د روسیې د امنیت شورا منشي: په افغانستان کې تر ۲۳زره ډېر بهرني ترهګر حضور لري

د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو تر ۲۳زره ډېر جنګیالي حضور لري. سرګي شویګو ویلي، چې دغه وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی.

د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو تر ۲۳زره ډېر جنګیالي حضور لري. سرګي شویګو ویلي، چې دغه وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی.
ښاغلي شویګو دغه څرګندونې په هغه مقاله کې کړې دي، چې په «راسیسکایا ګازیتا» ورځپاڼه کې خپره شوې ده. هغه لیکلي، چې د روسیې د ارزونو له مخې په افغانستان کې شاوخوا شل نړۍوالې ترهګرې ډلې مېشتې دي چې په ټولیز ډول تر ۲۳زرو ډېر وسلهوال جنګیالي لري.
نوموړی زیاتوي: «زموږ تر ټولو ستره اندېښنه د داعش خراسان په اړه ده، چې د افغانستان د ختیځ، شمال او شمالختیځو ولایتونو په روزنیزو کمپونو کې روزل کېږي.»
د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي، چې طالبان تر خپله وسه پورې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او له داعش ډلې سره هم په منظم ډول مبارزه کوي. نوموړي زیاته کړې، که د لوېدیځو هېوادونو لهخوا پر طالبانو بندیزونه نه وای لګول شوي، نو دغه مبارزه به تر دې هم اغېزمنه وای.
هغه وایي: «وضعیت تر پخوا کړکېچن شوی دی؛ ځکه داسې شواهد شته، چې افغانستان ته نور ترهګر جنګیالي هم د تګ په حال کې دي.» شویګو ادعا کړې، داسې اسناد شته چې ښيي د دغه کار تر شا د ځینو لوېدیځو هېوادونو استخباراتي ادارو لاس دی او دغه ادارې هڅه کوي، چې سيمه بېثباته کړي او د روسیې، چین او ایران د ناامنه کولو لپاره په افغانستان کې مرکزونه جوړ کړي.
طالبان په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه متضاد معلومات ورکوي. له یوې خوا وايي، چې داعش په افغانستان کې مات شوي او له منځه تللي؛ خو له بلې خوا بیا وخت ناوخت د داعشو پر ضد د عملیاتو خبره کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په وار، وار په افغانستان کې د داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو حضور تایید کړی؛ خو طالبانو بیا تل دغه راپورونه رد کړي دي.


د ایران د خراسان رضوي والي په یوې مرکه کې ویلي، چې دوی افغانان په ډېر عزت افغانستان ته استولي او په دې کار په افغانستان کې هیڅ بشري ناورین نهدی پېښ شوی؛ خو افغان کډوال او بشري سازمانونه بیا برعکس د سپکاوي خبره کوي.
د خراسان رضوي والي غلامحسین مظفري له اېرنا خبري ازانس سره په مرکه کې وايي:« موږ دا وړاندوینه نه وه کړې، چې د دوغارون له لارې به دومره ډېر افغانان افغانستان ته واستوو. دغې لارې یوازې د ۳۵زرو ظرفیت لاره؛ خو موږ له دې لارې څو برابره ډېر افغانان خپل هېواد ته واستول.»
مظفري ويلي، دوی غوښتل چې د دغه افغانانو انساني کرامت خوندي وساتل شي او همداسې وشول؛ د دوی انساني کرامت ته یې پام کړی او دې کار په افغانستان کې بشري ناورین پېښ نهکړ.
دغه ایرانی چارواکی وايي، چې اوس په ایران کې افغان کډوال کم شوي دي او په ورځ کې له ۶ تر ۷ زره پورې کډوال اېستل کېږي.
خو له ایرانه ستانه شوي افغانان بیا وايي، چې له دوی سره د اېستلو پر مهال زور زیاتی او سپک چلند شوی او شکنجه شوي دي. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډوګانو څخه څرګندېږي، چې قانوني اسناد لرونکي افغانان هم نیول شوي او په زور شړل شوي دي.
