اسما (مستعار نوم) وویل: «زه له خپل لالا سره د کور پر لور روانه وم، چې ناڅاپه له شا راباندې ټوپ شو. له لاسونو یې کلکه ونیولم. چیغه مې کړه. کله چې مې شاته وکتل، دوه ښځینه پولیسانې وې او راته یې ویل، چې موټر ته وخېژه. ما او لالا مې ډېر مقاومت وکړ؛ خو لالا مې یې وواهه او زه یې ترې په زوره د امر بالمعروف ریاست ته بوتلم.»
نوموړې زیاته کړې، چې تر نیولکېدو او د امربالمعروف ریاست تر وړلو وروسته یې هلته شاوخوا ۵۰ نورې ښځې هم وې. هغې وویل: «کله یې چې زه بوتلم هلته شاوخوا ۵۰ نورې ښځې هم وې او ټول د همدې تور له امله نیولشوې وې، چې ګواکې بېحجابه دي.»
په داسې حال چې دا ځوانه ښځه وايي، بشپړ او سم اسلامي حجاب یې اغوستی و؛ خو د امربالمعروف غړو ورته ویلي، چې لباس یې «نامناسب او غیرشرعي» دی. هغه وايي: «موږ ته یې ویل، حجاب مو نه دی مراعت کړی او ځکه مو دلته راوستئ چې دا تاسې او نورو ښځو ته یو درس شي.»
د هغې په وینا؛ دا ټولې لسګونه ځوانې ښځې د طالبانو د امربالمعروف په ریاست کې تر څېړنو وروسته د یادې ډلې امنیه قومندانۍ ته یووړل شوې. اسما زیاته کړه: «هلته مو شپه هم تېره کړه. یوې خواوې ته هم نهپرېښودل کېدو، ډېر سخت او وېروونکی حالت و.»
نوموړې وايي، د سبا پر سهار د ډېریو نجونو او ښځو کورنیو ته زنګ وهل شوی، خطونه (تضمینونه) ترې اخیستل شوي او تر یوه جنجالي وضعیت وروسته خوشې شوې دي. اسما د نورو جزییاتو له شریکولو ډډه وکړه.
د دې ټولو سره-سره تېره اوونۍ د چنګاښ پر ۲۷مه د طالبانو د امربالمعروف وزارت هغه راپورونه بېبنسټه ګڼلي وو، چې ګواکې د کابل د شهر نو په ګډون د هېواد د پلازمېنې په ځینو سیمو کې د «بېحجابۍ» په تړاو یو شمېر ښځې نیول شوې وې.
د یادونې ده، چې په کابل ښار کې د طالبانو د ايډیالوژۍ لهمخې د «بېحجابۍ او غیرشرعي لباس» په تور د ښځو او نجونو د نیولکېدو پېښې لومړنۍ نه دي؛ بلکې تر دې مخکې هم افغان نجونې او ښځې په دغه تور نیول شوې وې.
د طالبانو د دغو کړنو له امله ګڼو نړۍوالو بنسټونو اندېښنه ښودلې ده. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د طالبانو لهخوا د ځوانو ښځو او نجونو د نیولو په تړاو د اندېښنې شریکولو ترڅنګ زیاته کړې: «دا پېښې د ښځو او نجونو د لا منزويکېدو لامل کېږي، د وېرې فضا رامنځته کوي او د خلکو باور لهمنځه وړي.»
یادښت: دغه راپور د طالبانو د امربالمعروف لهخوا د نیول شوې ښځې د عیني روایت لهمخې لیکل شوی او هڅه شوې، چې په ژورنالیستيکه بڼه د پېښې انساني بُعد او حقایق وړاندې شي.