• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له برېټانیا د کډوالو د اېستلو په اړه د فراج طرحه؛ د طرحې له مخې به ۶۰۰زره کډوال و اېستل شي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۱۴ GMT+۱

د برېتانیا د ښي اړخي ګوند مشر نایجل فراج وايي، که په ټاکنو کې بریالی شي؛ نو له برېټانیا څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه به له طالبانو سره هوکړه وکړي. فراج له برېټانیا څخه د ۶۰۰زره کډوالو د اېستلو پلان چمتو کړی دی.

هغه د سې‌شنبې په ورځ وویل، چمتو دی د طالبانو په څېر رژيمونو ته پیسې ورکړي؛ څو د اېستل شویو کډوالو منلو ته غاړه کېږدي. د ټېلګراف په نظرپوښتنه کې له ۲۸زره ډېرو ګډونوالو څخه ۷۰سلنه یې د دغه پلان ملاتړ کړی دی.

د دغه پلان ملاتړ کوونکي استدلال کوي، چې برېټانیا د نړۍ ټولې ستونزې نه‌شي حل کولی.

د نظرپوښتنې په حواله ځينو خلکو ویلي، د دغه مرستو پيسې دې د هغو هېوادونو د فشار لپاره ولګول شي چې خپل خلک بېرته ومني. په نظرپوښتنه کې ځینو خلکو منلې، چې «ښايي له افغانستان سره دغه مرستې د خلکو د ځپلو لپاره وکارول شي؛ خو دا زموږ ستونزه نه‌ده.»

په نظر پوښتنه کې د جرمني بېلګه یاده شوې ده؛ جرمني د جولای په میاشت کې له طالبانو سره نامستقیمه هوکړه وکړه او په لومړۍ الوتنه کې یې افغانستان ته ۸۱ افغانان واستول.

خو مخالفو نظر لرونکو بیا د طالبانو له سختدریځه چلند سره د همکارۍ پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی دی. کارولین ټېلر د ښځو او نجونو بېرته لېږدول له شرمه ډک کار بولي. هغه وايي، چې دا پلان له اخلاقي پلوه ویجاړوونکی دی.

کاترینا کورتیزي زیاتوي، طالبان به له دې تړون څخه د پيسو ترلاسه کولو ناوړه ګټه واخلي. نور لوستونکي بیا اندېښمن وو، چې عیسویت ته اوښتي افغانان به تر شړلو وروسته شکنجه او ووژل شي.

په دې نظر پوښتنه کې مایک ماچین ویلي، چې د طالبانو مالي ملاتړ په حقیقت کې د ترهګرۍ مالي ملاتړ دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو د غونډې اهمیت؛ ټیکاو د اقتصادي همکارۍ اصلي شرط دی

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۱ GMT+۱

شنونکي وايي، د افغانستان په تړاو د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو وروستۍ غونډه چې د ۲۰۲۵ کال (د اګسټ په ۲۶مه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوه، د افغانستان پر وړاندې د دغه هېوادونو په ګډ دریځ کې د بدلون نښه ده.

د شنونکو په وینا؛ د ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان ترمنځ د «اړیکې ډلې» رامنځته‌کول د سیمه‌ییزې همغږۍ په لور یو مهم ګام دی؛ ځکه چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان ټیکاو د سوېلي اسیا بازارونو ته د لاس‌رسي او د لویو ټرانزیټي او اقتصادي پروژو پلي کولو لپاره کلیدي ګڼي.

دې ټولو سره-سره جدي ننګونې لا هم په خپل ځای پاتې دي. د «سپېشلسټ ایرواسیا» وېب‌پاڼې د څېړنیزې مقالې لیکوال وايي، چې د ترهګرۍ ګواښ، د داعش–خراسان فعالیتونو، د نشه‌يي توکو قاچاق او په کابل کې کمزورې حکومتولۍ پر طالبانو د سیمې باور کم کړی دی. له همدې امله افغانستان لا هم د یوه باوري اقتصادي شریک په توګه نه ګڼل کېږي.

د دغه مقالې لیکوال په اند، که څه هم طالبان هڅه کوي د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره خپلې اړيکې پراخې کړي او ځان له انزوا وباسي؛ خو کمزوري سياسي جوړښت او پر زور تکيه يې د ژمنو د پلي کولو وس محدود کړی دی.

تحلیلونه ښیي، چې د ورته غونډو او راتلونکي اقتصادي همکارۍ بریالیتوب په افغانستان کې د تلپاتې ثبات او د سیمې د هیوادونو جدي سیاسي ژمنې پورې اړه لري. د «سپېشلسټ ایرواسیا» وېب‌پاڼې لیکوال جولیانو بیفولچي وايي، له یوه باثباته افغانستان پرته، د منځنۍ اسیا د یوریشیا د نښلوونکي مرکز کېدو خوب به ناشونی وي.

