دا ډول مستبد نظامونه ښايي قوي ښکاره شي، خو تاریخ ښودلې او زه باور لرم چې دیکتاتوري او استبداد دوام نه کوي. شرط یې دا دی چې افغانان باید سره متحد شي. شرط یې دا دی چې پر تعلیم او ځوانانو پانګونه وشي. شرط یې دا دی چې دیاسپورا په ډلګېو، قومونو او افرادو ونه وېشل شي او د یوه واحد هدف لپاره کار وکړي چې هغه باید: د طالبانو له منګولو د افغانستان ازادول وي.
زه د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته تعجب نه کوم او نه دا پرېکړه جیوپولټيک بدلون ګورم. زه دا یوه هینداره ګڼم، هغه هینداره چې زموږ خپلې ترخې ناکامۍ راښيي:
- له سقوط وروسته افغان ولس ته د هیله مندۍ په ورکولو کې ناکامی
څلور کلونه تېر شول. استبداد پياوړی کېږي، خلک تر پخوا ډېر ځپل کېږي، عمل ته اوس ډېره بېړنۍ اړتیا لیدل کېږي، خو اپوزیسیون له بده مرغه همغسې سره وېشلی او ضعیفه دی او نفاق پکې ورځ تر بلې پراخېږي. موږ په دې دومره کلونو کې د یوه ملي دریځ رامنځته کولو پر ځای جلا جلا حرکتونه رامنځته کړي چې لامل یې هم زیاتره د سیاسي توپير پر ځای، شخصي سیالۍ او مخالفتونه دي.
راځئ له ځان څخه صادقانه دا وپوښتو چې موږ څه کړي؟
زموږ زیاتره سیاسي مشران، د هغو په شمول چې د پخوانیو ناکامیو لامل دي، د رهبرانو پر ځای د انجیو د مشرانو په توګه فکر او چلند کوي. دوی اعلامیې ورکوي، کنفرانسونو ته ځي، خو لرلید نه لري، جوړښت نه لري او د راتلونکي لپاره لارنقشه یې نشته. څوک چې له افغانستان څخه بهر دي هغوی تر پخوا ډېر وېشل شوي دي او څوک چې په افغانستان کې دننه دي، یا غلي دي، يا منزوي شوي او یا یې څوک خبرې ته غوږ نه نیسي. افغان ولس په منځ کې ګیر شوی او هیله مندي یې ورځ تر بلې کمېږي.
د سقوط له لومړیو ورځو څخه راهیسې د رهبرۍ تشه رامنځته شوې ده. نه مسیر معلوم دی، نه همغږي شته او نه ګډ لیدلوری جوړ شوی دی.
ما خپله په تېرو څلورو کلونو کې له پخوانیو ولسمشرانو څخه نیولې تر پوځي قوماندانانو، نخبه ګانو، ځوانانو، فعالانو او مخورو سره لیدلي دي. دوی ټول وایي: چې یو څه باید وکړو. خو یو هم د ګډ کار کولو لېوالتیا نه لري. ځانځاني ډېره شوې، باور ختم شوی او پایله یې دا ده چې یو ملي حرکت هېڅکله رامنځته نه شو.
ایا دوی د افغان ولس او بالخصوص هغو مېرمنو لپاره دا کار کولای شي چې د طالبانو تر واک لاندې ځورېږي؟یوازې روسیه نه ده. امریکا او سیمه ییز قدرتونه هم ښایي دا لاره انتخاب کړي. ځینې به یې د ستراتژيکو ګټو په خاطر او ځينې نور به یې د ستړیا او بې تفاوتۍ له امله انتخاب کړي او طالبان به ورو ورو په نړیواله کچه ومنل شي.
د اوس لپاره اصلي پوښتنه دا نه ده چې نړۍ څه کوي؟ اصلي پوښتنه دا ده چې موږ څه کوو؟
افغانستان یوازې په ټوېټونو نه ازادېږي.افغانستان یوازې په بحثونو، کنفرانسونو او نمایشي پرېکړه لیکونو نه رغېږي.دا یوووالی غواړي، ګډ کار غواړي، سیاسي جرئت غواړي او مشترک هدف غواړي.
تر څو چې موږ افغانان ګډه اراده پيدا نه کړو او د یو بل تر څنګ ونه درېږو، تر هغه وخته پورې بدلون نه راځي. نه طالبان بدلېږي، نه یې نړیوال مشروعیت بدلېږي او نه زموږ قسمت بدلېږي.
طالبانو دا پالیسي د پاکستاني طالبانو په اړه هم څه ناڅه عملي کړې او یو شمېر جنګیالي یې نورو سیمو ته لېږدولي. د سنکیانګ جنګیالي یې د چین له پولو هرات ته لېږدولي او ګڼو نورو جنګیالیو ته یې لاره ور کړې، چې د جګړې نورو محاذونو سوریې، یمن او سومالیا ته لاړ شي. بهرنیو جنګیالیو ته د تابعیت ور کولو مساله د پخوانیو افغان مجاهدینو د حکومت په وخت کې هم مطرح وه او د طالبانو د سقوط په ورځو کې د دې ډلې یوه مهم مخالف قوماندان عبدالحق هم ورته طرح درلوده.
د دغسې طرحې د پلي کېدو یو لامل ښايي دا وي، چې د جنګیالیو متبوعه هېوادونه د هغوی منلو ته نه چمتو کیږي او که خپله ستنیږي یا ستنېدو ته اړ اېستل کیږي، له محاکمې او قانوني تعقیب سره مخ کېدای شي. ډېری دغو جنګیالیو پښتو او وزیرستانۍ لهجه زده کړې او له بومي خلکو سره یې توپیر هم اسانه، نه دی.
