د خېبرپښتونخوا په بنو کې د حافظ ګل‌بهادر ډلې درې غړي وژل شوي

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې (سي‌ټي‌ډي) اعلان کړی، چې د خیبرپښتونخوا په بنو ښار کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د حافظ ګل‌بهادر وسله‌والې ډلې اړوند درې کسان وژل شوي دي. د دې کسانو نومونه مدثر، تراب او محمدحسین یاد شوي او ویل شوي چې تر څارنې لاندې وو.