• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: کېدای شي ولاديمير پوتين د سولې هوکړه ونه مني

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۵۱ GMT+۱

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې ‌شنبې په ورځ وويل چې هيله لري د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اوکراين جګړې د پای ته رسولو لپاره ګام پورته کړي، خو دا امکان هم شته چې هغه د هوکړې کولو هېڅ اراده ونه لري او دا به د پوتين لپاره يو «سخت حالت» رامنځته کړي.

ټرمپ د فاکس نيوز له فاکس او ملګري پروګرام سره په مرکه کې وويل چې په راتلونکو دوو اونيو کې به د پوتين لاره روښانه شي.

هغه يو ځل بيا اوکراين ته د امريکايي سرتېرو د لېږلو امکان رد کړ.

ټرمپ وويل، « زه فکر نه کوم چې د سولې هوکړې ترلاسه کول ستونزمن کار وي. رښتيا درته ووايم، زه فکر کوم پوتين ستړی شوی دی. هغوی ټول ستړي شوي دي، خو څوک نه پوهېږي».

هغه زياته کړه، « موږ به د ولسمشر پوتين په اړه په راتلونکو څو اونيو کې پوه شو. کېدای شي هغه هوکړه ونه غواړي».

اوکراين او اروپايي متحدين يې د ټرمپ له دې ژمنې وروسته چې د امنيتي تضمينونو له لارې به د جګړې د ختمېدو هڅه وکړي، يو څه هيله‌من شوي دي، خو ګڼې پوښتنې لا هم بې ځوابه پاتې دي.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلینسکي د سپينې ماڼۍ له غونډې وروسته وويل چې دا د سولې پر لور يو ستر ګام دی او تمه یې څرګنده کړه چې په راتلونکو اونيو کې له ټرمپ او پوتين سره درې اړخيزه ناسته وکړي.

خو د سولې لار لا هم مبهمه ده او ښايي زيلینسکي اړ شي د جګړې د پای ته رسولو لپاره دردناک امتیازات ومني.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته تر تګ وړاندې له نریندرا مودي سره لیدلي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د هند صدراعظم نریندرا مودي وايي، د چین د بهرنیو چارو وزیر له وانګ يي سره یې لیدلي. نوموړي ویلي چې د هند او چین اړیکې د یو بل د ګټو او حساسو موضوعاتو د درناوي پر بنسټ په ثابت ډول پرمخ تللې دي. ټاکل شوې وانګ یي سبا په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته لاړ شي.

مودي د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) پر اېکس ولیکل، چې د چین له ولسمشر سره یې تېر کال په کازان کې لیدلي وو او په تیانجین کې د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د بلې لیدنې په تمه دی.

مودي زیاتوي، «د هند او چین باثباته او رغنده اړیکې به د سیمې او نړۍ د سولې او هوساینې لپاره مهمې وي.»

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي هند ته د سرحدي خبرو د۲۴ پړاو لپاره تللی.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجيت دووال ویلي، چې د دواړو خواوو اړيکې مخ پر لوړېدو او سرحدونه ارام دي. هغه زیاته کړه، چې د نوي ډیلي او بېجنګ دوه اړخيزې اړيکې زياتې پياوړې شوې دي.

دغه راز وانګ یي ویلي چې «د چين او هند د اړيکو باثباته او سالم پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دی».

د سې شنبې په لومړيو ساعتونو کې د هند یوې سرچينې وويل چې چين د هند درې مهمې اندېښنې اواروي.

د سرچينې په وينا، وانګ یي د هند د بهرنيو چارو وزير جې شنکر ته ډاډ ورکړی چې بيجنګ د سرې، نايابو فلزاتو او د تونل کیندلو ماشينونو اړتياوې پوره کوي.

تمه ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سبا ته د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته لاړ شي. دغه غونډه د طالبانو په کوربه‌توب ترسره کیږي.

وانګ یي به د پنجشنبې په ورځ د کابل له درې اړخیزې ناستې وروسته په اسلام‌اباد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږم ستراتیژیک ډیالوګ د ګډې مشرۍ لپاره پاکستان ته ځي.

نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.

پوتین د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ټیلیفوني خبرې وکړې

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۱

کرملین ماڼۍ اعلان وکړ، چې ولادیمیر پوتین د سعودي عربستان له ولیعهد او وزیرانو شورا رییس محمد بن سلمان ال سعود سره ټیلیفوني خبرې وکړې او له ټرمپ سره د الاسکا ناستې مهمې پایلې یې ورسره شریکې کړې دي.

