په باجوړ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ د سختې نښتې راپورونه ورکړل شوي

د خیبرپښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په درېیو سیمو کې د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. دغه نښته وروسته له هغه پیل شوه، چې په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو موټر په نښه شو. په دغه پېښه کې یو پوځي وژل شوی او درې نور ټپیان دي.