• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شپږیزه کرېکټ لیګ؛ له یوې ورځنۍ دمې وروسته نن دوه لوبې کېږي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۹ GMT+۱

د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو پر دوام؛ نن به د دغه سیالیو لومړۍ لوبه د بُست ساتونکو او د بند امیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ او دویمه لوبه به له غرمې وروسته د امو نهنګانو او سپین غر پړانګانو ترمنځ وشي.

د مس عینک اتلانو او امو نهنګانو لوبډلې په ۴ بریاوو او ۸ نمرو سره د دغه سیالیو د جدول په سر کې ځای لري.

د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د تېرې چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې او د اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

په دغه سیالیو کې د افغانستان له ټولو زونونو پنځه لوبډلې سپین‌غر، امو، بند امیر، بُست او مس عینک برخه لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې په دغه لیګ کې څه باندې ۹۰ لوبغاړو ته په پنځو لوبډلو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.

د شپږیزه کرېکټ لیګ په لسم پړاو سیالیو کې د ځوانو لوبغاړو ترڅنګ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ ملي لوبغاړي محمد نبي له راستنو شویو افغانانو سره یو میلیون افغانۍ مرسته وکړه

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي محمد نبي له ایران نه هېواد ته له را ستنو شویو افغانانو سره چې دمګړۍ د کابل د کډوالو په پنډغالي کې مېشت دي، د یو میلیون افغانیو نغدي مرسته وکړه. نوموړي ویلي، چې دغه وضعیت ښه درک کوي ځکه دا حالت پرې د مهاجرت پر مهال تېر شوی دی.

د کرېکټ د دغه ستوري په وینا، دغه پیسې د محمد نبي خیریه بنسټ له لوري راټولې شوې وې او نن یې پر راستنو شویو کسانو وېشي.

محمد نبي همداراز له ملي او نړۍوالو خیریه بنسټونو وغوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د دغو راستنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړي.

د راپورونو له مخې، له ایران نه د را اېستل شویو افغانانو ژوند ډېر سخت دی او د بشري نړۍوالو بنسټونو چارواکو هم ویلي چې د بودجې د کمښت له امله نشي کولی د ټولو راستنو شویو کډوالو لاسنیوی وکړي.

د کرېکټ اسیایي جام؛ افغانستان د سپټمبر پر ۹مه خپله لومړنۍ لوبه کوي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۴۰ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې د کرېکټ اسیايي جام مهال‌وېش اعلان شوی او افغان لوبډله به د سپټمبر پر ۹مه نېټه د هانګ‌کانګ پر وړاندې لومړنۍ لوبه وکړي. دغه اتلولي په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

د دې سیالیو په لومړي پړاو کې د هانګ‌کانګ تر څنګ افغانستان له بنګله‌دېش او سرېلانکا سره هم مخ‌کېدونکی دی. د پاکستان او هند سربېره د یو شمېر نورو اسیایي هېوادونو لوبډلې هم په دې لوبو کې شاملې دي.

په شپږیزه کرېکټ لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۸ GMT+۱

د شپږیزه کرېکټ لیګ په لسم پړاو سیالیو کې نن دوه لوبې کېږي. لومړی لوبه د بُست ساتونکو او د مس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ کېږي چې دا مهال د کابل په نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې ده.

د لوبې پچه د بُست ساتونکو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

دویمه لوبه نن شنبه (زمري ۴مه) له غرمې وروسته د امو نهنګان او د سپین غر پړانګانو ترمنځ کېږي.

د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د تېرې چنګاښ میاشتې په ورستیو کې د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې او د اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې د افغانستان له ټولو زونونو پنځو لوبډلې سپین‌غر، امو، بند امیر، بُست او مس عینک برخه لري.

فیفا د جلا وطنه افغان ښځینه لوبډلې لپاره روزونکې وګومارله

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د سکاټلنډ پخوانۍ نړیواله لوبغاړې او روزونکې پاولین هامل یې د افغان ښځینه کډوالو لوبډلې لومړنۍ روزونکې ټاکلې ده. هامل د سکاټلنډ لپاره ۱۴۱ نړیوالې لوبې کړي او د دغه هېواد د ۱۷ او ۱۹ کلنو ښځینه لوبډلو روزونکې پاتې شوې ده.

فیفا ویلي، هامل به اوس د استعداد پېژندنې د درې روزنیزو کمپونو برخه وي، تر څو د نړیوالو دوستانه سیالیو لپاره یو پاوړې لوبډله جوړه کړې.

پاولین هامل ویلي:« دا یو بېساری کار دی، دا د یوه عادي روزنیز مقام نه ډېر پراخ مفهوم لري. هره لوبغاړې له ځان سره یوه کیسه لري او دا ډېره مهمه ده، چې دوی ته وښیو چې لا هم خپلې هیلې او ارمانونه څارلی شي.»

نوموړې زیاته کړه:«هغوی له خپل هېواد څخه وتلي، د کډوالۍ ژوند یې تېر کړی او اوس دا غوره فرصت ورته برابر شوی، چې سره راټول شي او یو موټی شي.»

د فوټبال نړیوالې شورا ویلي، چې د افغان ښځینه کډوالو لوبډله به د یو کلن پیلیز پړاو لاندې فعالیت پیل کړي او وروسته به یې د اوږدمهاله دوام امکان وارزول شي.

د مسلکي رېسلنګ افسانه، هولک هوګن له دې نړۍ سترګې پټې کړې

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۵۴ GMT+۱

هولک هوګن، چې د نړۍ تر ټولو پېژندل شويو مسلکي رېسلرانو(پهلوان) څخه و، د امریکا په فلوریډا ایالت کې د پنجشنبې په ورځ د ۷۱ کلونو په عمر ومړ.

د هغه مړینه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د هغه د مرستیال جی ډی وینس، د« ډبلیو ډبلیو اي »سازمان او ګڼو نورو مشهور شخصیتونو له‌خوا د ژورې خواشینۍ سره بدرګه شوې ده.

د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، هوګن چې اصلي نوم یې ټېري بولیا و، د ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې د« ډبلیو ډبلیو اي » یو له سترو او اغېزناکو ستورو څخه شمېرل کېده.

د هغه ځانګړې بڼه اوږده ژیړ ویښتان، غټ عضلات او ځانکړی ښکارېدونکی سټایل د هغه نوم نړیوال شهرت ته رسولی و.

هوګن یوازې رېسلر نه و؛ هغه د فلمي نړۍ او تلویزیوني ریالېټي پروګرامونوبرخه هم پاتې شوی. د هغه مشهور تلویزوني خپرونه"Hogan Knows Best"د ګڼو مینوالو پام ځان ته اړولی و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې له هوګن سره یې نږدې اړیکې درلودې، د هغه پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي: « نن مې یو ستر ملګری له لاسه ورکړ. هولک هوګن تل زموږ لپاره یو ځواکمن، زړور او زړه‌سواندی شخصیت و. هغه د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې داسې وینا وکړه چې د ټولې اوونۍ تر ټولو مهمه شیبه وه. نړۍ ته یې خوښي ورکړه او د هغه کلتوري اغېز نه‌هېرېدونکی دی.»