د یادونې ده، چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړي استازي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې سره راټول شوي وو او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړې وې. د دغې ناستې ګډونوالو د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې «تماس ډلې» د جوړېدو پر اړتیا هم ټینګار کړی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ځانګړو استازو په وینا دغه ډله کولای شي د یوه خپلواک سیمه‌ییز چوکاټ په توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ترمنځ د منظمې همغږۍ او خبرواترو زمینه برابره کړي.

په بدخشان کې د کښتۍ ډوبېدو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۱

په بدخشان ولایت کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د پنج‌شنبې په ورځ د یفتل ولسوالۍ په «دره راست» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د یفتل ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان سراج‌الدین متوکل په وینا؛ تر اوسه پورې د یو قرباني مړی له اوبو اېستل شوی او د دوو نورو مړو د لټون هڅې روانې دي.

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له‌مخې؛ د هایلکس موټر سپرلۍ پلان لاره، چې د کښتۍ په مرسته له سیند نه واوړي؛ خو د کښتۍ کېبل د سیند په منځ کې پرې شوی او کښتۍ ډوبه شوې ده.

بدخشان ولایت وخت ناوخت د دغه ډول پېښو شاهد وي. خرابې لارې او د معیاري سړکونو نشتوالی په ځینو سیمو کې خلک دې ته اړ باسي، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له کښتیو استفاده وکړي.

د امو نفتي حوزې د استخراج هوکړې له لغوه کېدو وروسته طالبانو چینایي کارکوونکي نیولي دي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۲:۰۴ GMT+۱

د امریکا ملي راډيو راپور ورکړی، چې د طالبانو او یوې چینايي کمپنۍ تر منځ د امو نفتي حوزې د نفت او ګازو د هوکړې له لغوه کېدو وروسته طالبانو نفتي څاګانې ولکه کړي او چینايي کارکوونکي یې له سیمې اېستلي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو د یادې کمپنۍ ۱۲ کارکوونکي هم نیولي دي.

په یادې چینايي کمپنۍ کې یوې سرچینې ویلي، د روان کال په جون میاشت کې وسله وال طالبان نفتي څاګانو ته ورغلي او پکې پر کار بوخت کارکوونکي له ساحې اېستلي دي.

سرچینه زیاتوي، طالبانو له هغې وروسته بیا په کابل کې ۱۲ چینايي کارکوونکي نیولي او د دوئ پاسپورټونه یې هم مصادره کړي دي.

د سرچینې په وینا، له دغې پېښې وروسته ۸ برمته شوي کسان چین ته د تګ اجازه ترلاسه کړه، خو لا هم پاتې ۴ کارکوونکي په کابل کې دي او د خوشې کېدو نېټه یې مشخصه نه ده. ۸ خوشې شويو چینايي کارکوونکو هم کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر له وروستي سفر سره هم مهاله بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه ترلاسه کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ادعا کړې، چې یادې چینايي کمپنۍ پر خپلو کړو مالي ژمنو عمل نه دی او همداراز یې د امتیاز حق پر وخت نه دی ورکړی نو له امله یې له یاد چینايي شرکت سره هوکړه لغوه شوې، خو د «اف چین» کمپنۍ کارکونکي بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو په پټه پر دوی داسې سند لاسلیک کړی چې وښيي دغه هوکړه د چینايي کمپنۍ په خوښه فسخه شوې او طالبانو د دوی د دغه کار په بدل کې ژمنه کړې وه، چې په کابل کې د یادې کمپنۍ بانکي حسابونه چې میلیونونه ډالره ارزښت لري او ضبط شوي پاسپورټونه یې ازادوي.

یوه طالب چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط د یادې چینايي کمپنۍ د کارکوونکو د پاسپورټونو د ضبطېدو پخلی کړی خو د کارکوونکو نیول کېدل یې رد کړي دي. خو بیا هم په یادې کمپنۍ کې سرچینو د امریکا ملي راډیو ته ویلي، کارکوونکي یې لا هم له طالبانو سره د برمته شویو کسانو په څېر بندیان دي.

د چینايي کمپنۍ کارکوونکو د امریکا له ملي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړې، دغه پانګونې یې یوازې د ګټې وټې لپاره نه وې، بلکې غوښتل یې د افغانستان له پرمختګ سره مرسته وکړي او همداراز د دغه هېواد او د سینکیانګ سیمې ثبات خوندي کړي.

د دوی په وینا، د امو نفتي حوزې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او ورسره طالبانو ته هم میلیونونه ډالره ګټه رسېده خو دغه ډله پر دې قانع نشوه. یوه له دغو کارکوونکو ویلي، «طالبان د دواړو خواو د ګټو لپاره ذهنیت نه لري، دوی د شوکماروانو په څېر فکر لري، هر څه د خپلو ځانونو لپاره غواړي.»