د افغانستان او شوروي اتحاد د جګړې او بیا پر افغانستان د امریکا او ناټو له برید وروسته د جګړې په مخالفه جبهه کې ددغو جنګیالیو رول ټاکونکی و. هرچا چې دغه جنګیالۍ ډلې په واک کې درلودې، د سیمې په سیاستونو او جیوپولیټیک کې یې ټاکونکی رول درلود. نه طالبان دا چاره غواړي او نه ښايي روسیه وغواړي چې دا ډلې د بل چا په لاس د دو ی د نفوذ سیمې ته وغځیږي. طالبان دغه ډلې، چې د دوی د سنګرونو متحدان پاتې شوي، د احتیاط او ریزرف ځواک په توګه ساتي، چې د سیمې په امنیتي او سیاسي معادلاتو کې یې لاس بر وي. هغه سیاستونه او ابزار، چې له لسیزو راهیسې پاکستان د سیمه ییز برلاسي یا دښمنانه ځواک د دفع کولو په هدف کارول، اوس د طالبانو په واک کې دي او طالبان به یې په اسانۍ له لاسه ور نه کړي.
روسیه، چې په منځني ختیز کې یې خپل متحد بشارالاسد له لاسه ور کړی او د ایران نیابتي ډلې هم یوازې تر یمن پورې محدودې شوې، د داعش په څېر ډلو د رامنځته کېدو پر وړاندې طالبان( او حتا د طالبانو تر چتر او کنټرول لاندې لویدیځ ضد جنګیالي) یو ښه بدل ویني.
د طالبانو او بهرنیو جنګیالیو ترمنځ د شته تړونونو او اوږدې ایډیالوژیکې همکارۍ پر بنسټ، پر جنګیالیو ډلو فشار هغوی بلوا ته هڅولی شي، ځکه دا ډلې له افغانستان پرته د استوګنې لپاره بل ځای نه لري او بلوا به تر شړلو غوره لاره وګڼي. طالبانو تېرکال د پاکستان په غوښتنه دوه ځله په خوست او پکتیکا کې د یحی حقاني او سراج الدین حقاني په منځګړتوب له ګل بهادر ډلې او ټي ټي پي سره خبرې وکړې، چې له پاکستان سره یې خبرو اترو ته کښینوي او بېرته قبایلي سیمو ته ستانه شي، خو دغو خبرو اترو پایله نه درلوده.
ظاهرا داسې ښکاري، چې طالبانو خپل ګاونډ ته له داعش پرته د نورو جنګیالیو ډلو د مدیریت په تړاو قناعت ور کړی. له پاکستان پرته، چې د ټي ټي پي له اړخه اندېښنې ښيي، سیمې او نړۍ هم پر دې مساله سکوت غوره کړی.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جولای پر لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له افغانستان نه د ترهګرۍ د خپرېدو په تړاو د ډله ییز امنیت تړون د وروستیو اندېښنو په اړه د سپیناوي په دود وویل، چې «د ډله ییز امنیت تړون سازمان او د روسیې د امنیت شورا همکاران د هغو ترهګرو ډلو په اړه خبرې کوي چې یو وخت په افغانستان کې د ناټو تر څار لاندې میشتې وې او طالبانو لا د اپوزیسیون په توګه له هغوی سره جګړه کوله». نوموړي په روښانه ټکو وویل، چې « دا نیوکه پر افغان [طالب] چارواکو نه ده».
د روسیې له نظره، له افغانستان څخه د داعش خراسان او ددې ډلې تر چتر لاندې د منځنۍ اسیا د جهادیانو د نفوذ پراخېدل تر ټولو عاجله او جدي امنیتي ننګونه ده. داعش خراسان نه یوازې په تاجکستان او ازبکستان کې بریدونه ترسره کړي، بلکې د مسکو تر مرکزه یې د بریدونو په بڼه رېښې غځېدلې دي. دغه وضعیت مسکو دې ته اړ کړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بېثباتۍ د یوې احتمالي سرچینې پر ځای، د همکارۍ یوه احتمالي ملګري په سترګه وګوري.
که څه هم طالبان پخپله د سخت دریځې جهادي ایډیالوژۍ استازي دي، خو د داعش خراسان پر ضدیې په تېرو کلونو کې ګڼ پوځي عملیات کړي او دا ډله یې ځپلې ده. له همدې امله په روسي امنیتي تحلیلونو کې دا منطق غالب شوی، چې طالبان کولای شي د داعش او ورته افراطي خوځښتونو پر وړاندې یو عملیاتي فایر وال یا خنډ جوړ کړي. دغه تعامل په دې معنا نه دی، چې طالبان منځلاري شوي، بلکې له دې امله دی چې تر دوی خطرناکې ډلې هم شته. په دې توګه د طالبانو له رسمیت پېژندنې وروسته به د مسکو او کابل ترمنځ د همکاریو یوه مهمه برخه له داعش سره ګډه مبارزه وي.
پر امنیتي اندېښنو سربېره د لویدیځ تر فشارونو لاندې روسیه په جنوبي او منځنۍ اسیا کې ښکیلتیا ته هم اړتیا لري. په سویلي او منځنۍ اسیا کې د چین او هند په څېر سیمه ییزو لوبغاړو نفوذ او د سیپیک او د شمال-جنوب دهلیز (له روسیې، اذربایجان او ایران څخه تر هند سمندر پورې) په څېر پروژې مسکو دې ته هڅوي، چې له طالبانو سره د غیر رسمي ښکیلتیا له پړاوه یوه نوي پړاو ته داخل شي.
روسي چارواکو په تکرار ویلي، چې افغانستان د ټرانزیټ دهلیز په توګه وکارول شي، څو له دې لارې هند ته ګاز صادر کړي او یا د پاکستان له بندرونو سره سوداګري ممکنه شي.
