• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټي ټي پي د انتقال لپاره له افغان طالبانو سره کېدونکې مرستې ځنډول شوې دي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د فارس خلیج هېوادونو هغه مالي مرستې چې د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) د میشتونې لپاره افغان طالبانو ته ورکول کېدې ځڼدول شوې دي.

د سرچینو په وینا، دا مرستې ځکه درول شوي چې طالبانو د دې مرستو د لګولو د بودجې مالي راپور او روښانه معلومات نه دي وړاندې کړي او په غزني ولایت کې د ټي‌ټي‌پي د کورنیو د مېشتولو په پروسه کې د شفافیت نشتوالي له امله تر فشار لاندې راغلي دي.

سرچینو په ټینګار سره ویلي، چې دا مرستې وروسته له هغه وځنډول شوې، چې د طالبانو ادارې د دې مرستو د لګښتونو او د ټي‌ټي‌پي د کورنیو دځای پر ځای کولو د جزییاتو په اړه کره مالي راپورونه او معلومات نه شوای وړاندې کولی.

د خلیج فارس یو عربي هېواد د یوې ازمایښتي پروژې له مخې، طالبانو ته شپږ میلیونه ډالر ورکړي وو، تر څو د ټي ټي پي دوه زره کورنۍ په غزني ولایت کې ځای پر ځای کړي، خو اوس ددغه هېواد د مرستو دوام د طالبانو له حساب ورکونې او شفافیت سره تړلې دي.

افغانستان اڼټرنشنل داسې معلومات ترلاسه کړي، چې طالبانو په پټه د تحریک طالبان پاکستان د غړو لسګونه کورنۍ د خوست ولایت د ګولن پنډغالي او د پکتیکا ولایت د سرحدي سیمو څخه د غزني د کډوالو پنډغالو ته انتقال کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبان د ټي‌ټي‌پي د کورنیو هر غړي ته د میاشتې ۴۰ ډالر ورکوي.

طالبانو وړاندې له پاکستان څخه غوښتي وو، چې د افغانستان له ختیځ او سویلي برخو څخه د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو په لېږد کې مرسته وکړي، خو د سرچینو په وینا د طالبانو هغه تمه چې پراخ نړیوال ملاتړ به ترلاسه کړي نه ده پوره شوې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د تحریک طالبان پاکستان ډېری غړي عملاً په ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې مېشت دي.

طالبانو ژمنه کړې وه، چې دغه وسله‌وال به غزني، هلمند او د هېواد شمالي ولایتونو ته انتقال کړي، خو د ټي‌ټي‌پي غړي د افغانستان په نورو برخو کې مېشتېدو ته لېوالتیا نه لري.

څه موده وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر هم په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې وې .

سرچینې زیاتوي چې پاکستان د یادو کورنیو د ځای پر ځای کولو لپاره ۳۰ میلیارده روپیو طرحه ارزولي وه، خو د طالبانو پر رهبرۍ د بې باورۍ له امله یې له پلي کولو ډډه وکړه.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي و، چې د افغانستان طالبانو د سرحدي سیمو څخه د پاکستاني طالبانو د لرې کولو لپاره لس میلیارده روپیو غوښتنه کړې وه. نوموړي ټینګار کړی و چې طالبان باید ضمانت ورکړي چې دغه وسله‌وال بېرته پاکستان ته نه ستنیږي، خو افغان طالبانو مثبت ځواب نه دی ورکړی.

پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ ازادۍ غوښتونکو ملاتړ کوي او د افغان طالبانو یوه برخه له ټي ټي پي سره همکاره ده.

سرچینو ویلي، چې ټاکل شوې وه، پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سفر پرمهال دټي‌ټي‌پي د ځای پر ځای کولو مسله راپورته شوې وای، خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا متقي ته اجازه ورنه کړه چې پاکستان ته سفر وکړي.

د راپورونو له مخې، پاکستان ته د متقي د سفر اجازه نه ورکول د امریکا د فشار له مخې ترسره شوی او نوموړی لاهم د نړیوالو بندیزونو له امله د سفر لپاره د ملګرو ملتونو معافیت ته اړتیا لري.

باوري طالب سرچینو په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان انټرنشنل ته منلي و، چې دې ډلې له پاکستان سره هوکړه کړې، چې پاکستاني طالبان به د افغانستان په شمالي سیمو کې ځای پر ځای کړي.

پاکستان ادعا کوي، چې د ټي ټي پي شاوخوا ۶۰۰۰ وسله‌وال په افغانستان کې مېشت دي او د پاکستان پوځ څو ځله په افغانستان کې د دې ډلې پټنځایونه هم په نښه کړي او بمبار کړي دي.

پاکستان تازه د سي شنبي په ماښام په خوست او ننګرهار کې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه بمبار کړل. پرهمدغه مهال طالبانو د پاکستان یادو برېدونو ته غبرګون وښود او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر هم احضار کړ، خو پاکستان تر اوسه په رسمي ډول د یادو برېدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

یونیسف وایي نږدې ۹،۵ میلیونه افغانان د خوړو د کمښت له ګواښ سره مخ دي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د روان کال د مې له میاشتې تر اکتوبر پورې شاوخوا ۹،۵ میلیونه افغانان، چې د هېواد د نفوس ۲۱ سلنه جوړوي، د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.

