د برېښنا شرکت: د نغلو د لمریزې برېښنا د تولید پروژې کار پای ته نږدې دی

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت وایي چې د نغلو د لمریزې برېښنا د تولید پروژې کار، چې ۲۲،۷۵ میګاواټه ظرفیت لري، نږدې پای ته رسېدلی دی. یاده لمریزه پروژه به پر چاپیریال ساتنې سربېره نژدې ۲۳زره کورنیو ته برېښنا برابره کړي.