د طالبانو او روسیې ترمنځ د انرژۍ له ټرانزیټ (نلل لیکې اوګازي دهلیزونو) نیولې د نشه یي توکو تر کنټرول پورې په مختلفو برخو کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د رسمي تړونونواټکل شونی دی. روسیه په سمبولیک ډول دا ښودل هم غواړي، چې که په سوریه کې د مسکو د متحد بشارالاسد پرځای د القاعدې او داعش پخوانی قوماندان محمد الشرع د لویدیز باور وړ ملګری کېدای شي، په کابل کې د لویدیز پلوه جمهوریت ځایناستی امارت ولې د مسکو ملګری نه شي کېدای.
طالبان چین او لویدیز ته سترګې پر لار دي
چین د جمعې په ورځ د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو د روسیې د پرېکړې هرکلی ووایه. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماونینګ وویل، چې « افغانستان باید له نړیوالې ټولنې ګوښه نه وي».
دغه هرکلي دا اټکل تقویه کړی، چې ښايي راتلونکی ګام چین واخلي، ځکه بیجنګ د طالبانو سفیر منلی او له دې ډلې سره سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکې لري.
چین ډېری پراګماټیک سیاستونه لري، ډېر احتیاط کوي او په اوس وخت کې طالبانو ته رسمي مشروعیت ورکول ښايي د خپل «نرم ځواک» او اقتصادي نفوذ لپاره ګواښناک وګڼي. چین هڅه کوي چې د امریکا، اروپا او روسیې ترمنځ توازن وساتي او که طالبان په رسميت پېژني، دا به له لوېدیز او حتا ځینو منځلارو اسلامي هېوادونو سره، چې د طالبانو سیاستونه نقدوي، د بیجنګ اړیکې خړې پړې کړي.
پر دې سربېره د طالبانو په رسمیت پېژندل به د نورو افراطي ډلو لپاره یو ساری شي چې که واک د جګړې له لارې ترلاسه کوي، نو په رسمیت هم پېژندل کیږي. دغه پیغام کولی شي په سنکیانګ کې د اویغور جنګیالیو لپاره تشویقي بڼه ولري او دا د چین له اصلي امنیتي پالیسۍ سره په ټکر کې ده.
چین په اوس وخت کې د سینکیانګ له بېلتون پالو جنګیالیو سره د مبارزې او سي پیک پروژې د پلیتابه لپاره د طالبانو همکارۍ ته اړتیا لري، چې هم ټي ټي پي کنټرول کړي او هم د بلوڅ جنګیالیو او هند ترمنځ د اړیکو پر وړاندې دېوال شي. دغه دواړې ډلې د چین د سیمه ییزو پروژو او نفوذ لپاره ګواښ دي. دا د پاکستان غوښتنه هم ده او د اسلام اباد له اطمینان پرته به بیجنګ د طالبانو رسمیت پېژندنې ته زر زړه ښه نه کړي.
که وروستیو پرمختګونو ته په پام دا هرڅه چین له نظره وغورځوي، طالبان به یوازې هغه وخت په رسمیت پېژني، چې د سینکیانګ له بېلتونپالو سره اړیکې پرې کړي او د سيپیک او نورو پروژو امنیتي تضمین ور کړي. خو په سیمه کې یوازې چین فعال لوبغاړی نه دی، بلکې د هند په څېر یو بل لوبغاړی هم شته، چې د هند-لویدیز د ګټو استازولي کوي. د طالبانو لپاره به د چین او هند په اړیکو کې انډول یوه ستره ننګونه وي.
که چین دغسې ګام واخلي، له شک پرته، چې پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه به هم له طالبانو سره د اړیکو او تعامل د بڼې تغییر ته وهڅیږي.
هند هم په دې صورت کې اړ وځي، چې د خپلو ستراتیژیکو او امنیتي ګټو په خاطر له طالبانو سره تعاملات له اوسنۍ بڼې راوباسي.
په دې منځ کې لویدیز، چې د افغانستان لپاره د مرستو او نړیوال مشروعیت له مخې مهم دی، لاهم د طالبانو په تړاو محتاط دی.
امریکا، اروپایي ټولنه او ملګري ملتونه تر اوسه پر طالبانو د فشار پالیسۍ جاري ساتي او یوازې تخنیکي تعاملات ورسره لري.
لویدیز څلور کاله انتظار وکړ، چې طالبان په خپلو سیاستونو او پالیسیو کې تغییر او نرمښت راولي، خو دې ډلې نه یوازې دا، چې نرمښت نه دی راوستی، بلکې پر ښځو، د بیان پر ازادۍ او نورو ټولنیزو، سیاسي او مدني ازادیو یې کړۍ نوره هم تنګه کړې ده. ګڼ لویدیز شنونکي او د بشري حقونو فعالان په دې باور دي، چې له طالبانو سره اوسنی تعامل هم د هغوی پالیسۍ او بندیزونه عادي کوي.
د روسیې له خوا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل که څه هم ددې ډلې لپاره مهم دیپلوماتیک بری بلل کېږي، خو یوازې یو محدود نازک سیمهییز مشروعیت رامنځته کوي.
تر هغه چې لوېدیز هېوادونه، په ځانګړې توګه امریکا، اروپایي ټولنه او ملګري ملتونه طالبان په رسمیت ونه پېژني، دا ډله به لا هم د یوه منزوي، غیر مشروع او متنازع رژیم په توګه پاتې وي. له لوېدیزه د مشروعیت نشتوالي لاملونه ښکاره دي: د ښځو پر زدهکړو او کار بندیزونه دي، د بیان ازادي محدوده شوې، ټولشموله حکومت نشته او طالبان لا هم د یو شمېر ترهګرو ډلو پالنه کوي.
د روسیې له اقدام وروسته به لوېدیز د طالبانو د پالیسیو پر وړاندې پر خپل دریځ ټینګ پاتې شي او یا به د روسیې او چین د نفوذ شنډولو لپاره د تعامل بڼه بدله کړي. خو تر دې دمه داسې هېڅ نښه نه ترسترګو کېږي چې واشنګټن یا بروکسل دې له طالبانو سره د بشپړ مشروعیت لور ته لاړ شي. نو، د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل که څه هم د هغوی لپاره د تسلۍ یو اقدام کېدای شي، خو د نړیوال اعتبار، پراخو مرستو او د انزوا د ختمېدو دروازه نهشي پرانیستلای.
