• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قزاقستان مرستیال صدراعظم: ټرانس افغان پروژه سمندر ته د لاسرسي تر ټولو چټکه لاره ده

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۵ GMT+۱

د قزاقستان مرستیال صدراعظم سریک ژومانګارین وايي، چې د قزاقستان لپاره په ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ کې ګډون ډېر ګټور دی، ځکه دا نن تر ټولو چټکه لاره ده چې سمندر ته رسېږي. نوموړی وايي،د پروژې د تمویل لپاره د نویو شریکانو په لټه کې دي.

د قزاقستان مرستیال صدراعظم سریک ژومانګارین د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې له افغان- ټرانس پرته د نورو پرمختګونو خبرې کول ګران کار دی.

په خبري ناسته کې نوموړي وویل چې قزاقستان او افغانستان د ټرانس ـ افغان اورګاډي کرښې د جوړولو په اړه یو یادښت لاسلیک کړی دی. سېرېک ژومنګرېن وویل، چې د دې لارې د لومړي پړاو جوړولو پلان د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د تورغونډۍ له سرحدي تمځي څخه د افغانستان لوېدیځ ته، هرات ښار ته غځېږي.

نوموړي زیاته کړه چې وروسته به د جوړولو کار شرکت پیل کړي او لاره به تر هرات ورسوي او په راتلونکي کې به نور شریک پانګوال هم په پروسه کې شامل شي.

ژومانګارین زیاته کړه، « موږ لا هم غوره بولو چې زموږ یا ښايي د منځني ختیځ شریکان دې برخه کې شامل شي، څو د تمویل نوې سرچینې پیدا شي. موږ به د اوراسیا اقتصادي اتحادیې شریکان هم شامل کړو، ځکه دا تر اوسه تر ټولو لنډه لاره ده چې جنوب ته رسېږي. دلته یوه دوه‌لار ده. په ایران او پاکستان کې زموږ سفارتونه د راتلونکو پرمختګونو په اړه کار کوي».

نوموړي زیاته کړه، « له دې دوه‌لار څخه یوه د پاکستان له لارې د کراچۍ بندر ته ده چې د افغانستان ـ پاکستان له پولې یوازې ۵۰۰ کیلومتره لرې ده».

هغه دا هم وویل چې قزاقستان ته د سمندرونو او بندرونو لاره ډېره اړینه ده.

سریک ژومانګارین وویل: «د قزاقستان لپاره په ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ کې ګډون ډېر ګټور دی، ځکه دا نن تر ټولو چټکه لاره ده چې سمندر ته رسېږي».

هغه زیاته کړه: «په لومړي پړاو کې موږ غواړو لږ تر لږه ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړو او د جوړولو کار پیل کړو».

ټرانس ـ افغانستان پټلۍ به قزاقستان ته د پاکستان د بندرونو له لارې نړیوال سمندر ته لاره برابره کړي. د دې کرښې د جوړولو پروژه په تېرو څو کلونو کې په فعاله توګه تر بحث لاندې ده.

د دې پروژې په پلي کولو کې، د قزاقستان ترڅنګ، ازبکستان (چې سمندر ته لاسرسی نه لري)، روسیه او بېلاروس (چې د بندیزونو له امله د لوژستیکي لارو بدیل ته اړتیا لري)، پاکستان (چې د ټرانزیټي بار بهیر زیاتوي) او پخپله افغانستان هم لیواله دي.

سربېره پر دې، دا کرښه به ترکمنستان ته هم بدیله لاره پرانیزي او ایران ته به اجازه ورکړي چې له مرکزي اسیا او هند سره نوی لوژستیکي مسیر جوړ کړي.

څو اونۍ وړاندې، ازبکستان، افغانستان او پاکستان د لارې د جوړولو د تخنیکي ـ اقتصادي ارزونې تړون لاسلیک کړ چې د روان کال تر پایه به وړاندې شي.

په دې ترڅ کې، داسې انګېرل کېږي چې د افغانستان له لارې به د اورګاډي دوه اصلي کرښې تېرې شي، چې یوه به د ازبکستان له پولې د «ترمز ـ نایباباد ـ میدان‌ښارر ـ لوګر ـ خرلاڅي» په مسیر لاړه شي او بله به د ترکمنستان له پولې تېرېږي.

د روان کال په اپرېل میاشت کې د قزاقستان او طالبانو چارواکو یو پروتوکول لاسلیک کړ چې په ځانګړي ډول د «تورغونډۍ ـ هرات» د لومړۍ برخې غځول پکې شامل دي.

تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې روسي متخصصین هم د ټرانس ـ افغان د اورګاډي پټلۍ د تخنیکي ـ اقتصادي ارزونې په جوړولو کې برخه اخلي.