یونیسف په خپل یوه راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت ارزونه کړې او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان له نیمایي ډېر وګړي، چې په کې ۱۲ میلیونه ماشومان هم شامل دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یونیسف په وینا، د روان میلادي کال له پیل راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر۲،۳ میلیونه زیات افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې شاوخوا ۹۰۰ زره یې ماشومان دي.

یونیسف ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د هغو ناروغیو پر وړاندې چې د پراخېدو توان لري، له لوړې کچې زیان‌منېدنې سره مخ دی.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، د روان کال د جولای تر میاشتې پورې په ځینو ولایتونو کې د نس ناستې خپرېدا دوام درلود او د ناروغانو له نیمایي ډېر یې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان وو.

د یونیسف د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې تر پایه په ټول هېواد کې د نس‌ناستې ۱۰۰ پېښې ثبت شوي، چې ۴۸ پېښې یې د مړینې دي.

یونیسف زیاتوي، چې تر ټولو ډېرې پېښې په کابل، هرات، پکتیا، خوست، کندهار، غزني، ننگرهار، فراه، بدخشان، هلمند، پروان او تخار ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د لوږې ناورین او له هغې سره تړلي د خوارځواکۍ زیاتېدو د افغانستان د میلیونونو اړو خلکو لپاره د خطر زنګ وهلی دی. ملګرو ملتونو له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان نږدې یوه پر درېیمه برخه خلک د خوړو مرستو ته اړتیا لري.

امرالله صالح: د عزیزي بانک د پیسو مینځلو شبکه د طالبانو د مالي ملاتړ وسیله ده

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د افغانستان د مخکېني ولسمشر محمداشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي د عزیزي بانک او د هغه اړوند مالي شبکې د طالبانو لپاره د «پیسو مینځونکي او پروپاګنډ چلونکي» په توګه عمل کوي او ژر به د بادي انرژۍ شرکتونو لېست خپور کړي څو روښانه کړي چې عزیزي له هېڅ یو شرکت سره اړیکه نه لري.

صالح پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «د عزیزي د دوسیې تعقیبول زموږ د افغانستان د ازادۍ د مبارزې یوه برخه ده، ځکه د عزیزي شبکه د طالبانو د مداح، پیسو مینځونکي او پروپاګنډ د الې په توګه عمل کوي او د دې ککړ بهیر قربانیان د افغانستان خلک دي.»

هغه د انوارالحق احدي د وروستۍ مرکې یادونه هم کړې چې پکې هغه ویلي، عزیزي بانک لا د جمهوریت پر مهال له مالي ستونزو سره مخ و.

احدي په دې مرکه کې ویلي: «بانک له ۲۰۱۳ کال وروسته په عملي ډول له دیوالیه کېدو سره لاس او ګرېوان و او تر پایه یې له دې بحران څخه ځان ونه ایست.»

صالح د شتمنیو د پلور په اړه د شکونو څرګندولو ترڅنګ پوښتنه کړې: «ایا د څو جریبه ځمکې د پلور ګټه تر پنځوس میلیارده ډالرو رسېږي؟»

نوموړي زیاته کړې چې که داسې کوم ثبوت وای، د نړۍ د شتمنو کسانو په کتار کې به د عزیزی نوم هم د "ګینس" په کتاب کې راغلی وای.

د نوموړي په وینا، د دوی څېړنې اوس نه یوازې په افغانستان، بلکې په کاناډا، بریتانیا، امریکا، روسیه، قفقاز او افریقا کې د پیسو مینځلو شبکې هم رانغاړي.

هغه ویلي: «هغه کسان چې د کاناډا، ترکیې پاسپورټونه یا د امریکا او اروپا اسناد ترلاسه کړي او ځانونه خوندي ګڼي، هم د دې پیسو مینځلو د دوسیې د تعقیب برخه دي.»

امرالله صالح همدارنګه د عزیزي د هغو پروژو په اړه شک څرګند کړی چې له انرژۍ سره تړاو لري.

صالح خبرداری ورکړ چې ژر به د نړۍ د ټولو معتبره بادي انرژۍ شرکتونو لېست خپور کړي څو روښانه کړي چې عزیزي له هېڅ یو شرکت سره اړیکه نه لري.

د قرغزستان د وزیرانو شورا د افغانستان د پامیر قرغز توکمو کډوالو د ملاتړ پروګرام تصویب کړ

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د قرغزستان د وزیرانو شورا یو ځانګړی دولتي پروګرام تصویب کړی، چې له مخې به یې د افغانستان د لوی او کوچني پامیر سیمو څخه ور کډه شوي د قرغز توکم خلک تر ۲۰۲۹ کال پورې د دغه هېواد له ملاتړ څخه برخمن شي.

د قرغزستان رسنیو راپور ورکړی، چې د یاد هېواد د وزیرانو شورا دغه پروګرام د وزیرانو د شورا مشر ادیل بیک قاسم علي یف له لخوا لاسلیک شوی دی.

