• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د طالبانو د کابینې دوه غړي: ملا هبت الله غواړي د نجونو پر مخ د مدرسو دروازې هم وتړي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د کابینې دوو غړو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې ملا هبت الله غواړي د نجونو پر مخ د مدرسو دروازې هم وتړي. د طالبانو د کابینې یاد غړي وايي، دوه اونۍ وړاندې ملا هبت الله د کابینې په غونډه کې ويلي چې ښځې د عصري زده کړو حق نه لري او مدرسې ته تګ یې هم شرعي جواز نه لري.

د طالبانو د کابینې دغو غړو د چارشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ملا هبت الله استدلال کوي د اسلام د درېیم خلیفه حضرت عمر په دوره کې ښځې جوماتونو ته له تګ څخه منع شوې وې.

د طالبانو د کابینې یو غړي وویل، « هغه همدا دلیل وايي‌ چې ښځه که جومات ته د تګ اجازه نه لري نو د تعلیم لپاره د وتلو هېڅ جواز نشته».

د طالبانو د کابینې یو بل غړی هم دا مساله تاییدوي او وايي چې د ملا هبت الله یاد دریځ د طالبانو د کابینې غړي نهیلي کړي دي.

له کندهاره یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې ملا هبت الله ته د هغه د کابینې هېڅ غړي قانع کوونکی ځواب نه دی ویلی او نه هم د یادې موضوع په تړاو ورسره مخالف نظر څرګند شوی دی.

سرچینه وايي: «له پیله تر اوسه د کابینې هېڅ غړي د دې جرئت نه دی پیدا کړی چې شیخ صاحب ته دلایل ووایي».

په افغانستان کې د طالبانو د دویمې واکمنۍ له پیل راهیسې دغې ډلې پر افغان نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار دروازې بندې کړې او وروسته له څلورو کلونو هم د طالبانو بندیز دوام لري.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبان له زر مینځونکو شرکتونو د ثابتې مالیې په توګه ۱۰ او ۱۵ ګرامه سره زر اخلي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۱

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې، چې له زر مینځونکو شرکتونو به په میاشتني ډول پر هر هکټار ځمکه د کټګورۍ له مخې، ۵، ۱۰ او ۱۵ ګرامه لوړ کیفیته سره زر د ثابتې مالیې په توګه اخېستل کیږي.

په دې غونډه کې چې د چارشنبې په ورځ (د زمري ۲۹مه) ترسره شوه، د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي چارو معاونیت ویلي، چې د سرو زرو دغه ثابته مالیه به د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له زر مینځونکو شرکتونو د رویالیټۍ اخیستلو پرمهال د مالیې وزارت د استازي په حضور کې اخیستل کېږي.

په غونډه کې دا هم ویل شوي، چې د کوچني مقیاس کرومایټ ډبرو د استخراج ټول مصارف د شرکتونو پر غاړه دي او استخراج شویو او ناپروسس شویو کرومایټو کې د وزارت ونډه ۴۵ او د شرکت ونډه ۵۵ سلنه ده. په غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې د کوچني مقیاس هغه شرکتونه چې د پروسس فابریکه ولري او استخراج شوي کرومایټ پروسس کړي، په دې صورت کې بیاد وزارت ونډه ۴۰ او د شرکت ونډه ۶۰سلنه ده.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي چارو معاونیت ویلي، د کرومایټ ډبرو د کوچني او لوی مقیاس کانونو د هغو قراردادي شرکتونو په حق کې هم دا پرېکړه د تطبیق وړ ده، چې له وړاندې څخه یې کرومایټ استخراج کړي او اوسمهال په ساحه کې پراته دي.

یاد معاونیت زیاتوي چې دغه پرېکړې د نهايي تصمیم په موخه د دوی د مشر دفتر ته استول شوې دي.

طالبانو خپل یو پخوانی قوماندان له پاکستاني طالبانو سره د همکارۍ له امله نیولی

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۱

محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو په پکتیکا کې خپل یو پخوانی قوماندان حیات الله غلچکی تنګیوال او د هغه دوه نور ملګري له پاکستاني طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي دي. طالبانو په رسمي ډول د هغه د نیول کېدو خبر نه دی تایید کړی.

سرچینو د سې شنبې په ورځ، د زمري پر ۲۸مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو خپل یو پخوانی قوماندان حیات الله غلچکی، چې له دې وړاندې د مولوي سنګین د فاتح کاروان د یوې ډلګۍ مشر و، د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې له پاکستاني طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولی او له وازې خوا ولسوالۍ نه یې د کابل څرخي پله زندان ته لېږدولی دی.