«اوا» حقوقي او ټولنیز مشورتي مرکز د یوه څېړنیز راپور له مخې ویلي، چې له ایرانه د افغان کډوالو شړلو پر مهال له هغوی سره ناوړه چلند شوی او ان دا چې مالونه یې ځینې ګرځول شوي دي.
ځينو کډوالو افغانسان انټرنشنل ته ویلي، چې ایراني پولیسو یې پاسپورټونه څيرلي او هغوی یې په سپکاوي او ناوړه چلند راشړلي دي. دغه ډول ځینو مزدورانو ته خپله لاسباړه هم نهده ورکول شوې، ځينې کډوال وېرېدلي او ذهني ناروغۍ ورته پيدا شوې دي.
مظفري ادعا کوي، چې له ایرانه د افغانانو ډلهييز اېستل په افغانستان کې هیڅ بشري ناورین نهدی رامنځ ته کړی؛ خو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې څېړنې ښيي، چې افغانستان ته راشړل شوي افغانان له ډول، ډول ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په خپرې شوې مقاله کې راغلي، چې افغانستان د لویو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په درشل کې دی او طالبان په کور دننه او بهر له جدي ننګونو سره مخامخ دي. په دغه مقاله کې خبرداری ورکړل شوی، چې «لوی بدلونونه» راتلونکي دي.
د انعامالحق په نوم د پاکستان یو پخوانی او متقاعد جنرال پنجشنبه (د وږي ۶مه) د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې له لارې په خپره شوې مقاله کې زیاته کړې، چې په کندهار کې د اېډیالوژیکي بهیر او په سوېل ختیځو سیمو کې د حقاني شبکې تر اغېز لاندې ډلو ترمنځ اختلافات له پاکستان سره اړیکو، ټيټيپي، اقتصاد او د نجونو د زدهکړې په څېر موضوعاتو باندې سیوری غوړولی دی.
د هغه په اند، د نړۍوالو لهخوا په رسمیت نهپېژندل، ډېپلوماټیکه انزوا او له نړۍوال بانکي سېسټم څخه لرېوالی د افغانستان اقتصاد د سقوط تر څنډې رسولی دی. له ایران او پاکستانه د کډوالو د ستنېدو څپه هم پر اداري نظام دوه برابره فشار اچولی دی. پاکستانی جنرال وايي، چې طالبان د دغه نوې ستونزو د حل لپاره لازم چمتووالی نهلري.
انعامالحق ادعا کړې، چې د طالبانو په لیکو کې اداري فساد ورځ تر بلې ډېرېږي. هغه وايي، چې دغه کار د دغې ډلې د مرستیالانو د ټاکلو پر سر په وزارتونو کې د موازي جوړښتونو رامنځته کېدو لامل شوی دی. ورته مهال، د مالیاتو او داخلي عوایدو څخه راټولې شوې پیسې د خلکو او په ځانګړې توګه د راستنېدونکو کډوالو اړتیاوې نهشي پوره کولای.
پاکستاني طالبان یا ټيټيپي اوس د افغانستان او سیمې لپاره پر یوه جدي ګواښ بدل شوي دي. سره له دې چې طالبانو د یادې ډلې د کورنیو لپاره د افغانستان شمال ته د لېږد زمینه برابره کړې؛ خو د دغې ډلې نفوذ لا هم په کونړ، پکتیا او د ډیورنډ په کرښه په پرتو سیمو کې پاتې دی. د لیکوال په اند، طالبان د ټيټيپي مهار لپاره لازم پوځي وس نهلري او کېدای شي دغه موضوع په راتلونکي کې پر یوه ستر امنیتي ناورین واوړي.
یاد پاکستانی جنرال لیکي، چې د داعش-خراسان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر وسلهوالو ډلو د طالبانو لپاره نوې امنیتي ننګونې رامنځته کړې دي. هغه زیاتوي، چین له کابل نه غوښتي چې د افغانستان په خاوره کې د فعالیت کوونکو اویغور ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي. سربېره پردې چین د کانونو په برخه کې د همکارۍ د ګړندۍ کولو او د یو کمربند یوې لارې له نوښت سره د افغانستان د نښلېدو غوښتنه هم کړې ده.