یادونه: په افغانستان انټرنشنل -پښتو کې خپرېدونکې لیکنې او شننې د لیکوالو د نظر ښکارندويي کوي، د افغانستان انټرنشنل دریځ نه څرګندوي.
د انګلیسي استعمار د دغې ادارې وړومبۍ موخه د کرښې د دواړو خواوود پښتون/افغان له وجود نه د پښتنو د دغو غټو او قوي قبیلو بېل، په انزوا او په وروسته پاتې ټولنیزو او اقتصادي شرایطو کې ساتل وو. په شلمه پېړۍ کې هم دلته نه سیاسي ګوندونو او نه رسنیو ته د فعالیت اجازه وه او د دغو سیمو وګړي له ابتدایي بشري حقوقو نه هم محرومه وو.
دویمه موخه دا وه چې انګریزانو له دغو سیمو نه په افغانستان او په مرکزي اسیا کې مخفي استخباراتي او تخریبي فعالیتونه او لاس وهنې کولې. درېیمه موخه دا وه چې هر کله به محلي پښتني قومونو او قبیلو د ازادۍ غږ پورته کاوه، نو انګریزانو په دغه په اصطلاح یاغستان کې د الوتکو او ټانکونو له لارې د پوځي عملیاتو کولو کې کوم قانوني مانع وجود نه درلود.
په ۱۹۴۷ کال کې له خپل تاسیس وروسته، د پاکستان دولت د خپلو انګریزي مربیانو پالیسۍ ته ادامه ورکړه او د قبایلي سیمې (فاټا) د نوم تر پردې لاندې یې کټ مټ دغه استعماري نظام او د ایف سي ار تور قانون ژوندی وساته او د دغې سیمې اداره یې د اسلاماباد د مرکزي حکومت په لاس کې وساتله. پاکستان نه یوازې له دې سیمې څخه په افغانستان کې د جګړې لپاره د ټوپ اچونې د تختې په توګه استفاده وکړه، بلکې له ټولې نړۍ نه یې ترهګرراوستل او په دغه یاغستان کې یې میشت کړل.
دغو ترهګرو له یوې خوا له دغو سیمو نه په افغانستان کې په لویه کچه ترهګري او جګړه وکړه، او له بلې خوا یې د محلي پښتنو قبیلو زرګونه مخور، سپینږیري مشران او روشنفکران ووژل. پاکستاني جنرالانو د ترهګرۍ پر ضد د تش په نوم جګړې تر پردې لاندې له باجوړه تر وزیرستان پورې سیمه کې د ترهګرۍ د ځپلو په نوم د پښتنو قومونو او قبیلو خلاف پراخ پوځي عملیات ترسره کړل، چې په زرګونو ماشومان، ښځې او سړي یې ووژل، د هغوی کورونه، جایدادونه او بازارونه یې ولوټل او تباه یې کړل، او په میلیونونو پښتانه له خپل کور او کلي نه تر اوږدې مودې په کډه کولو مجبور شول.
د پاکستاني پوځ د ناروا ظلمونو پر ضد، په ۲۰۱۸ کال کې په دې سیمه کې یو ستر ولسي پاڅون وشو، چې په لنډ وخت کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) شکل غوره کړ. د دغه سیاسي مقاومت تظاهراتو او پرلتونو په حکومت ډېر فشار راوست او د دغه فشار د کمولو او د پي ټي ایم په سیاسي توګه د خلع سلاح کولو لپاره، د جنرالواکۍ په امر د پاکستان پارلمان د هیواد په اساسي قانون کې د پنځه ویشتم تعدیل په وسیله دغه قبایلي سیمه (فاټا) د ۲۰۱۸ کال د می میاشتې په یو دیرشمه نېټه د پښتونخوا په ایالت کې مدغم کړه، ځکه د پي ټي ایم په شمول د پښتنو ډېری ملتپالو ګوندونو له ډېر وخت نه دغه غوښتنه کوله.
د اساسي قانون ۲۵ تعدیل لغوه کول
د ۲۰۲۱کال د اګست په میاشت کې، چې کله په افغانستان کې جمهوري نظام سقوط وکړ او طالبانو واک لاس ته راوړ، نو د سیمې په ستراتیژیکه اوضاع کې ستر تغییر راغی.
له طالبانو سره یو شمېر ترهګر سازمانونه هم کابل ته ننوتل. د نړۍ لپاره د طالبانو د امارت په رسمیت پېژندلو کې تر ټولو لوی خنډ په افغانستان کې د همدغو ترهګرو سازمانونو شتون دی. د طالبانو مشکل دا دی چې هغوۍ دغه ترهګر سازمانونه د افغانستان نه شړل نه غواړي. هغوی بهانه دا کوي چې دغو سازمانونو له دوی سره په اصطلاح د ازادۍ په جګړه کې برخه اخیستې ده او پر دوی یې ډېر احسانات دي، خو په حقیقت کې هغوی دغه سازمانونه خوندي ساتل غواړي.
د دې هدف تر لاسه کولو لپاره، پاکستاني جنرالان او طالبان یو ګډ پلان لري. د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پراخ فعالیت هم په دې موخه پیل شوی دی. په ۲۰۲۲ کال کې، چې کله په کابل او خوست کې د ټي ټي پي او د ای اېس ای د هغه وخت د رییس جنرال فیض حمید ترمنځ خبرې اترې کېدلې، نو د ټي ټي پي تر ټولو مهمه غوښتنه دا وه چې په ۲۰۱۸ کال کې د قبایلي سیمو په پښتونخوا ایالت کې شوی ادغام دې ختم کړل شي او د قبایلي سیمې (فاټا) پخوانی بیل حیثیت دې احیاء کړل شي.