د ټرانس ـ افغان د اورګاډي اوږدوالی به ۶۴۷ کیلومتره وي او د پروژې لګښت ۴،۶ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

د پروژې لومړني پړاو کې تمه ده چې هر کال تر ۳ میلیونه مټریک ټنه بار پرې ولېږدول شي، خو تر ۲۰۳۵–۲۰۴۰ کلونو پورې دغه ظرفیت ۱۵ تر ۲۰ میلیونه ټنو پورې رسېدای شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان د کابل د سقوط په مناسبت پر ښار له چـورلـکو ګلان شیندي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۱

طالبانو ویلي، چې دوی به د افغانستان د نیولو د څلورمې کلیزې د نمانځلو په مناسبت پر کابل له هلېکوپترو ګلان وشیندي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، د دفاع وزارت هلیکوپټر به د جمعې په ورځ د کابل په اسمان کې «ښکلې هوایي نندارې» ترسره کړي او رنګارنګ ګلان به وشیندي.

دغه نمانځنې په داسې حال کې دي، چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له خوا د کډوالو د پراخ راتګ، خرابیدونکي اقتصاد او د بهرنیو مالي مرستو په ځانګړي ډول د امریکا د تمویل له کمښت سره مخ دی. نږدې ۱۰ میلیونه خلک د خوړو له سخت نه شتون سره مخ دي او یو له هر درې ماشومانو څخه د ودې ستونزه لري.

اسوشېټېډ‌پریس له ځینو افغانانو سره مرکې کړي چې له هغې جملې د احسان الله خان په نوم د سرپل اوسیدونکي افغان کډوال هڅولي، چې خپل هېواد ته راستانه شي، څو وګوري هېواد امن، ارامه دی او خلک یې هم خوشاله دي.

خو د کابل اوسیدونکي ظفر مومند ویلي چې افغانانو ته یوازې سوله کافي نه ده.
مومند وویل: «له سولې سره سره موږ ته دندې او د زده کړو فرصتونه هم په کار دي. که دغه ستونزې حل شي، نو افغانستان د ژوند لپاره تر ټولو ښه هېواد دی.»

هغه زیاته کړه: «ښځه هم د ټولنې مهمه برخه ده. هغوی ته هم باید د زده کړو او کار فرصتونه ورکړل شي.»

له هغې ورځې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، ښځې او نجونې له زده کړو، کار او ټولنیزو ځایونو ته له لاسرسي محرومې دي.

تیر کال د واکمنۍ د نیولو د کلیزې مراسم د بګرام هوایي ډګر کې ترسره شوي وو، چې یو وخت د امریکا د جګړې مرکز و.

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې د افغانانو پر استوګنځایونو چاپې وهلې دي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱

یو شمېر هغه افغانان چې د جرمني د منلو فدرالي پروګرام تاییدلیکونه لري او په اسلام اباد کې د جرمني د نړیوالو همکاریو سازمان په کرایه شویو میلمستونونو کې اوسیږي، وايي، د اسلام اباد پولیسو یې پر استوګنځایونو عملیات کړي او تر ۳۰ ډېر کسان یې نیولي او اخراج کړي دي.

یادو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د اسلام اباد پولیس د جرمني د نړیوالو همکاريو سازمان ( جي ای زي) له هغو میلمستونو افغان کډوال نیسي او په زور یې افغانستان ته استوي، چې دوی ته په کرایه نیول شوي دي.

یو افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته وویل:«ټول افغانان چې د جرمني په میلمستونونو کې اوسېږي په اسلام اباد کې د جرمني د سفارت له خوا داسې لیکونه لري، چې باید د پولیسو له خوا ونه نیول شي، ټول قانوني اصول مو پرځای کړي او ویزې چې ختمي شوې د هغو د تمدید لپاره مو هم غوښتنلیکونه وړاندې کړي، خو پولیس کور پر کور او میلمستون پر میلمستون ګرځي او دا کسان نیسي.»

دغه افغان کډوال وايي، چې د اسلام اباد پولیسو تېره ورځ له بېلابېلو میلمستونونو څخه ۳۱ تنه هغه افغان کډوال افغانستان ته شړلي دي، چې د جرمني له خوا یې کیسونه منل شوي او یاد هېواد ته د تګ په تمه وو.

سرچیني وايي، چې د اسلام اباد پولیسو نن پنجشنبه هم د اسلام په دریو سیمو کې د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلي دي او د هغوی ځینې اسناد او پیسې یې هم له ځان سره وړې دي.

د معلوماتو له مخې، دمګړی له ۲۰۰۰ څخه ډېر هغه افغانان چې د جرمني هېواد له خوا یې د منلو فدرالي پروګرام په ترڅ کې تایید لیکونه ترلاسه کړي، د جي ای زي په میلمستونونو کې اوسیږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې دوی د دغو افغانانو وضعیت له نږدې څاري او د پاکستان له حکومت سره په اړیکه کې دي.

