یاد ویبینار د اسلاماباد د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ (ISSI) له خوا د «د طالبانو د واک څلور کاله: کورني بهیرونه او نړیوالې اړیکې» تر نوم لاندې جوړ شوی و، چې د پاکستان، افغانستان، امریکا او اروپا کارپوهانو پکې ګډون درلود.
ادم وینسټاین په دغه ویبنار کې د خبرو پر مهال وویل چې امریکا له طالبانو سره له ۲۰۲۱ راهیسې نږدې لس میلیارده ډالر مرسته کړې، خو اوس افغانستان د ټرمپ د ادارې لپاره د ټيټې کچې لومړیتوب ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې طالبان باید د نړیوالې ټولنې د اندېښنو په ځواب کې اصلاحات ومني، که نه د انزوا خطر به دوام ولري.
ویبنار ته په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور خان وویل: «که څه هم طالبانو د واک ټینګښت او ثبات رامنځته کړی، خو پر افغانستان لګېدلي بندیزونه، د نړیوالې رسمیت پېژندنې نشتوالی او د ښځو د حقونو نه تامین د اندېښنې ځایونه دي».
ده ټینګار وکړ چې افغانستان باید د خلکو د غوښتنو پر بنسټ اساسي اصلاحات ومني، که نه د انزوا پر لور به ولاړ شي.
د اسلاماباد د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ یو تن مسوول خالد محمود په خپلو خبرو کې د روسیې له خوا طالبانو په رسمیت پېژندل سمبولیکه پېژندته وبلله.
نوموړي زیاته کړه چې لا هم نړیواله پراخه رسمیت پېژندنه د بشري حقونو، ټولشمولهتوب او ترهګرۍ اندېښنو له امله ځنډېدلې ده.
خالد محمود ټینګار وکړ چې افغانستان د یوې مهمې مرحلې په درشل کې دی. ده وویل له ستونزو سره سره، د طالبانو سیمهییز او نړیوال تعامل د همکارۍ اړتیا څرګندوي، خو د بشري حقونو او ټولشموله سیاستونو منل د افغانستان د ثبات، پرمختګ او نړیوال ادغام لپاره بنسټیز اهمیت لري.
دغه ویبنار ته په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب وویل:«اسلامي امارت په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ کړی، د مخدره توکو کرکیله یې له منځه وړې، عدلي نظام یې پراخ کړی او هېواد یې د اقتصادي ځانبسیاینې پر لور روان کړی دی».
سردار احمد شکیب د روسیې له لوري رسمیت پېژندنه د افغانستان د نړیوالتوب یو مهم پړاو وباله.
په ویبنار کې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا څېړنیز مرکز مشرې امنه خان او د رومانیا د MEPEI مشر فلیویس کابا ماریه هم خبرې وکړې او خپل نظرونه یې وړاندې کړل.
طالبان په۲۰۲۱کې د دویم ځل لپاره واک ته ورسېدل او په کابل کې یې خپل حکومت اعلان کړ. دغې ډلې د قدرت له ترلاسه کولو وروسته د ښځو پر زدهکړې، کار او سیاسي ګډون سخت محدودیتونه ولګول.