په حقیقت کې ټي ټي پي هغه فاټا بیا جوړول غواړي، چې له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۱۴کال پورې موجوده وه. په دغه وخت کې پاکستاني جنرالانو دغه اووه ولسوالۍ ټي ټي پي ته سپارلې وې او په دغو سیمو کې ټي ټي پي د حقانیانو شبکې او د طالبانو د نورو ډلو ټپلو کوربهتوب کاوه. د ای ایس ای پخواني رییس جنرال فیض حمید، چې له ټي ټي پي سره کومه معاهده کړې وه، هغه کومه شخصي معامله نه وه، بلکې هغه د پاکستان د پوځ په استازیتوب او د پوځ د مشرتابه په اجازت دغه معاهده کړې وه. نو ځکه ټي ټي پي ته د پښتونخوا په ځینو سیمو د اشغال او هلته د موازي دولتي موسسو د جوړولو اجازه ورکړل شوې ده (که څه هم په ظاهر کې هغوی دغه سیمې په زور نیولې دي).
افغانستان له داسې وضعیت سره مخ دی چې نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې او نړۍوالو لپاره هم د اندېښنې وړ دی. له نړېوالو اصولو، د بشر د حقونو له ارزښتونو او له مشروع سیاسي جوړښتونو پرته، یو ناقانونه او انحصاري واکمن رژیم په هېواد حاکم دی.
دا وضعیت نه د افغانانو، نه د ګاونډیانو او نه هم د نړۍوالې ټولنې په ګټه دی.
د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان استازولي له اعتبار پرته پاتې ده. ډېری سفارتونه غیر فعال شوي او هغه چې فعاله دي، د سفیرانو له مېلمستونونو سره ورته دي؛ داسې فضا حاکمه ده چې د افغانستان د ملي ګټو پر ځای، د یوې خاصې ډلې سیاسي، قومي یا ژبني ګټو ته کار کېږي. ځینې دا ډول نمایندګۍ د تفرقې، تعصب او سیاسي انحصار اور ته نور هم لمن وهي.
له اقتصادي پلوه، د افغانستان بانکي نظام فلج شوی، د بهرنیو اسعارو ذخیره کنګل ده، تجاران له وارداتو سره تړلو سترو خنډونو سره مخ دي. طالبان د پخواني جمهوریت د مالي قوانینو له مخې، مالیه، عشر او زکات ټولوي؛ خو نه شفافیت شته او نه د دغو عوایدو په بدل کې اساسي خدمات وړاندې کېږي. د فقر کچه ورځ تر بلې لوړېږي، تعلیمي نظام هم له نظره لوېدلی؛ نه یوازې د نجونو، بلکې د هلکانو لپاره هم د کیفیت او کمیت له پلوه د تنزل په حال کې دی. د عصري تعلیم پر ځای د جهادي مدرسو پراخوالی دوام لري.
سیاسي صحنه هم ګډوډه ده. اکثره افغان سیاسي ډلې یا استخباراتي تمویل لري، یا د بهرنيو اجنډاو برخه دي. نه دوی د مشروع حاکمیت د راوستو ظرفیت لري او نه د جګړې له لارې بدیل جوړول شوني دي. له بده مرغه، اوسنی حالت د فقر، افراطیت، نیابتي جګړو او نهایتاً د نویو جنجالونو د پیل لپاره حاصلخیز چاپېریال برابر کړی دی.
د سیمې او نړۍ د رقابتونو نوې معادله
په تېرو کلونو کې نړۍوال سیاستونو بدلون موندلی دی. پخواني دوستان اوسني دښمنان شوي او پخواني مخالفینو یو بل ته لاس ورکړی. نړۍ د یو قطبي حاکمیت له سیستم نه، د څو قطبي نظم پر لور روانه ده. په داسې حالت کې د افغانستان په قضیه کې هر ډول بهرنۍ مداخله یا رسمیت پېژندنه، د حل لاره نه ده، بلکې د سیاسي رقابتونو بله کړکۍ ده.
روسیه چې تازه یې طالبان د افغانستان د رسمي واکمنانو په توګه پېژندلي، دا کار یې د افغانانو د خیر لپاره نه دی کړی، بلکې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره یې یاد اقدام کړی دی. نه یوازې روسیه، بلکې نور هېوادونه هم چې له طالبانو سره تعامل لري، هغوی د افغانستان د ګټو پر ځای، خپل اهداف تعقیبوي.
تعامل – د ګټې یا زیان سبب؟
اصولي تعامل هغه دی چې د افغان ولس د ستونزو د حل، د نظام د مشروعیت او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره وي. خو هغه تعاملات چې د استخباراتي ملګرتیا، اقتصادي فشار یا سیاسي نفوذ لپاره وي، نه یوازې چې د افغانستان حالت به لا پسې خراب کړي، بلکې سیمې ته به هم ناورینونه وزېږوي.
د افغانستان د اوسني حالت حل یواځې هغه مهال شونی دی چې دلته مشروع، قانونمند او د خلکو له ارادې سرچینه اخیستی نظام رامنځته شي. داسې یو نظام چې ټول افغانان، که د هر قوم، ژبې یا سیمې وي، د کار، ژوند او سیاست حق ولري. دلته خبره د "سهامي حکومت" نه، بلکې د داسې سیسټم ده چې چاته سهم نه ورکوي، بلکې چاته حق ورکوي.
افغانان، جوړونه او د منځګړیتوب اړتیا
حقیقت دا دی چې افغانان د خپلمنځي حل، باور، ارادې او مدیریت لازم ظرفیت نه لري. له همدې امله، د یوه ملي، مشارکتي حل لپاره، د سیمې او نړۍ د نقش لرونکو هېوادونو مثبت رول ضروري دی؛ خو دا رول باید د رقابتونو له مخې نه، بلکې د همکارۍ له دریځه ترسره شي.