امیرخان متقي پاکستان ته د ازادۍ ورځې مبارکي او د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه لیک کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته د پاکستان د ازادۍ ورځې مبارکي او د هر اړخیزو همکاریو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا ډاډ ورکړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امیرخان متقي له ادرسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته لیکلي:« خوښ یم، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د پاکستان اسلامي جمهوریت د خپلواکۍ د ورځې (۱۴ اګست) په مناسبت د خپلې مبارکۍ مراتب تاسې جلالتماب او د پاکستان ورور ولس ته وړاندې کوم.»

نوموړي په دغه لیک کې د طالبانو په استازیتوب پاکستان ته د هر اړخیزو همکاریو او په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، ټرانزیټ، فرهنګي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د ولسونو ترمنځ د مناسباتو زیاتوالي، د دواړو لوریو ثبات او سوکالۍ د تضمین ډاډ ورکړی دی.

تردې وړاندې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هم د پاکستان د جوړېدو د ۷۹ کلیزې په مناسبت د دغه هېواد حکومت او خلکو ته مبارکي ویلې وه.

طالبانو په خوست کې د «امیرالمومنین» پېژندنې غونډه کړې

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور ریاست د دې ډلې د امیرالمومنین پېژندنې غونډه جوړه کړې ده. په دې غونډه کې د طالبانو د امیرالمومنین په وصف ویناوې او ترانې ویل شوې دي. طالبانو له دې وړاندې د امارت پېژندنې په تړاو د غونډو یوه لړۍ پیل کړې وه.

د غونډي ویناوالو زیاته کړې چې داسې غونډې د دې لپاره هم مهمې دي، څو خلک «د خپلو مشرانو له کارنامو خبر او فرمانونه یې عملي کړي».

دا غونډه د پنجشنبې په ماښام (د زمري په ۲۳مه) ترسره شوې چې د غونډې ویناوالو د طالبانو مشر مهربان، زړور او د اسلام د دین داعي یاد کړی.

د خوست د اطلاعاتو او کولتور امر سبحان الله اعزام په خپلو خبرو کې ویلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري ددوی پر امیرالمومنین بندیزونه یې ارادې لا غښتلې کوي او «له مشرانو سره د ولس مینه زیاتوي».

تر دې مخکې هم د خوست د اطلاعاتو او کولتور ریاست د طالبانو د امیرالمومنین د فرمانونو په اړه د عامه پوهاوي غونډې ترسره کړې وه.

د افغانستان، چین او پاکستان درېیمه غونډه د زمري پر ۲۹مه کابل کې کیږي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۵۹ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د زمري پر ۲۹مه په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه ناسته کیږي، چې د بیجنګ ناستې د پرېکړو پر تعقیب، د ډیورنډ کرښې پر مدیریت، عملیاتي همغږۍ او ترهګرۍ ضد همکاریو پکې بحثونه کیږي.

په کابل کې د طالبانو سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه ناسته د زمري پر ۲۹مه نېټه د بیجنګ ناستې د پرېکړو، د سیپک د امنیت او پراختیا او درې اړخیزو اقتصادي او سیاسي همکاریو په تړاو جوړیږي او د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پکې ګډون کوي.

سرچینې وايي، چین او پاکستان هڅه کوي افغانستان د سیپیک په پروژه کې شامل شي او په دې توګه دې پروژې ته متوجې یولړ امنیتي ګواښونه کم شي.

په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي برخه اخلي.

پاکستان او چین په افغانستان کې له میشتو ترهګرو ډلو اندېښمن دي، چې وخت ناوخته د چین ګټې او د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

ددې ناستو یو هدف د خبرو اترو او سیاسي ډیالوګ له لارې د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ د امنیتي او سرحدي ناندریو اواری هم ګڼل کیږي، چې د ډیورنډ کرښې مدیریت، همغږي عملیات او د استخباراتي معلوماتو شریکول پکې شاملیږي.

د تېر کال په غبرګولي کې په بیجنګ ګې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرېکړه وکړه، چې بله غونډه به په کابل کې کیږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل، چې د دې غونډې مهمه پایله دا وه چې افغانستان او پاکستان د ډیپلوماتیکو اړیکو د لوړولو څرګنده اراده وښوده او دواړو هېوادونو په اصولو کې موافقه وکړه چې ژر تر ژره به خپل استازي سره واستوي.

وانګ یي وویل، چین د دغه پرمختګ هرکلی کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره به مرسته جاري وساتي.

وانګ يي همداراز اعلان وکړ چې د چین د «یو کمربند، یوه لار» ستراتیژۍ لاندې به د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز چې ارزښت یې ۶۲ میلیارد ډالرو ته رسېږي، افغانستان ته هم وغځېږي.