دغه نړیوال نوښت چې د «لبلب اېای» او «ریز سمیټ» پلاټفارمونو لخوا تنظیم شوی و، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ۶۲۴۶ تنه ګډونوال، چې ۹۰۰ ډلېیې درلودې.
احمد ضیا او احمد ضمیر له درېیو نورو همکارانو سره د «ساینبریج» (SignBridge) تر نامه لاندې پروژه وړاندې کړه، چې دا پروژه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته، غږیزې ویناګانې بېدرنګه ژبنیو اشارو ته اړوي.
یاد سافټویر دا وړتیا لري چې له انټرنټ پرته هم کار وکړي، تر څو د کاروونکو د محرمیت خوندیتوب تضمین شي او هم اسانه لاسرسی ورته ممکن شي. سربېره پر دې، د کیفیت لوړولو لپاره دا ځانګړتیا هم لري چې که اړتیا وي، انټرنټ ته وصل شي.
د ساینبریج پروژه کڼو او کم غږ اورېدونکو کسانو ته دا زمینه برابروي چې غږیزه محتوا په لحظهای ډول درک کړي او له ټولنیزو خبرو اترو سره یو ځای شي. دا نوښت د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د ټولنیز شمولیت یوه ژوندۍ بېلګه ده.
په دې نړیواله سیالۍ کې، چې موخه یې د واقعي ټولنیزو ستونزو لپاره د نوښتګرو حللارو موندل و، پروژې د خلاقیت، تخنیکي اجرا، ټولنیز اغېز، بازارموندنې وړتیا او د وړاندې کولو کیفیت پر اساس ارزول شوې.
د ارزونې ډله له نړیوالو متخصصینو جوړه وه، او آن د «ایکساېای» د ایلان ماسک اړوند شرکتاستازي هم په کې ګډونوال وو.
دغه بریا د هغو زرګونو افغان کډوالو د نوښتونو تسلسل دی، چې له خپلې خاوري لرې، خو د خپل ملت نوم ژوندی ساتي. داسې وخت کې چې افغانستان د طالبانو تر حاکمیت لاندې، د علمي پرمختګ له جدي خنډونو سره مخ دی، دا بریا د هېواد د ځوان نسل ظرفیتونه او استعدادونه نړۍ ته ورپېژني.