که افغانستان د رقابتونو ډګر پاتې شي، نو دا به نه یوازې افغانانو، بلکې ټوله سیمې او نړۍ ته خطر وي؛ خو که یو مشروع، شفاف او جامع حکومت رامنځته شي، نو افغانستان به د هیڅ چا لپاره خطر نه وي.
د رسمیت پېژندنې اوږد مزل
طالبان لا تر اوسه د نړۍوالې ټولنې له خوا په رسمي توګه نه دي منل شوي. هغوی لا هم د ملګرو ملتونو له تور لست څخه نه دي ایستل شوي او نه هم د افغانستان چوکۍ ورته تسلیم شوې ده. د SWIFT بانکدارۍ سیسټم یا د کنګل شویو پیسو خلاصون هم لا ناحل پاتې دی.
ممکنه ده چې نور هېوادونه هم طالبان په رسمي یا غیر رسمي ډول ومني، یا له هغوی سره اړیکې ولري؛ خو تر هغو چې دا تعاملات د افغانانو ستونزې حل نه کړي؛ د ثبات، عدالت او پراخ ګډون لپاره زمینه نه برابرېږي، د رسمیت پېژندنې هېڅ ډول بهیر د افغانانو لپاره ارزښت نه لري.
پایله
هره هغه پرېکړه چې د افغانستان د ثبات، مشروعیت او د خلکو د ښېرازۍ لپاره نه وي، هغه د افغانانو له نظره بې ارزښته ده. د طالبانو رسمیت پېژندنه، که د روسیې له خوا وي او که د بل هر هېواد له خوا، هغه مهال ارزښت پیدا کولی شي چې دا ګام د مشروع نظم، د بشر د حقونو، د ښځو د تعلیم، د ولسواک سیاست او اقتصادي ودې لپاره واخېستل شي.
د اوکراین اوږدې جګړې، لږه موده وړاندې د هند او پاکستان تر منځ لنډې جګړې او د منځني ختیځ اوسنۍ جګړې دا خبره څرګنده کړه چې د یوویشتمې پیړۍ په جګړو کې تر ټولو مهم ګټونکی فاکتور په ساینس او ټیکنالوژۍ کې پرمختګ دی.
دا جګړه ویروونکې وه ځکه دوو اتومي وسله لرونکو هیوادونو، امریکا او اسراییل، د ایران پر اسلامي جمهوریت په دې تور برید کړی و چې د اتوم بم جوړولو په کار کې یې ډېر پرمختګ کړی دی او په لږو ورځو کې به اتومي وسله ترلاسه کړي. خو له برید نه وروسته دواړو دا خبره هم جوته کړه چې د دوی دویمه موخه په ایران کې د اوسني رژیم لرې کول او د هغه پر ځای یو بل حکومت (د دوی د وینا سره سم د ایران د خلکو په خوښه) کښینول هم دي.
په دې کې د خطر خبره دا وه چې د ایران اسلامي جمهوریت له خپلې اتومي پروژې نه لاس اخیستو او د رژیم د بدلون خبرې منلو ته په هېڅ وجه چمتو نه و، نو د دې جګړې د اوږدېدو او په سیمه کې د خورېدو امکان موجود و لکه څنګه چې د جګړې په وروستۍ ورځ د ایران له خوا په قطر کې د امریکا پر پوځي اډه باندې برید وښوده.
د دې جګړې یوه بله ځانګړتیا دا هم وه چې امریکا او اسراییل دواړه داسې هیوادونه دي چې له ایران نه په جغرافیایي توګه لرې پراته دي (که څه هم امریکا د یوه زبرځواک په توګه د ایران له سرحدونو سره نږدې پوځي اډې لري). نو دغه جګړه په اساسي توګه د الوتکو، توغندیو، الکترونیکي وسایلو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله تر سره شوه.
د اوسني وخت دریو جګړو، د اوکراین اوږدې جګړې، لږه موده وړاندې د هند او پاکستان تر منځ لنډې جګړې او د منځني ختیځ اوسنۍ جګړې دا خبره څرګنده کړه چې د یوویشتمې پیړۍ په جګړو کې تر ټولو مهم ګټونکی فاکتور په ساینس او ټیکنالوژۍ کې پرمختګ دی.
دا ټکي د افغانستان لپاره ستر اهمیت لري، ځکه طالبان باید په دې پوه شي چې د پرمختللو توغندیو او د بې پیلوټه الوتکو په جګړه کې زیړې بوشکې او ځانمرګي بریدونه پخوانۍ اغېزې نه شي لرلی او په افغانستان کې په اصطلاح د مباح علومو د نظر نه غورځول او د ټول هیواد په یوه لویه مدرسه بدلول به افغانان د خپل ژوند، د هیواد د استقلال او ارضي تمامیت د ژغورنې په کار کې بې لاسو او بې پښو کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړتیا په دې کې ده چې سره له دې چې دغه اخوندي رژیم د خپلو افراطي سیاستونو، د امریکا له خوا لګیدلو بندیزونو او عمومي سیاسي انزوا له امله هغه صنعتي او اقتصادي پرمختګ نه دی کړی، چې د یوه پرمختلونکي او طبیعي منابعو لرونکي هیواد په توګه یې ایران پوتانسیل لري، خو بیا هم ایران د داسې پرمختللو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په خپله جوړولو کې دومره بریالی شوی دی چې د اسراییل د پوځي برید او پرمختللو وسلو د مقابلې توان یې ترلاسه کړی دی او د اسراییل د لومړي وزیر نتنیاهو دا اټکل سم نه و چې په لبنان کې د حزب الله ملیشو، په سوریه کې د بشارالاسد حکومت له پای او په عراق کې د ایران د جوړو شویو ملیشو له تضعیف وروسته به ایران له اسراییل سره په جګړه کې سیالي ونه کړي شي.
