• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف وایي نږدې ۹،۵ میلیونه افغانان د خوړو د کمښت له ګواښ سره مخ دي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د روان کال د مې له میاشتې تر اکتوبر پورې شاوخوا ۹،۵ میلیونه افغانان، چې د هېواد د نفوس ۲۱ سلنه جوړوي، د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.

یونیسف په خپل یوه راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت ارزونه کړې او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان له نیمایي ډېر وګړي، چې په کې ۱۲ میلیونه ماشومان هم شامل دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یونیسف په وینا، د روان میلادي کال له پیل راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر۲،۳ میلیونه زیات افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې شاوخوا ۹۰۰ زره یې ماشومان دي.

یونیسف ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د هغو ناروغیو پر وړاندې چې د پراخېدو توان لري، له لوړې کچې زیان‌منېدنې سره مخ دی.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، د روان کال د جولای تر میاشتې پورې په ځینو ولایتونو کې د نس ناستې خپرېدا دوام درلود او د ناروغانو له نیمایي ډېر یې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان وو.

د یونیسف د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې تر پایه په ټول هېواد کې د نس‌ناستې ۱۰۰ پېښې ثبت شوي، چې ۴۸ پېښې یې د مړینې دي.

یونیسف زیاتوي، چې تر ټولو ډېرې پېښې په کابل، هرات، پکتیا، خوست، کندهار، غزني، ننگرهار، فراه، بدخشان، هلمند، پروان او تخار ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د لوږې ناورین او له هغې سره تړلي د خوارځواکۍ زیاتېدو د افغانستان د میلیونونو اړو خلکو لپاره د خطر زنګ وهلی دی. ملګرو ملتونو له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان نږدې یوه پر درېیمه برخه خلک د خوړو مرستو ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: د عزیزي بانک د پیسو مینځلو شبکه د طالبانو د مالي ملاتړ وسیله ده

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د افغانستان د مخکېني ولسمشر محمداشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي د عزیزي بانک او د هغه اړوند مالي شبکې د طالبانو لپاره د «پیسو مینځونکي او پروپاګنډ چلونکي» په توګه عمل کوي او ژر به د بادي انرژۍ شرکتونو لېست خپور کړي څو روښانه کړي چې عزیزي له هېڅ یو شرکت سره اړیکه نه لري.

صالح پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «د عزیزي د دوسیې تعقیبول زموږ د افغانستان د ازادۍ د مبارزې یوه برخه ده، ځکه د عزیزي شبکه د طالبانو د مداح، پیسو مینځونکي او پروپاګنډ د الې په توګه عمل کوي او د دې ککړ بهیر قربانیان د افغانستان خلک دي.»

هغه د انوارالحق احدي د وروستۍ مرکې یادونه هم کړې چې پکې هغه ویلي، عزیزي بانک لا د جمهوریت پر مهال له مالي ستونزو سره مخ و.

احدي په دې مرکه کې ویلي: «بانک له ۲۰۱۳ کال وروسته په عملي ډول له دیوالیه کېدو سره لاس او ګرېوان و او تر پایه یې له دې بحران څخه ځان ونه ایست.»

صالح د شتمنیو د پلور په اړه د شکونو څرګندولو ترڅنګ پوښتنه کړې: «ایا د څو جریبه ځمکې د پلور ګټه تر پنځوس میلیارده ډالرو رسېږي؟»

نوموړي زیاته کړې چې که داسې کوم ثبوت وای، د نړۍ د شتمنو کسانو په کتار کې به د عزیزی نوم هم د "ګینس" په کتاب کې راغلی وای.

د نوموړي په وینا، د دوی څېړنې اوس نه یوازې په افغانستان، بلکې په کاناډا، بریتانیا، امریکا، روسیه، قفقاز او افریقا کې د پیسو مینځلو شبکې هم رانغاړي.

هغه ویلي: «هغه کسان چې د کاناډا، ترکیې پاسپورټونه یا د امریکا او اروپا اسناد ترلاسه کړي او ځانونه خوندي ګڼي، هم د دې پیسو مینځلو د دوسیې د تعقیب برخه دي.»

امرالله صالح همدارنګه د عزیزي د هغو پروژو په اړه شک څرګند کړی چې له انرژۍ سره تړاو لري.

