پاکستاني طالبانو د مولانا خانزیب په وژلو کې لاس لرل رد کړل

د پاکستان د طالبانو غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د باجوړ ولسوالۍ د سولې جرګې مهم مشر او د سیمې پېژندل شوې سیاسي څېرې مولانا خانزیب په وژنه کې د دوی ډله ښکیله نه ده. دوی له دې پېښې سره خپل تړاو رد کړی.