په دې کې شک نشته چې د جګړې په وړومبي سر کې د ایران د مخکښو پوځي جنرالانو او اتومي ساینس پوهانو په وژلو سره اسراییل ډراماتیکې ګټې ترلاسه کړې وې او داسې ښکارېده چې ایران به ځان زر سمبال نه کړای شي، خو ایران پرې زر راوګرځېد او چې څومره جګړه اوږده او توده شوه، نو همغومره د اسراییل په غړو کې ستړیا راڅرګنده شوه او له امریکا نه یې په جګړه کې د ښکیلتیا غوښتنې ډېرې شوې.
د ولسمشر ټرمپ لپاره دا کار ځکه ګران و چې هغه په ټولټاکنو کې د امریکا له ولس سره ژمنه کړې وه چې د ولسمشر په توګه به امریکا په نړیوالو جګړو کې نه ښکیلوي، نو ځکه ټرمپ په جګړه کې د امریکا نیغ په نیغه ګډون د ایران په اتومي مراکزو باندې تر هوايي بریدونو پورې محدود وساته او د ایران خاورې ته یې امریکایي سرتیري ونه لیږل.
د امریکا او اسراییل په هوايي بریدونو سره د ایران هستوي پروژه ضعیفه شوې ده خو له منځه تللې نه ده او د رژیم د تغیر موخه هم تر سره نه شوه ځکه مو ویلي و چې د دې جګړې دویمه مهمه پایله دا ده چې نړیوالو زبرځواکونو چې څومره قدرت او نفوذ په شلمه پیړۍ کې درلود، هغه په یوویشتمه پیړۍ کې نه لري، ځکه نړۍ نوره یو قطبي یا دوه قطبي پاتې نه ده، بلکې هغه اوس ګڼ قطبي شوې ده او په دې کې د زبرځواکونو امر د پخوا په شان په زور نه شي پلي کېدای.
د نړۍ د جنوب د دولتونو اقتصادي او سیاسي نفوذ کچه لوړه شوې ده او د زبرځواکونو لپاره دا ممکنه نه ده چې هغوی دې د نړیوال جنوب رایې تر پایه له نظره وغورځوي. خو د زاړه نړیوال نظام د زوال او د نوي نظام د ودې تر منځ د ګذار په مرحله کې یوه مهمه معضله د ملګرو ملتونو او نورو زړو نړیوالو سازمانونو زوال او انحطاط دی، چې په نړۍ کې یوه له خطر نه ډکه تشه رامینځته کوي.
باید دا خبره هیره نه کړو چې په شلمه پیړۍ کې د دویمې نړیوالې جګړې د پیلیدو له عواملو څخه یو مهم عامل له لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته په ۱۹۲۰ کې د جوړ شوي لیګ اف نیشنز بې اعتباره کېدل او بې اغېزتوب و، چې نړۍ یې د دویمې نړیوالې جګړې کندې ته ورټیل وهلی وه. دغه تشه په اوسني وخت کې په ځینو وجوهاتو ډېره سنګینه مساله ده. د مثال په توګه، د ځمکې پر مخ د بشري ټولنې د نړیوال کېدو (globalisation) پروسه ډېره پر مخ تللې ده او په داسې مجازي او فزیکي نزدېوالي کې اوسېدونکي انسانان او هیوادونه له یوه موثر نوي نړیوال نظام پرته ګډ سولهیز ژوند نه شي کولای.
یوه بله پوښتنه دا ده چې د اتومي وسلو ترلاسه کولو لپاره له یوه منل شوي او بې تبعیضه معیار پرته د منځني ختیځ جګړې ته د پای ټکې څنګه ایښودل کېدای شي؟ او که دغه جګړې بندې هم شي، نو د اوکراین جګړه او په فلسطین کې جګړې به کله او څنګه پای ته ورسیږي؟ او د نويو نړیوالو جګړو د زر زر او بیا بیا پیل کېدو مخنیوی به څنګه کېږي؟
دا پوښتنې په داسې شرایطو کې مهمې شوې دي چې په نړۍ کې د اتومي وسلو د لاس ته راوړلو په سیالیو کې بې مخینې زیاتوالی راغلی او په پټه او څرګنده ګڼ شمېر هېوادونه د اتومي وسلو د جوړولو او ترلاسه کولو په هلو ځلو بوخت دي.
دا ویره هم موجوده ده چې د دغو سیالیو په ترڅ کې اتومي وسله چېرته د ترهګرو لاس ته ونه لويږي. په دې سیالۍ باندې ولکه له ګډو او منظمو هلو ځلو پرته نه شي کېدای او دا کار یوازې یو نوی، غښتلی، اغیزناک او بااعتباره نړیوال سازمان سر ته رسولی شي.
خو سره له دې، لا هم یو لړ مهمې پوښتنې بېځوابه پاتې دي. له هغې جملې څخه دا چې: ایا رښتیا هم اوربند د دغو دوو پخوانیو دښمنانو تر منځ عملي کېدای شي، چې کلونهیې ترمنځ "په سیوري کې جګړه" روانه وه، او په دې وروستیو ۱۲ ورځو کې دا شخړه د هوایي بریدونو او مستقیمو حملو تر کچې لوړه شوې؟
د جګړې ۱۱مې ورځې ته کتنه
د دواړو خواوو ترمنځ د اعلان شوي اوربند شرایط هم لا هم روښانه نه دي. سره له دې چې ټرمپ په خپلو ټولنیزو شبکو کې دا "یو بشپړه او سرتاسري اوربند" یاد کړی.
همداراز دا روښانه نه ده چې واشنګټن او تهران به ناکامو شوېو اتومي خبرو ته دوام ورکړي او که نه، او د ایران د بډایه شویو یورانیمو برخلیک به څه وي، چې څېړونکي وایي د امریکا او اسراییل له هوایي بریدونو خوندي پاتې شوي.