د یاد پروګرام موخه د قرغز توکمه وګړو او د کډوالو لپاره هر اړخیزه مرسته کول دي.

د راپورونو له مخې په یاد پروګرام کې د کایرلمانان وګړي هم شامل دي او یادو کډوالو ته په دغه پروګرام کې د څار او ارزونې شاخصونو او عملي کولو لپاره یې ځانګړې بودیجه هم تصویب شوې ده.

د قرغزستان د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې، دولتي او سیمه‌ییزې ادارې به هر درې میاشتې د پلان د عملي کېدو راپور د کار، ټولنیز خوندیتوب او کډوالۍ وزارت ته وړاندې کوي او وروسته به بیا دغه هر شپږ میاشتې وروسته د ټولو راپورونو ټولګه د ولسمشر دفتر ته سپاري.

دا پرېکړه د لاسلیک له نېټې لس ورځې وروسته نافذه کېږي.

دا چې څومره د افغانستان د لوی او کوچني پامیر څخه قرغز توکمه وګړي قرغزستان ته کډواله شوي، کره شمېر نه دی معلوم.

پاکستاني چارواکي: باید په پاکستان کې ټول مېشت افغانان پاسپورټ او وېزه ولري

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د خیبر ولسوالۍ اداري مرستیال د پنجشنبې په ورځ ټولو افغانانو ته ویلي، چې ژر تر ژره د افغانستان پاسپورټونه واخلي او په پاکستان کې په قانوني ډول ژوند او کاروبار وکړي.

ډان ورځپاڼې جمعه (د وږي ۷مه) لیکلي، د لنډي کوتل د ولسوال اداري مرستیالانو افرسیاب زبیر او شهاب‌الدین له سیمه‌ییزو افغان مشرانو سره کتلي او په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د اوسېدو او کاروبارونو لپاره رسمي شرايط روښانه کړي.

په دې کتنه کې پاکستاني چارواکو ویلي، ټول هغه افغانان چې د (PoR) کارټونه لري باید د افغانستان پاسپورټ او پاکستانۍ وېزې ولري.

دغه چارواکو ويلي، چې (د اګست میاشتې تر ۳۱مې نېټې) وروسته که چا له دغه مقرراتو سرغړونه وکړه؛ نو قانوني چلند ورسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې مېشتو د پي او ار کارټ لرونکو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل یوازې دوه ورځې پاتې دي.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې په دغه هېواد کې مېشت د پي او ار کارت لرونکي افغانان د روانې اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې وخت لري، چې له دغه هېواده په خپله خوښه ووځي؛ که نه د جبري اېستلو سره به مخ شي.

د روسیې د امنیت شورا منشي: په افغانستان کې تر ۲۳زره ډېر بهرني ترهګر حضور لري

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۲۶ GMT+۱

د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو تر ۲۳زره ډېر جنګیالي حضور لري. سرګي شویګو ویلي، چې دغه وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی.

ښاغلي شویګو دغه څرګندونې په هغه مقاله کې کړې دي، چې په «راسیسکایا ګازیتا» ورځپاڼه کې خپره شوې ده. هغه لیکلي، چې د روسیې د ارزونو له مخې په افغانستان کې شاوخوا شل نړۍوالې ترهګرې ډلې مېشتې دي چې په ټولیز ډول تر ۲۳زرو ډېر وسله‌وال جنګیالي لري.

نوموړی زیاتوي: «زموږ تر ټولو ستره اندېښنه د داعش خراسان په اړه ده، چې د افغانستان د ختیځ، شمال او شمال‌ختیځو ولایتونو په روزنیزو کمپونو کې روزل کېږي.»

د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي، چې طالبان تر خپله وسه پورې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او له داعش ډلې سره هم په منظم ډول مبارزه کوي. نوموړي زیاته کړې، که د لوېدیځو هېوادونو له‌خوا پر طالبانو بندیزونه نه وای لګول شوي، نو دغه مبارزه به تر دې هم اغېزمنه وای.

هغه وایي: «وضعیت تر پخوا کړکېچن شوی دی؛ ځکه داسې شواهد شته، چې افغانستان ته نور ترهګر جنګیالي هم د تګ په حال کې دي.» شویګو ادعا کړې، داسې اسناد شته چې ښيي د دغه کار تر شا د ځینو لوېدیځو هېوادونو استخباراتي ادارو لاس دی او دغه ادارې هڅه کوي، چې سيمه بې‌ثباته کړي او د روسیې، چین او ایران د ناامنه کولو لپاره په افغانستان کې مرکزونه جوړ کړي.

طالبان په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه متضاد معلومات ورکوي. له یوې خوا وايي، چې داعش په افغانستان کې مات شوي او له منځه تللي؛ خو له بلې خوا بیا وخت ناوخت د داعشو پر ضد د عملیاتو خبره کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په وار، وار په افغانستان کې د داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو حضور تایید کړی؛ خو طالبانو بیا تل دغه راپورونه رد کړي دي.