صالح خبرداری ورکړ چې ژر به د نړۍ د ټولو معتبره بادي انرژۍ شرکتونو لېست خپور کړي څو روښانه کړي چې عزیزي له هېڅ یو شرکت سره اړیکه نه لري.

د قرغزستان د وزیرانو شورا د افغانستان د پامیر قرغز توکمو کډوالو د ملاتړ پروګرام تصویب کړ

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د قرغزستان د وزیرانو شورا یو ځانګړی دولتي پروګرام تصویب کړی، چې له مخې به یې د افغانستان د لوی او کوچني پامیر سیمو څخه ور کډه شوي د قرغز توکم خلک تر ۲۰۲۹ کال پورې د دغه هېواد له ملاتړ څخه برخمن شي.

د قرغزستان رسنیو راپور ورکړی، چې د یاد هېواد د وزیرانو شورا دغه پروګرام د وزیرانو د شورا مشر ادیل بیک قاسم علي یف له لخوا لاسلیک شوی دی.

د یاد پروګرام موخه د قرغز توکمه وګړو او د کډوالو لپاره هر اړخیزه مرسته کول دي.

د راپورونو له مخې په یاد پروګرام کې د کایرلمانان وګړي هم شامل دي او یادو کډوالو ته په دغه پروګرام کې د څار او ارزونې شاخصونو او عملي کولو لپاره یې ځانګړې بودیجه هم تصویب شوې ده.

د قرغزستان د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې، دولتي او سیمه‌ییزې ادارې به هر درې میاشتې د پلان د عملي کېدو راپور د کار، ټولنیز خوندیتوب او کډوالۍ وزارت ته وړاندې کوي او وروسته به بیا دغه هر شپږ میاشتې وروسته د ټولو راپورونو ټولګه د ولسمشر دفتر ته سپاري.

دا پرېکړه د لاسلیک له نېټې لس ورځې وروسته نافذه کېږي.

دا چې څومره د افغانستان د لوی او کوچني پامیر څخه قرغز توکمه وګړي قرغزستان ته کډواله شوي، کره شمېر نه دی معلوم.

پاکستاني چارواکي: باید په پاکستان کې ټول مېشت افغانان پاسپورټ او وېزه ولري

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د خیبر ولسوالۍ اداري مرستیال د پنجشنبې په ورځ ټولو افغانانو ته ویلي، چې ژر تر ژره د افغانستان پاسپورټونه واخلي او په پاکستان کې په قانوني ډول ژوند او کاروبار وکړي.

ډان ورځپاڼې جمعه (د وږي ۷مه) لیکلي، د لنډي کوتل د ولسوال اداري مرستیالانو افرسیاب زبیر او شهاب‌الدین له سیمه‌ییزو افغان مشرانو سره کتلي او په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د اوسېدو او کاروبارونو لپاره رسمي شرايط روښانه کړي.

په دې کتنه کې پاکستاني چارواکو ویلي، ټول هغه افغانان چې د (PoR) کارټونه لري باید د افغانستان پاسپورټ او پاکستانۍ وېزې ولري.

دغه چارواکو ويلي، چې (د اګست میاشتې تر ۳۱مې نېټې) وروسته که چا له دغه مقرراتو سرغړونه وکړه؛ نو قانوني چلند ورسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې مېشتو د پي او ار کارټ لرونکو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل یوازې دوه ورځې پاتې دي.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې په دغه هېواد کې مېشت د پي او ار کارت لرونکي افغانان د روانې اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې وخت لري، چې له دغه هېواده په خپله خوښه ووځي؛ که نه د جبري اېستلو سره به مخ شي.

د روسیې د امنیت شورا منشي: په افغانستان کې تر ۲۳زره ډېر بهرني ترهګر حضور لري

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۲۶ GMT+۱

د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو تر ۲۳زره ډېر جنګیالي حضور لري. سرګي شویګو ویلي، چې دغه وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی.

ښاغلي شویګو دغه څرګندونې په هغه مقاله کې کړې دي، چې په «راسیسکایا ګازیتا» ورځپاڼه کې خپره شوې ده. هغه لیکلي، چې د روسیې د ارزونو له مخې په افغانستان کې شاوخوا شل نړۍوالې ترهګرې ډلې مېشتې دي چې په ټولیز ډول تر ۲۳زرو ډېر وسله‌وال جنګیالي لري.

