د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

طالبان په بهر کې له مېشتو افغان سوداګرو غواړي، چې خپلې پانګې بېرته افغانستان ته ولېږدوي

په هرات کې د طالبانو والي د خپلې ډلې د بیا ځل واکمنۍ څلورمې کلیزې په تړاو پېغام کې له هغو شتمنو او سوداګرو چې بهر ته تللي غوښتي؛ څو خپلې پانګې بېرته افغانستان ته ولېږدوي. مولانا اسلام جار ویلي، چې ټول افغانستان او په ځانګړې توګه هرات اوس پانګونې ته مناسب فرصتونه لري.