تېره ورځ له ایران او پاکستانه تر ۵زره ډېر افغانان ستانه شوي دي

پرون جمعه (د زمري ۱۷مه) له ایران او پاکستانه شاوخوا ۵۶۲۱ افغانان چې ټولټال ۱۱۱۴ کورنۍ کېږي؛ ستنې شوې دي. له دې ډلې د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۰۲، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۹۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۱۰ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۷۱۰ کورنۍ ستنې شوې دي.