د امریکا پخوانی استخباراتي افسرجاناتان پانیکوف وايي، « اسراییليان خپلو ډېرو موخو ته رسېدلي دي او ایران د وتلو لاره لټوله. امریکا هیله لري چې دا د پای پیل وي. خو اصلي ننګونه دا ده چې ایا د دوام لپاره کومه واضحه ستراتیژي هم شته؟».
رویټرز لیکلي، سره له دې چې د شخړې د پای ته رسېدو هیلې زیاتې شوې دي، بیا هم دا پوښتنې پر ځای پاتې دي چې په رښتیا کوم څه توافق شوي؟
بل خوا، د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د سې شنبې پر سهار له ایران څخه پر اسراییل توغندي توغول شوي دي.
د اسراییلي عاجلو خدماتو له مخې، په بئرشبع ښار کې د یوې ودانۍ پر سر د توغندي لګېدو له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
یوازې لږ وروسته، ټرمپ اعلان وکړ چې د ایران او اسراییل تر منځ اوربند "اوس عملي شوی"، او له دواړو هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې دا شرایط نقض نه کړي.
سره له دې چې یو ایراني چارواکي مخکې تایید کړې وه چې تهران اوربند منلی، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا اعلان وکړ: « تر هغې چې اسراییل خپل بریدونه ونه دروي، د اوربند خبره بېځایه ده».
سوله د زور له لارې؟
ټرمپ او پلویانیې دا وضعیت د بهرني سیاست یوه تاریخي لاسته راوړنه بولي، چې دوی یې "د ځواک له لارې سوله" بولي.
ټرمپ د اسراییل دا ادعا تایید کړې وه چې تهران د اټومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی، خو ایران تل دا رد کړې ده.
د امریکا استخباراتي ادارو د روان کال په پیل کې ویلي وو چې ایران په فعاله توګه اټومي وسلې نه جوړوي، او دا ارزونه تر اوسه نه ده بدله شوې.
د ټرمپ اعلان یوازې څو ساعته وروسته له هغې وشو، چې ایران د امریکا له لورې د ۳۰ زره پونډي بمونو د کارولو په غبرګون کېپه قطر کې د امریکايي هوایي اډې پر لور توغندي وتوغول. دې بریدونو کوم ځاني تلفات یا ستر زیانونه نه درلودل.
د ټرمپ د ادارې چارواکي د تهران دغه غبرګون "محاسبه شوی" وباله، او هدفیې د شخړې د لا پراخېدو مخنیوی وباله.
ټرمپ له دواړو لوریو وغوښتل چې خبرې وکړي. د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړي چارواکي وویل اسراییل له اوربند سره موافقه کړې، خو شرطیې دا دی چې ایران نور بریدونه ونهکړي. نوموړي همداراز وویل چې ایران هم د بریدونو د نهتکرار سیګنال ورکړی دی.
دغه چارواکی وايي، ټرمپ له نتنیاهو سره مستقیمې خبرې کړې، او همداراز مرستیال ولسمشر جیدي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د منځني ختیځ لپاره ځانګړي استازي استیو ویتکاف هم له تهران سره د مستقیمو یا غیرمستقیمو اړیکو برخه وو.دوحې هم د تماسونو په ټینګښت کې رول لوبولی.
سپینې ماڼۍ ویلي، تهران د "شدید ضعف" له امله اوربند ته غاړه ایښې. د اسراییل له خوا د څو ورځو بریدونو په ترڅ کې د ایران نظامي او اتومي تاسیسات بمبار شوي، او ځینې مهم کسان لکه د اتومي پروګرام کارکوونکي یا امنیتي مشران وژل شوي یا هدف ګرځېدلي دي.
درې اسراییلي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې اسراییل غواړي خپل عملیات ختم کړي او دا پیغامیې واشنګټن ته هم رسولي خو دا به تر ډېره پورې د تهران پر چلند پورې تړلی وي.
د ټرمپ پرېکړه چې پر ایران اتومي تأسیساتو برید وکړي، د هغه د ولسمشرۍ تر ټولو ستر او شاید خطرناک ګام بلل شوی.
ټرمپ هیله درلوده چې نه یوازې د ایران د فردو اتومي مرکز له منځه یوسي، بلکې د ایران غبرګون هم محدود پاتې شي.
خو اندېښنه دا وه چې ایران ښايي د نړۍ تر ټولو مهم د نفتو مسیرهرمز تنګیبندکړي، د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړي یا خپلو نیابتي وسلهوالو ته امر ورکړي چې په سیمه کې بریدونه پیل کړي.
که ټرمپ وکولای شي دا شخړه پای ته ورسوي، نو ښايي د دیموکراتانو له ډېرو نیوکو خلاص شي، او همداراز د هغه جمهوريپال ملاتړي چې د بهرنۍ مداخلې مخالف دي، هم راضي شي. هغوی بمبارۍ د ټرمپ له انتخاباتي ژمنو سره مخالفې بولي.
دغه "بریا" کولی شي ټرمپ ته دا زمینه برابره کړي، چې تمرکز بېرته کورنیو مسایلو ته واړوي، لکه له اسنادو پرته مهاجرین ایستل یا د سوداګریزو شریکانو پر ضد د سوداګریزو جګړو پیل.
خو ټرمپ او ټیمیې نشي کولای د تهران کړنې او پاتې پوښتنې له پامه وغورځوي.
دنیس راس، چې د جمهوريپالو او دموکراتو حکومتونو د منځني ختیځ د پخوانیو خبرو اترو استازی و، وایي: «ایا اوربند دوام مومي؟ هو، ایران ورته اړتیا لري، او اسراییل هم د خپلو دفاعي اهدافو ډېره برخه ترلاسه کړې».
خو ستونزې لا هم شته، « ایران ډېر کمزوری شوی، خو د دې هېواد د اتومي او توغندیزو پروګرامونو راتلونکی څه دی؟ د بډایه شویو یورانیمو برخلیک څه کېږي؟ خبرې پکار دي ، خو دا به اسانه نه وي».