د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ټرافيکي پېښو له امله ۸ کسان مړه شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د بېلابېلو ټرافيکي پېښو له امله د درېیو ښځو په ګډون ۸ کسان مړه شوي دي. ځايي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه پېښې په بېلابېلو سیمو کې شوې او چارواکو یې لامل د موټر ګړندی تګ بللی دی.