د شنونکو په وینا؛ د ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان ترمنځ د «اړیکې ډلې» رامنځتهکول د سیمهییزې همغږۍ په لور یو مهم ګام دی؛ ځکه چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان ټیکاو د سوېلي اسیا بازارونو ته د لاسرسي او د لویو ټرانزیټي او اقتصادي پروژو پلي کولو لپاره کلیدي ګڼي.
دې ټولو سره-سره جدي ننګونې لا هم په خپل ځای پاتې دي. د «سپېشلسټ ایرواسیا» وېبپاڼې د څېړنیزې مقالې لیکوال وايي، چې د ترهګرۍ ګواښ، د داعش–خراسان فعالیتونو، د نشهيي توکو قاچاق او په کابل کې کمزورې حکومتولۍ پر طالبانو د سیمې باور کم کړی دی. له همدې امله افغانستان لا هم د یوه باوري اقتصادي شریک په توګه نه ګڼل کېږي.
د دغه مقالې لیکوال په اند، که څه هم طالبان هڅه کوي د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره خپلې اړيکې پراخې کړي او ځان له انزوا وباسي؛ خو کمزوري سياسي جوړښت او پر زور تکيه يې د ژمنو د پلي کولو وس محدود کړی دی.
تحلیلونه ښیي، چې د ورته غونډو او راتلونکي اقتصادي همکارۍ بریالیتوب په افغانستان کې د تلپاتې ثبات او د سیمې د هیوادونو جدي سیاسي ژمنې پورې اړه لري. د «سپېشلسټ ایرواسیا» وېبپاڼې لیکوال جولیانو بیفولچي وايي، له یوه باثباته افغانستان پرته، د منځنۍ اسیا د یوریشیا د نښلوونکي مرکز کېدو خوب به ناشونی وي.
د یادونې ده، چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړي استازي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې سره راټول شوي وو او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړې وې. د دغې ناستې ګډونوالو د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې «تماس ډلې» د جوړېدو پر اړتیا هم ټینګار کړی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ځانګړو استازو په وینا دغه ډله کولای شي د یوه خپلواک سیمهییز چوکاټ په توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ترمنځ د منظمې همغږۍ او خبرواترو زمینه برابره کړي.