کرملین ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې خبرو کې پوتین له محمد بن سلمان سره د الاسکا ناستې مهمې پایلې شریکې کړې.

پوتین په الاسکا کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اوکراین پر سولې غږېدلی دی.

کرملین وايي، دواړو لوریو د روسیې او سعودي عربستان د همکاریو پر روانو موضوعاتو په ځانګړي ډول سیاست، سوداګرۍ، اقتصاد او پانګونې هم بحث کړی دی.

د اعلامیې له مخې، په خبرو کې د انرژۍ د نړیوال بازار د ثبات د ټینګښت لپاره د اوپک پلس په چوکاټ کې پر ګډو هڅو ټینګار شوی دی.

سویس د جینوا سولې خبرو لپاره د پوتین کوربه توب ته تیاری وښود

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۱

د سویس د بهرنیو چارو وزیر ایګنازیو کاسیس ویلي، سره له دې چې د جرمونو نړیوالې محکمې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر صادر کړی، سویس چمتو دی چې د اوکراین د سولې هر ډول خبرو لپاره د هغه کوربه توب وکړي.

که څه هم سویس د جرمونو نړیوالې محکمې غړی دی، خو یاد هېواد کولی شي د سولې خبرو کوربه شي حتا که ګډونوال د ای‌سي‌سي له خوا د نیولو امر هم ولري.

له همدې امله کاسیس ویلي چې هېواد یې پوتین ته د راتلو اجازه ورکوي.

کاسیس خبریالانو ته وویل: «دا زموږ په ډېپلوماتیک رول پورې اړه لري او جنیوا د ملګرو ملتونو د (اروپایي) مرکزي دفتر په توګه اهمیت لري.»

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دې وړاندیز کړی و چې جنیوا دې د اوکراین د سولې خبرو د ترسره کېدو احتمالي ځای وي، چې په دې خبرو کې به د روسیې ولسمشر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ګډون وکړي.

دا وړاندیز وروسته له هغه وشو چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له زېلېنسکي او اروپایي مشرانو سره په واشنګټن کې وکتل.

د جرمونو نړیوالې محکمې د پوتین د نیولو امر په ۲۰۲۳ کال کې صادر کړی و.

د ټرمپ او پوتین له ناستې وروسته په اوکراین کې روسي بریدونو ۲۱ تنه وژلي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۱

سیمه‌ییز چارواکي وايي، د اګست له ۱۶مې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په الاسکا کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ولیدل، تر نن پورې په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۹ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، یوازې د اګست پر ۱۹مه شپه روسي پوځ په ۲۷۰ بې‌پیلوټه ډرونونو او لسو توغندیو برید کړی، چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي، د مسکو د اوربند د رد پرېکړې د سولې هڅې له سختو ننګونو سره مخ کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ـ پوتین ناسته له کومې ډاګیزې هوکړې پرته پای ته ورسېده.

اسراییل په غزه کې د اوربند د وړاندیز په تړاو د حماس ځواب ارزوي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۱۰ GMT+۱

اسراییلي چارواکي وايي، په غزه کې د اوربند د وړاندیز په تړاو د فلسطین د وسله والې ډلې د ځواب ارزونه کوي. د اوربند دغه وړاندیز د ۶۰ ورځنۍ ډزبندۍ، د اسیرانو د تبادلې او د اسراییلي ځواکونو د جزوي شاتګ په اړه دی.

دوو اسراییلي چارواکو رویټرز ته ویلي، اسراییل د هغه اوربند په تړاو د حماس ځواب ارزوي چې ۶۰ ورځنۍ ډزبندي او د بندیانو د تبادلې غوښتنه پکې شوې ده.

د پلان له مخې به ۲۰۰ فلسطیني بندیان او یو شمېر ښځې او کوچنیان خوشې شي او په بدل کې به ۱۰ ژوندي اسراییلي یرغمل کسان او ۱۸جسدونه اسراییل ته وسپارل شي.

په وړاندیز کې د اسراییلي ځواکونو جزوي شاتګ او د بشري مرستو پر مخ د لارو پرانېستل کېدو یادونه هم شوې ده.

قطر ویلي، دا اوربند به د جګړې د پای ته رسېدو لپاره لاره هواره کړي.

په ورته وخت کې د اسراییلي بریدونو له امله د سې شنبې په ورځ لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان ووژل شول.