د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او ګلګټ بلتستان کې سېلابونو ۱۰ کسه مړه کړي دي

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر، کاغان، او ګلګټ بلتستان کې د سختو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسه مړه شوي دي. د راپورونو له مخې؛ د کشمیر په نیلم دره کې ۵۰ سېلانیان ژغورل شوي؛ خو شاوخوا ۵۰۰ نور بیا بند پاتې دي.