نوموړی زیاتوي: «زموږ تر ټولو ستره اندېښنه د داعش خراسان په اړه ده، چې د افغانستان د ختیځ، شمال او شمال‌ختیځو ولایتونو په روزنیزو کمپونو کې روزل کېږي.»

د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي، چې طالبان تر خپله وسه پورې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او له داعش ډلې سره هم په منظم ډول مبارزه کوي. نوموړي زیاته کړې، که د لوېدیځو هېوادونو له‌خوا پر طالبانو بندیزونه نه وای لګول شوي، نو دغه مبارزه به تر دې هم اغېزمنه وای.

هغه وایي: «وضعیت تر پخوا کړکېچن شوی دی؛ ځکه داسې شواهد شته، چې افغانستان ته نور ترهګر جنګیالي هم د تګ په حال کې دي.» شویګو ادعا کړې، داسې اسناد شته چې ښيي د دغه کار تر شا د ځینو لوېدیځو هېوادونو استخباراتي ادارو لاس دی او دغه ادارې هڅه کوي، چې سيمه بې‌ثباته کړي او د روسیې، چین او ایران د ناامنه کولو لپاره په افغانستان کې مرکزونه جوړ کړي.

طالبان په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه متضاد معلومات ورکوي. له یوې خوا وايي، چې داعش په افغانستان کې مات شوي او له منځه تللي؛ خو له بلې خوا بیا وخت ناوخت د داعشو پر ضد د عملیاتو خبره کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په وار، وار په افغانستان کې د داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو حضور تایید کړی؛ خو طالبانو بیا تل دغه راپورونه رد کړي دي.

ایرانی چارواکی: موږ افغانان په ډېر عزت افغانستان ته استولي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي والي په یوې مرکه کې ویلي، چې دوی افغانان په ډېر عزت افغانستان ته استولي او په دې کار په افغانستان کې هیڅ بشري ناورین نه‌دی پېښ شوی؛ خو افغان کډوال او بشري سازمانونه بیا برعکس د سپکاوي خبره کوي.

د خراسان رضوي والي غلامحسین مظفري له اېرنا خبري ازانس سره په مرکه کې وايي:« موږ دا وړاندوینه نه وه کړې، چې د دوغارون له لارې به دومره ډېر افغانان افغانستان ته واستوو. دغې لارې یوازې د ۳۵زرو ظرفیت لاره؛ خو موږ له دې لارې څو برابره ډېر افغانان خپل هېواد ته واستول.»

مظفري ويلي، دوی غوښتل چې د دغه افغانانو انساني کرامت خوندي وساتل شي او همداسې وشول؛ د دوی انساني کرامت ته یې پام کړی او دې کار په افغانستان کې بشري ناورین پېښ نه‌کړ.

دغه ایرانی چارواکی وايي، چې اوس په ایران کې افغان کډوال کم شوي دي او په ورځ کې له ۶ تر ۷ زره پورې کډوال اېستل کېږي.

خو له ایرانه ستانه شوي افغانان بیا وايي، چې له دوی سره د اېستلو پر مهال زور زیاتی او سپک چلند شوی او شکنجه شوي دي. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډوګانو څخه څرګندېږي، چې قانوني اسناد لرونکي افغانان هم نیول شوي او په زور شړل شوي دي.

«اوا» حقوقي او ټولنیز مشورتي مرکز د یوه څېړنیز راپور له مخې ویلي، چې له ایرانه د افغان کډوالو شړلو پر مهال له هغوی سره ناوړه چلند شوی او ان دا چې مالونه یې ځینې ګرځول شوي دي.

ځينو کډوالو افغانسان انټرنشنل ته ویلي، چې ایراني پولیسو یې پاسپورټونه څيرلي او هغوی یې په سپکاوي او ناوړه چلند راشړلي دي. دغه ډول ځینو مزدورانو ته خپله لاس‌باړه هم نه‌ده ورکول شوې، ځينې کډوال وېرېدلي او ذهني ناروغۍ ورته پيدا شوې دي.

مظفري ادعا کوي، چې له ایرانه د افغانانو ډله‌ييز اېستل په افغانستان کې هیڅ بشري ناورین نه‌دی رامنځ ته کړی؛ خو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې څېړنې ښيي، چې افغانستان ته راشړل شوي افغانان له ډول، ډول ستونزو سره مخ دي.