ایرانی چارواکی وایي، ایران کولای شي د اوږدې مودې لپاره جګړې ته دوام ورکړي

د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز ویاند ابوالفضل شکارچي له اسراییل سره د ایران ۱۲ ورځنۍ جګړې ته په اشارې سره ویلي: «زموږ پوځي تولید فعال او ګړندی دی. زموږ لاسونه ډک دي او موږ کولای شو، چې د اوږدې مودې لپاره جګړې ته دوام ورکړو.»