• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بندیزونو تر سیوري لاندې؛ افغان ښځې د بهرنیو ښځینه سېلانیانو ملتیا کوي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۰۳ GMT+۱

که څه هم افغان ښځې د طالبانو «ځپونکو او سختو» بندیزونو سره مخامخ دي؛ خو په دې وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د بهرنیو ښځینه سېلانیانو د ورتګ څپه پراخه شوې ده.

د دغه سفرونو پر دوام؛ د بهرنیو ښځو یوې ډلې د هرات ولایت ۲۴ کلنې اوسېدونکې سمیه منیري په مشرۍ د افغانستان له ملي موزیم نه لیدنه کړې ده. اغلې منیري یو له لومړنیو افغان مېرمنو ده، چې په رسمي ډول د ګرځندوی په سکټور کې کار کوي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له‌مخې؛ په افغانستان کې د ښځو پر ژوند د طالبانو د سختو محدودیتونه سربېره یو شمېر افغان ښځې د ګرځندوی لارښود په توګه کار کوي او په هېواد کې یوازې د ښځو لپاره د ګرځندوی ډلو مشري پر غاړه لري.

هغه وايي، چې د خپلې انګلیسي ژبې د ښه‌والي لپاره په انټرنېټ کې د لټون پرمهال د کاوچ سرفېنګ (Couchsurfing) په نوم یو اپلکېشن سره مخ شوې ده. دا هغه اپلکېشن دی، چې سېلانیان له ځایي خلکو سره په اړیکه کې کوي. نوموړې اسوشیټېډپرېس خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې په خپل کور کې له یوې ډلې سېلانیانو څخه تر کوربه‌توب وروسته یې د ګرځندوی لارښود دندې سره لېوالتیا پیدا شوې ده.

منيري وويل: «ما تل د افغانستان په اړه له رسنيو نه منفي خبرې اورېدلې؛ خو کله مې چې له سېلانيانو سره سفر وکړ او بېلابېل ځایونه مې وليدل؛ نو پوه شوم چې زما هېواد ډېر ښکلی دی. دې کار زما ذهنیت بدل کړ.»

د هغې سفر یوه برخه‌واله اسټرالیاوۍ او ۸۲ کلنه سوزان سنډرال ده. هغې ویلي، چې د افغانانو مېلمه‌پالنې او انسان‌دوستۍ ته حېرانه شوې او زیاته یې کړه: «ما فکر کاوه، چې د خلکو له توندو نظرونو سره به مخامخ شم؛ خو دوی ډېر مېلمه‌پاله او انسان‌دوسته خلک دي. زه چې هرې خواته لاړم د خلکو مسکا مې لیده او سلام کلام یې راسره کاوه.»

ګرځندوی: یو نوی راټوکېدلی صنعت

له څو لسیزو جګړو وروسته د افغانستان ګرځندوی صنعت ورو ورو وده کوي. که څه هم د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راوروسته طالبانو پر خلکو او په ځانګړي ډول پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي؛ خو د تاوتریخوالي کمښت څه ناڅه د دې لامل شوی، چې افغانستان ته یو شمېر بهرني ګرځندویان سفر وکړي.

خو له دې ټولو سره-سره افغانستان ته د بهرنیو ښځینه ګرځندویانو سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې افغان ښځې د زده‌کړې، کار، ازادۍ او عامه ژوند په ګډون له خپلو انساني بنسټیزو حقونو محرومې شوې دي. همداراز نږدې څلور کاله وشول، چې له شپږم ټولګې پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې تړل شوې دي.

له بل پلوه ځینې نیوکه کوونکي په دې اند دي، چې طالبان د بهرني سېلانیانو له لارې ځان ته تبلیغات کوي او نړۍ ته ښیي چې د افغانستان وضعیت تر بل هر وخت ښه دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د افغان کډوالو اېستل؛ د تهران ښاروالۍ د کارګرانو له سخت کمښت سره مخامخ ده

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۱

له ایرانه د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستلو پر دوام ایراني چارواکي وايي، چې د دغه هېواد تولیدي کارخونې او د ښار کاري بنسټونه د کارګرانو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د تهران د ښاري شورا غړي ناصر اماني ویلي، چې د افغان کډوالو تر اخراج وروسته د ښار په ښاروالۍ کې کاري ځواک شاوخوا ۸۰ سلنه کم شوی دی. هغه خبرداری ورکړی، چې دغه وضعیت د ښاروالۍ لپاره یوه جدي ستونزه جوړه کړې ده.

نوموړي د بېلګې په توګه ویلي، چې د تهران په یوه مرکزي سیمه کې د ښاروالۍ کارګرانو شمېر د تېر کال پرتله له ۱۳۵ څخه اوس ۳۵ ته راټیټ شوی دی. د ده په خبره؛ له دې ډلې یوازې پنځه ایرانیان او پاتې نور ټول بهرنيان او ډیری یې افغان کډوال دي.

