د ټکزاس له مرګونو سېلابونو وروسته لاهم تر ۱۶۰ ډېر کسان تري تم دي

د ټکزاس والي ګرېګ اېبټ وایي، چې په دغه ایالت کې له ویجاړونکو سېلابونو وروسته لاهم تر ۱۶۰ ډېر کسان تري تم دي. د ټکزاس په سېلابونو کې تر دې دمه ۱۰۹ کسان مړه شوي دي.