د پاکستان یاد متقاعد جنرال دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې همدا وړمه شپه دغه هېواد د افغانستان خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونه بمبار کړل. تر شاوخوا ۲۴ساعتونو وروسته د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړ، چې د پاکستان دا کار به ښې پایلې ونهلري.

د کډوالۍ چارو یو ایرانی شنونکی وايي، د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ کلتوري، ژبني او مذهبي نږدېوالي په ایران کې د افغان کډوالو لپاره دا اسانه کړې چې له کوربه ټولنې سره ډېر په اسانه مدغم شي او په ورته وخت کې خپل هویت هم ساتي.
محمدرضا بختور پرون (پنجشنبه، د وږي ۶مه) په یوه علمي غونډه کې زیاته کړې، چې د کډوالو هویت په مذهب، کلتور، ژبې او همداراز د کوربه هېواد شرایطو پورې اړه لري. هغه وویل: «د احصایو لهمخې؛ شاوخوا ۷۰۰زره افغان کډوال چې عمرونه یې له ۲۰ کلونو پورته دي په ایران کې ژوند کوي او ډېری یې د تهران، مشهد او اصفهان په ښارونو کې مېشت دي.»
د هغه په وینا؛ ۵۱سلنه کډوال ډېر دودیز دي، ۴۴ سلنه یې په منځنۍ کچه دودیز دي او یوازې ۵ سلنه یې ډېر دودیز نهدي. نوموړی وايي، دغه شمېر هغه کډوال دي چې په ایران کې زېږیدلي یا لوی شوي دي او دا ښیي چې کډوالو خپل کلتوري ارزښتونه ان په وروستیو نسلونو کې هم ساتلي دي.
د اېراف خبري اژانس د راپور لهمخې؛ هغه همداراز ټینګار کړی چې له ۷۶ سلنې ډېر کډوال د ساینس او ټېکنالوژۍ په اړه مثبت نظر لري او له ۷۹ سلنې ډېر یې نړۍوالو ارزښتونو ته ژمن دي.
ورته مهال په دغه ناسته کې د یوه ایراني پوهنتون استاد سیدعسکر موسوي ویلي: «د ښاغلي بختور څېړنې علمي او د ټولنیزو واقعیتونو پر بنسټ ولاړې دي. په ایران کې د افغان کډوالو ټولنه باید د یوې جدي څېړنې وړ ټولنې په توګه پام کې ونیول شي.»
هغه زیاته کړې، د کډوالو د وضعیت د ښه پېژندلو لپاره اړینه ده چې کوربه ټولنه یعنې ایرانیان هم وڅېړل شي؛ څو تحلیلونه بشپړ او واقعي اوسي.
د افغان کډوالو په تړاو دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ایران په دې وروستیو کې له دغه هېواده د هغوی جبري اېستلو ته زور ورکړی دی. همدا تېره اوونۍ په زرګونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د برېتانیا د ښي اړخي ګوند مشر نایجل فراج وايي، که په ټاکنو کې بریالی شي؛ نو له برېټانیا څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه به له طالبانو سره هوکړه وکړي. فراج له برېټانیا څخه د ۶۰۰زره کډوالو د اېستلو پلان چمتو کړی دی.
هغه د سېشنبې په ورځ وویل، چمتو دی د طالبانو په څېر رژيمونو ته پیسې ورکړي؛ څو د اېستل شویو کډوالو منلو ته غاړه کېږدي. د ټېلګراف په نظرپوښتنه کې له ۲۸زره ډېرو ګډونوالو څخه ۷۰سلنه یې د دغه پلان ملاتړ کړی دی.
د دغه پلان ملاتړ کوونکي استدلال کوي، چې برېټانیا د نړۍ ټولې ستونزې نهشي حل کولی.
