• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تازه څېړنه: په غوړو کې سور کړل شوي کچالو خوړل د شکرې ناروغۍ ګواښ زياتوي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۲:۰۰ GMT+۱

د نړيوالو څېړونکو یوې ډلې، چې ډېری یې بریتانوي څېړونکي دي، موندنې ښيې هغه کسان چې په اونۍ کې لږ تر لږه درې ځله په غوړو کې سور شوي کچالو خوري د دویم ډول شکرې ناروغۍ له ۲۰ سلنې زیات خطر سره مخ کېږي. دا څېړنه دا هم ښيې چې پاخه او په اوبو کې جوش شوي کچالو دا ډول خطر نه لري.

څېړونکو په څو لسیزو کې په امریکا کې د ۲۰۵ زرو څخه زیاتو روغتيايي کارکوونکو روغتيايي وضعیت څارلی دی.

په نږدې څلورو لسیزو کې د خلکو د رژيم پرله پسې سروې شوې او د تعقیب په جریان کې د دویم ډول شکرې ناروغۍ له ۲۲ زره څخه ډېرې قضیې ثبت شوي دي.

په دویم ډول شکرې ناروغۍ کې د وینې شکر یا ګلوکوز کچه لوړه وي او بدن نه شي‌کولی کافي انسولین تولید کړي.

انسولین د شکر حجرو ته د ننوتلو او دوی ته په انرژي چمتو کولو کې مرسته کوي.

د دې څېړنې لیکوالانو په یوه بریتانوي طبي ژورنال کې لیکلي: « د کچالو زیات استعمال او د شکرې دویم ډول ترمنځ اړیکه د سور کړل شوې کچالو له امله ده.»

دوی دا هم لیکلي: « د پخ شوي او په اوبو کې د جوش شوي کچالو پر ځای د غوړو کچالو زیات استعمال د دویم ډول شکرې ناروغۍ د اخته کېدو خطر زياتوي.»

د څېړنې ډلې دا هم موندلې، چې که د اونۍ درې وخته کچالو پر ځای غله دانې وخوري نو د دویم ډول شکرې خطر ۸ سلنه کمېږي؛ خو د کچالو پر ځای د سپينو وریجو خوړل هم د شکرې د زیات خطر سره تړاو لري.

د بریتانیا د شکرې ادارې د څېړونو د اړیکو مشر ډاکټر رایلي وویل: «دویم ډول د شکرې ناروغۍ یوه پېچلې ناروغې ده، چې ډېر عوامل په کې رول لري: لکه جنیټیک، عمر او توکم.

هغه زياته کړې: «غدا یوازې د کیسې یوه برخه ده، مګر دا څېړنه ښيې چې خواړه څنګه پخيږي. دا پيغام قوي، چې غلې دانې ته باید لومړیتوب ورکړل شي او له سور کړو یا ډېرو پروسس شویو خوړو څخه ځان وساتو څو متوازن خوراک ولرو او د شکرې خطر را کم شي.»

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲
د سپټمبر ۱۱مه

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۳

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۴

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۵

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي