• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یمن حوثیانو په درېیو بې پیلوټه الوتکو سره اسراییل په نښه کړ

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۱

د یمن د حوثیانو ویاند یحیی سریع په یوې اعلامیې کې ویلي، د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۱۲مه) په درېیو بې پيلوټه چاودېدونکو الوتکو سره یې اسراییل په نښه کړی دی. د نوموړي په وینا، په دې عملیاتو کې تل ابیب، عسقلان او حیفا سیمې په نښه شوې دي.

سریع زیاته کړې، دغه بریدونه د فلسطین له ولسه د ملاتړ، په لوږه کې د غزې د اوسېدونکو د ساتنې او د مسجدالاقصی جومات ته د سپکاوي په غبرګون کې ترسره شوي دي.

نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړی، د فلسطین له ولسه به تر هغې ملاتړ ته دوام ورکړي چې په غزه کې جګړه ودرېږي او د دغه ښار کلابندۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.

له دې سره سم، د اسراییل پوځ بیا ویلي چې د یمن له لوري یوه توغول شوې بې پیلوټه الوتکه یې په هوا کې له منځه وړې ده.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان کې وسله‌وال برید؛ ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۳۵ GMT+۱
په بلوچستان کې وسله‌وال برید؛ ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي
100%

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د بلوچستان د پنجګور ولسوالۍ په «ګورګو» سيمه کې هم‌مهاله پر درېیو امنیتي پوستو وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د راپورونو له‌مخې، درې پاکستاني سرتېري تری تم شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، وسله‌والو لومړی د امنيتي پوستو مخابراتي شبکې ویجاړي کړي او بیا یې برید کړی دی. په دې بریدونو کې ۳ پاکستاني سرتېري تری تم شوي دي.

د اسلام‌اباد ټایمز وېب‌پاڼې لیکلي چې وسله‌والو د پاکستاني سرتېرو مړي هم له ځان سره وړي دي.

پوځ د خپلو نادرکه‌شویو سرتېرو لټون پيل کړی او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ويلي چې حکومت به د ترهګرۍ او بېلتون‌پالنې پر وړاندې کلک ودرېږي.

د امریکا په ګرینډ کینین پارک کې اور لا هم بل دی او تر دې دمه یې زرګونه جریبه ځمکه سوځولې

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۳۲ GMT+۱
د امریکا په ګرینډ کینین پارک کې اور لا هم بل دی او تر دې دمه یې زرګونه جریبه ځمکه سوځولې
100%

امریکایۍ رسنۍ وايي چې د اریزونا ایالت په ګرینډ کینین ملي پارک کې ځنګلي اور له یوې میاشتې راهیسې بل دی او لا هم په شدت سره دوام لري. دا د روان کال تر ټولو لوی اور بلل شوی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې یک‌شنبه (زمری ۱۱مه) لیکلي، ې د ډریګن براوو اور چې په ګرینډ دره کې د سختې وچکالۍ او وچ موسم له امله بل شوی چې تر دې دمه یې تر ۱۱۴ زرو جریبو ډېر ځنګلونه سوځولي او یوازې ۱۱ سلنه اور کنټرول شوی دی.

دغه اور ګرېنډ کنین لوژ، سېلانیانو مرکز او مېلمنو کوټو په ګډون د پارک په شمالي څنډه کې ډېرې ودانۍ ویجاړې کړې دي.

اوروژونکي لګیا دي چې کنټرول یې کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي. د پارک شمالي او سوېلي څنډو تر منځ لارې تړل شوي، خو د سوېلي څنډې یوه لاره د سېلانیانو لپاره خلاصه ده.

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۱
د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي چې نن سهار (شنبه د زمري ۱۱مه) له خپل ولسمشر مسعود پزشکیان سره یو ځای پاکستان ته په رسمي سفر تللی، په اسلام اباد کې یې له خپل سیال سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیمه ییز ثبات په موخه د پاکستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په تړاو پر خپلو کړو ژمنو له ټينګار سربېره د متقابلو ګټو په مهمو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراخولو په اړه هم خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د همدې لیدنې په تړاو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لوریو د دوه اړخیزو تعاملاتو د پراختیا په تړاو هم خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته د خپل سفر پر مهال نن شنبه لارهور ته ورسېد او د پاکستان د مسلم لیګ “ن” مشر نواز شریف او د پنجاب وزیرې اعلی مریم نواز شریف له خوا یې هرکلی وشو.

دا پاکستان ته د مسعود پزشکیان لومړی سفر دی او ټاکل شوې ده، چې د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره هم وګوري.

د طالبانو د بلخ والي: ډسپلین، د نظم مراعاتول او د یونیفورم اغوستل له لوازماتو دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱
د طالبانو د بلخ والي: ډسپلین، د نظم مراعاتول او د یونیفورم اغوستل له لوازماتو دي
100%

د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا د مزارشريف ښار د دولس ګونو امنیتي حوزو له امرینو سره په مشورتي غونډه کې وویل، ډسپلین، د نظم مراعاتول او د یونیفورم اغوستل له لوازماتو دي او باید په هر ځای کې ضرور عملي شي.

د بلخ ولایت د رسنیو دفتر له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، محمد یوسف وفا په دې غونډه کې ویلي، د امنیتي ځواکونو مسوولیت یوازې د نظم او امنیت ساتنه نه ده، بلکې د خلکو د اعتماد لاسته راوړل دي.

نوموړي همداراز په ډاګه کړه، چې امنیتي مسوولین باید له ولس سره اړیکې ولري.

څه موده مخکې د طالبانو کورنیو چارو وزارت تر خپل لاس لاندې ټولو پولیسو ته امر وکړ، چې د دندې پر مهال باید نظامي یونیفورم په تن ولري خو داسې ښکاري چې لا هم د دغه امر په عملي کولو کې پاتې راغلی او هر چارواکی یې هڅې کوي، چې نظامیان یې یونیفورم اغوستو ته اړ کړي.

له دې سره، نن بیا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ټول امنیتي منسوبین باید د دندو پرمهال د طالبانو د مشر لارښوونه په جدي توګه عملي کړي او ډېر ژر به هغه کړنلاره هم وروستۍ شي، چې که چا ترې سرغړونه کوله، باید څه ډول سزا ورکړل شي.


عمران خان: که ګنډاپور په خېبر پښتونخوا کې سوله نشي راوستلی نو استعفا دې ورکړي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۲۰ GMT+۱
عمران خان: که ګنډاپور په خېبر پښتونخوا کې سوله نشي راوستلی نو استعفا دې ورکړي
100%

د پاکستان تحریک انصاف بنستګر عمران خان ویلي، که د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی علی امین ګنډاپور، په خپل ایالت کې د قانون او نظم د ټینګښت توان نه لري، نو باید له خپلې دندې استعفا ورکړي. هغه زیاته کړه، که ګنډاپور د حکومتدارۍ ستونزې نه شي حل کولی، نو دا چاره دې بل وړ کس ته وسپارل شي.

د پاکستان جیو نیوز د تحریک انصاف ګوند د بنسټ‌ګر د نږدې سرچینو له قوله لیکلي، چې عمران خان ویلي: «که علی امین ګنډاپور سوله نشي راوستلی، نو باید استعفا ورکړي.»

د پولیسو د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو اوو میاشتو کې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ لږترلږه ۴۷۶ پیښې شوې دي. په دغو پېښو کې یوازې په خېبرپښتوخوا کې ۱۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰۱ نور ټپیان شوي دي.

په دې موده ۶۶ پولیس منسوبین وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت واکمن دی.