د نظرپوښتنې په حواله ځينو خلکو ویلي، د دغه مرستو پيسې دې د هغو هېوادونو د فشار لپاره ولګول شي چې خپل خلک بېرته ومني. په نظرپوښتنه کې ځینو خلکو منلې، چې «ښايي له افغانستان سره دغه مرستې د خلکو د ځپلو لپاره وکارول شي؛ خو دا زموږ ستونزه نهده.»
په نظر پوښتنه کې د جرمني بېلګه یاده شوې ده؛ جرمني د جولای په میاشت کې له طالبانو سره نامستقیمه هوکړه وکړه او په لومړۍ الوتنه کې یې افغانستان ته ۸۱ افغانان واستول.
خو مخالفو نظر لرونکو بیا د طالبانو له سختدریځه چلند سره د همکارۍ پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی دی. کارولین ټېلر د ښځو او نجونو بېرته لېږدول له شرمه ډک کار بولي. هغه وايي، چې دا پلان له اخلاقي پلوه ویجاړوونکی دی.
کاترینا کورتیزي زیاتوي، طالبان به له دې تړون څخه د پيسو ترلاسه کولو ناوړه ګټه واخلي. نور لوستونکي بیا اندېښمن وو، چې عیسویت ته اوښتي افغانان به تر شړلو وروسته شکنجه او ووژل شي.
په دې نظر پوښتنه کې مایک ماچین ویلي، چې د طالبانو مالي ملاتړ په حقیقت کې د ترهګرۍ مالي ملاتړ دی.

شنونکي وايي، د افغانستان په تړاو د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو وروستۍ غونډه چې د ۲۰۲۵ کال (د اګسټ په ۲۶مه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوه، د افغانستان پر وړاندې د دغه هېوادونو په ګډ دریځ کې د بدلون نښه ده.
د شنونکو په وینا؛ د ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان ترمنځ د «اړیکې ډلې» رامنځتهکول د سیمهییزې همغږۍ په لور یو مهم ګام دی؛ ځکه چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان ټیکاو د سوېلي اسیا بازارونو ته د لاسرسي او د لویو ټرانزیټي او اقتصادي پروژو پلي کولو لپاره کلیدي ګڼي.
دې ټولو سره-سره جدي ننګونې لا هم په خپل ځای پاتې دي. د «سپېشلسټ ایرواسیا» وېبپاڼې د څېړنیزې مقالې لیکوال وايي، چې د ترهګرۍ ګواښ، د داعش–خراسان فعالیتونو، د نشهيي توکو قاچاق او په کابل کې کمزورې حکومتولۍ پر طالبانو د سیمې باور کم کړی دی. له همدې امله افغانستان لا هم د یوه باوري اقتصادي شریک په توګه نه ګڼل کېږي.
د دغه مقالې لیکوال په اند، که څه هم طالبان هڅه کوي د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره خپلې اړيکې پراخې کړي او ځان له انزوا وباسي؛ خو کمزوري سياسي جوړښت او پر زور تکيه يې د ژمنو د پلي کولو وس محدود کړی دی.
تحلیلونه ښیي، چې د ورته غونډو او راتلونکي اقتصادي همکارۍ بریالیتوب په افغانستان کې د تلپاتې ثبات او د سیمې د هیوادونو جدي سیاسي ژمنې پورې اړه لري. د «سپېشلسټ ایرواسیا» وېبپاڼې لیکوال جولیانو بیفولچي وايي، له یوه باثباته افغانستان پرته، د منځنۍ اسیا د یوریشیا د نښلوونکي مرکز کېدو خوب به ناشونی وي.
د یادونې ده، چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړي استازي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې سره راټول شوي وو او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړې وې. د دغې ناستې ګډونوالو د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې «تماس ډلې» د جوړېدو پر اړتیا هم ټینګار کړی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ځانګړو استازو په وینا دغه ډله کولای شي د یوه خپلواک سیمهییز چوکاټ په توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ترمنځ د منظمې همغږۍ او خبرواترو زمینه برابره کړي.