ایراني چارواکي همداراز خبرداری ورکړی، که د کډوالو د اېستلو بهیر همداسې دوام وکړي؛ نو پاتې څو کسان به هم خپلې دندې له لاسه ورکړي او وضعیت به لا پسې ناوړه شي.

د ښاروالۍ سربېره، په ایران کې د چرم او بوټانو صنعت هم اغېزمن شوی دی. د تهران د چرم او بوټانو پلورونکو ټولنې مشر سعید حیاتي ویلي، چې په دغه سکټور کې تر ۵۰ سلنې ډېر کارګران افغان کډوال وو؛ خو دا مهال د کاري ځواک تر وتلو وروسته دغه صنعت له رکود سره مخ شوی او ډېری تولیدي کارخونې تړل شوې دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د افغان کارګرانو لپاره د بدیل نشتوالي نه یوازې د چرم صنعت؛ بلکې نور اقتصادي سکټورونه هم له ناورین سره مخ کړي او دغه وضعیت کولای شي د خلکو ورځني ژوند او د دغه هېواد اقتصاد ته زیان ورسوي.

تر دې مخکې هم یو شمېر ایراني تولیدوونکو او د کارخونو مالکانو د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته په ایران کې د تولید ماهرو کارګرانو د کمښت په اړه شکایتونه کړي وو.

طالبان وايي، د پاکستان او ایران له زندانونو نږدې ۱۰زره افغان بندیان خوشې شوي دي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر یو کال کې تر دوه مېلیونه ډېر افغانان هېواد ته راستانه او ۹زره او ۹۵۱ افغان بندیان د ایران او پاکستان له بندخونو خوشې شوي. د دغه وزارت په وینا؛ په تېرو درېیو میاشتو کې یو مېلیون او ۸۰۰زره کډوال له ایرانه اېستل شوي دي.

د نوموړي وزارت چارواکو چهارشنبه (د زمري ۸مه) د «امارتي ادارو د لاسته راوړنو» په نوم د حساب ورکونې په خبري کنفرانس کې زیاته کړې، چې په پاکستان کې د کډوالو شاوخوا ۱.۴ مېلیونه استوګنیز اسناد تمدید شوي او د پاکستان، ایران او نورو هېوادونو نه ۶۰۰ افغان کډوال د حج مراسمو د ترسراوي لپاره سعودي عربستان ته استول شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ تېر کال د ملي او نړۍوالو ادارو او ګاونډیو هېوادونو له سفیرانو سره د کډوالو د ستونزو د حل په موخه ۱۰۸ غونډې او کنفرانسونه جوړ شوي دي. د یاد وزارت د چارواکو په وینا؛ په دې موده کې کوربه هېوادونو ته څو پلاوي هم استول شوي دي.

د کنفرانس په یوې بله برخه کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت زیاته کړې، چې له کورنیو او بهرنیو ادارو سره د ۱۲۵ هوکړه‌لیکونو په لاسلیکولو سره تر ۷۸ مېلیونه ډالرو ډېرې مالي مرستې د بېرته راستانه‌شویو او بې‌ځایه شویو کډوالو د اقتصادي ملاتړ په موخه جذب شوي دي. سربېره پر دې، ۲.۷ مېلیارده افغانیو په ارزښت خواړه، جامې، نغدې پیسې او اړین توکي تر ۴۲۰زره ډېرو کورنیو ته وېشل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همداراز وايي، چې راستنې شوې ۹۰ زره کورنۍ د ځمکو د نمرو د وېش لپاره ځانګړې شوې او هغوی ته د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده. د دغه وزارت په وینا؛ د یادې ډلې د مشر د حکم پر بنسټ، د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته ۳۸ ښارګوټي ایجاد شوي دي.

یاد وزارت د ۳۴ زره کسانو لپاره د حرفوي زده‌کړو د پروګرامونو د پلي کولو خبره هم کړې او وايي، چې ۸۰۰۰ کورنیو ته د سرپناه جوړونې او کوچني کارو بارونو د رامنځته‌کېدو لپاره نغدي مرسته ورکړل شوې ده.

سربېره پر دې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې تېر کال یو زرو ۹۸۶ حقوقي قضیې حل شوې، په ۳۴ ولایتونو کې ډیجیټل سېسټمونه فعال شوي او د کډوالو د ادغام کمیټو په ولایتي کچه خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

مولوي کبیر د اهل تشیع علماوو او د نیمروز مرستیال والي سره د کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع د علماوو شورا له غړو او د نیمروز ولایت له مرستیال والي سره د دوو جلا ناستو په ترڅ کې د افغان کډوالو او راستنېدونکو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت چهارشنبه (د زمري ۸مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د اهل تشیع د علماوو شورا غړو ټینګار کړی چې له راستنو شویو کډوالو سره د یادې ډلې مرستې لنډمهالي دي او بسنه نه کوي. دوی وايي، چې د دایمي مېشتېدو لپاره د استوګنې ښارګوټو جوړونه او لا ډېرې ډېرې مرستې اړینې دي.