په واشنګټن کې د چین سفارت بیا ویلي، د دغې موضوع په تړاو معلومات نه لري خو بیا هم له چین څخه بهر یې د خپلو هېوادوالو پر خوندینې ټينګار کړی دی.

له دې سره سم، په کاناډا او فرانسې کې د افغانستان پخواني سفیر عمر صمد خبرداری ورکړی، چې د دغې پروژې د ناسم مدیریت له امله به د چین او افغانستان اړیکې له ګواښ سره مخ شي.

د امو نفتي حوزې د نفت او ګازو د استخراج هوکړه د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د طالبانو او د «اف چین» کمپنۍ تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوه. د دغې هوکړې پربنسټ، یادې کمپنۍ ژمنه کړې وه چې په لومړیو درېیو کلونو کې به د ۵۴۰ میلیونه ډالر په ارزښت پانګونه کوي او یوازې په لومړي کال کې به ۱۵۰ میلیونه ډالره طالبانو ته ورکوي.

دغه نفتي حوزه د ۴۵۰۰ کیلومتر مربع په مساحت سره د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو په ساحو کې پرته ده. د دغې حوزې ظرفیت شاوخوا ۸۷ میلیونه بشکې اټکل شوی دی.

له دغو ژمنو سره سره یاده پروژه د ۲۵ کلونو پر ځای په دوه نیمو کلونو کې له ماتې سره مخ شوه او دواړه لوري یو بل ملامتوي. له دې سربېره د مس عینک په ګډون د چیناييانو یو شمېر نور پروژې چې کلونه پرې تېر شوي لا هم نه دي عملي شوې.

بشري حقونو سازمان: ایران یو بل افغان وګړې هم اعدام کړ

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۹ GMT+۱

د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» وایي،چې د ایران په قزل‌حصار زندان کې یو بل افغان وګړی هم اعدام شوی دی. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، یاد کس «احمد یوسفي» نومېده چې د چارشنبې په ورځ په البرز ولایت کې د «قزل حصار کرج»په زندان کې اعدام شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د یوسفي ترڅنګ درې نور بندیان هم په همدې ورځ اعدام شوي دي، چې دوه یې د ایران کرد وګړي وو.

د «هه‌نګاو»د سرچینو په وینا، احمد یوسفي د «تېري» په تور محکوم شوی و، خو دا لا روښانه نه ده چې هغه ته د محکمې پر مهال د وکیل د دفاع حق ورکړل شوی و او که نه.

تر اوسه د ایران حکومت د دغه افغان وګړي د اعدام په اړه هېڅ څرګندونې نه دي کړي.

«هه‌نګاو»د نورو اعدام شوو کسانو نومونه هم خپاره کړي، چې فریدون محمدي، حسام محمدي او حسین بیاباني دي. هغوی د نشه‌يي موادو او وژنې په تورونو محکوم شوي وو.

د ۱۴۰۳کال د عقرب په میاشت کې د ایران د بشري حقونو سازمان اعلان کړی و چې په ایران کې د افغان وګړو د اعدامونو کچه له هغه وروسته لوړه شوې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي.

یوازې د ۲۰۲۴کال په اوږدو کې، د ایران حکومت لږ تر لږه ۸۰افغان وګړي اعدام کړي دي. دا شمېر د ۲۰۲۳کال په پرتله درې برابره ډېر ښودل شوی دی.

طالبان: د اقلیمي بدلون زیان یوازې ولس ته رسېږي او نړۍ باید دغه موضوع سیاسي نه کړي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال د «کاپ-۳۰» نړۍ وال کنفرانس لپاره د افغانستان د چمتووالي په درېیمه مشورتي غونډه کې چې د ۵شنبې په ورځ (د وږي ۶مه) د «ORD» موسسې په همکارۍ جوړه شوې وه، وویل،د اقلیمي بدلون زیان یوازې ولسونو ته رسیږي او نړۍوال باید دغه موضوع سیاسي نه کړي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي مرستیال زین العابدین عابد په دې مشورتي غونډه کې وویل، افغانستان په داسې حال کې چې د اقلیم په بدلون کې هېڅ ونډه نه لري خو تر ټولو ډېر زیانمن دی او زیاته کړه، «د اقلیمي بدلون زیان یوازې ولسونو ته رسیږي او نړۍوال باید د دې موضوع د سیاسي کېدو پر ځای د تعامل لار غوره کړي.»

نوموړي همداراز له نړۍوالو وغوښتل چې افغانستان ته د «کاپ-۳۰» په نړۍوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړي او همداراز یې د مؤسسو له استازو وغوښتل هر څوک چې د افغانستان په استازیتوب په نړۍوالو غونډو کې ګډون کوي، باید د افغانانو ستونزې تر نړۍوالو ورسوي.

100%

ویل کېږي په دې مشورتي غونډه کې له طالبانو سربېره د ځینو نړۍوالو موسسو استازو، متخصصینو او د پوهنتون استادانو په حضوري او انلاین بڼه ګډون درلود.