په بیان کې راغلي، د اهل تشیع یادو علماوو له افغان سوداګرو او پانګه‌والو غوښتي چې راستنېدونکو ته د کار زمینې برابرې کړي او د هغوی اوږدمهاله ملاتړ وکړي. همداراز، په دې ناسته کې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو، هلته مېشتو کډوالو او یو شمېر نورو ستونزو راپورونه شریک شوي دي.

په یوه بله ناسته کې د نیمروز ولایت مرستیال والي مولوي تورجان احمدي له ښاغلي عبدالکبیر سره د دغه ولایت د کډوالو او راستنېدونکو د وضعیت ارزونه شریکه کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي احمدي د پولې هغې غاړې ته د افغان کډوالو شکایتونه هم شریک کړي او وړاندیز یې کړی چې د نیمروز ولایت په کچه دې د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې زمینه پراخه شي. هغه د دې موخې لپاره څو طرحې هم له شریکې کړې دي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې هېواد ته له ایرانه د افغان کډوالو اېستلو لړۍ زور اخیستی. همداراز یو شمېر راستانه‌شوي کډوال شکایت کوي، چې تر اوسه ورسره د طالبانو له‌خوا هېڅ راز مرسته نه ده شوې.

طالبان: شېرخان بندر کې له تاجکستانه راستنېدونکو افغانانو لپاره ګرځنده روغتیايي کمپ فعال شو

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې له تاجکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه د شېرخان بندر په دروازه کې یو ګرځنده روغتیايي کمپ فعال شوی دی.

نوموړي وزارت د کندوز ولایت د عامې روغتیا مشر ډاکټر محمدالله حکمت په حواله زیاته کړې، په یاد کمپ کې له اغاخان دفتر څخه دوه ګرځنده روغتیايي ټیمونه او له BDN او JAC موسسو څخه یو-یو ټیم ګومارل شوی دی؛ څو د ځانګړي کاري پلان او مهال‌وېش له مخې راستنېدونکو ته ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړی زیاتوي، د کندوز ټولو روغتیايي مرکزونو ته لارښوونه شوې چې د راستنېدونکو او کډوالو روغتیايي اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.

همداراز، ګرځنده روغتیايي ټیمونه د کندوز په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې هم منظم روغتیايي خدمات وړاندې کوي؛ څو د بېرته راستنېدونکو د درملنې او مراقبت بهیر چټک او اغېزناک وي.

دغه کمپ داسې مهال جوړېږي، چې له ایران او پاکستان وروسته د تاجکستان حکومت هم ویلي، چې یو شمېر افغان کډوال یې له خپلې خاورې اېستلي او اوس د نورو افغان کډوالو د اېستلو لپاره یې هم اقدامات پیل کړي دي.

د تاجک چارواکو په وینا؛ له دغو کډوالو ځینې یې د نشه‌يي توکو په قاچاق، د افراطي افکارو په خپرولو او د جعلي اسنادو له لارې د پناه غوښتنې په ترلاسه کولو کې ښکېل دي.

تاجکستان: له افغانستان سره په پوله تر ۱.۶ ټنه ډېر نشه‌يي توکي نیول شوي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۲۲ GMT+۱

د تاجکستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان سره پر ګډې پولې تر یو ټن او ۶۹۲ کیلوګرامه ډېر نشه‌يي توکي کشف او ضبط شوي دي.

د تاجکستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس ظفر صمد تېره ورځ سې‌شنبه (د زمري ۷مه) په یوې خبري ناسته کې زیاته کړې، چې دغه توکي د تاجکستان په کچه د ټولو نیول شویو نشه‌یي توکو شاوخوا ۵۴ سلنه برخه جوړوي.

د نوموړې ادارې د چارواکو په وینا؛ د افغانستان له پولو نه د قاچاقو د کچې زیاتوالی د دواړو هېوادونو د امنیتي ادارو ترمنځ جدي همکارۍ او د پولو د کنټرول په برخه کې د نړۍوالې ټولنې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.

ویل کېږي، چې سازمان‌ شوې او د نشه‌یي توکو قاچاق‌ کوونکې ډلې هڅه کوي چې د دغو توکو د قاچاق لپاره د سرحدونو له ناوړه وضعیت څخه ګټه پورته کړي.

چارواکي ټینګار کوي، چې له افغانستان سره په پوله کې د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوی د تاجکستان امنیتي لومړیتوب دی او په وینا یې؛ په دې برخه کې د څارنې عملیات ګړندي شوي دي.