سرچینې وايي، چې د طالبانو استخباراتو د غلچکي ترڅنګ د هغه دوه نور ملګري خالد او نعیم القید هم نیولي دي.

افغانستان انټرنشنل له پکتیکا نه د خپلو سرچینو له قوله خبر ور کړی و، چې نوموړي د اګست پر اوومه او اتمه د ژوب په سمبازه سیمه کې د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د وژل شویو ۳۳ پاکستاني طالبانو د ټپیانو ددرملنې او مړو د انتقال په برخه کې د همکارۍ غږ کړی و.

نوموړي د زمري پر ۲۴مه، چې پر کابل د طالبانو د تسلط له ورځې سره سمون خوري، د خپلې ډلې له غړو غوښتنه کړې وه، چې « ملګرو ته ضرورت دی، موږ یوازې مه ورپرېږدئ».

خو د افغانستان انټرنشنل د خبر له خپرېدو وروسته نوموړي له خپلې فیسبوک پاڼې دغه پوسټ لرې کړ او وروسته سرچینو وویل، چې د طالبانو استخباراتو نوموړی د وازې خوا ولسوالۍ زندان ته اچولی او وروسته یې کابل ته لېږدولی دی.

د طالبانو امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د هغه د نیول کېدو په اړه ځواب ونه وایه.

حیات الله «غلچکی تنګیوال» د حقاني شبکې د وژل شوي قوماندان مولوي سنګین د ډلې اړوند فاتح کاروان جنګي قوماندان پاتې شوی.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي و، « هر مجاهد چې ځي، تکلیف به نه وي ورته، هیله ده، چې په دې سپیڅلي جهاد کې همکاري را سره وکړئ».

د اګست پر اوومه پاکستاني پوځ د پاکستاني طالبانو یوه ډله، چې د پکتیکا له وړممۍ ولسوالۍ نه د بلوچستان د ژوب پر لور روانه وه، په سمبازه سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو له لارې په نښه کړه، چې ۳۳ کسان پکې ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

په وړممۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د اګست پر اتمه جنګیالیو له ځینو کلینیکونو نه له ځان سره ډاکټران بوتلل، چې د پاکستاني طالبانو د ټپیانو درملنه وکړي.

د مولوي سنګین ډله له ټي ټي پي او نورو پاکستاني طالبانو سره په همکارۍ او په جګړو کې پر برخه اخېستنې تورنه ده او له همدې امله طالبانو ددې ډلې مشران، په ځانګړي ډول د سنګین ورور بلال فاتح، په کور کښېنولي دي.

د مولوي سنګین ډلې فاتح کاروان له پخوا راهیسې له ټي ټي پي سره د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف جګړو کې برخه درلوده.

غلچکي تنګیوال، چې د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په ۱۵ دقیقې کتاب کې یې خورا ډېرې یادونې شوې، د شعر په ژبه د طالبانو له اوسنیو چارواکو شکایتونه درلودل چې مقامونو یې خوی بدل کړی دی.

هغه دغه راز په ژوب کې د ۳۳ پاکستاني طالبانو له وژل کېدو وروسته ویلي و، چې « تر څوبه ورته ازادي ونه وایم چې شهیدان مو نه وي راوړي».

طالبانو ددې ډلې یو شمېر غړي له دې وړاندې هم نیولي او د څرخي پله زندان ته یې لېږدولي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان دې د امنیت په برخه کې د چین اندېښنې درک کړي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۸ GMT+۱

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره لیدنه کې له دغه هېواده غوښتي چې پر نړیوال سټېج د افغانستان د دریځ د ملاتړ په موخه خپلې هڅې او همکارۍ دوامدارې وساتي. وانګ یې په دې ناسته کې له طالبانو غوښتي، چې د امنیت برخه کې د چین اندېښنې درک کړي.

ملا حسن اخوند زیاته کړې چې چین د افغانستان په شمول له نورو هېوادونو سره په پرمختګ کې همکار پاتې شوی دی او مثبت رول یې لوبولی.

وانګ یي د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته تللی اونن غرمه یې په ګلخانې ماڼۍ کې د طالبانو له رییس الوزرا سره کتلي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د چارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې ملاحسن اخوند د چین د بهرینو چارو له وزیر سره کتنه کې ویلي چې دوی هېڅ ډلې او لوري ته د افغانستان له خاورې څخه د نورو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او له نورو هېوادونو د مثبت تعامل او ښو مناسباتو غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو له واکمنۍ سره د جګړو او ناامنۍ په ګډون ډېرې ستونزې حل شوې.

ملا حسن اخوند ویلي: «زموږ پالیسي داده چې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو او همکاریو له لارې مخته ولاړ شو. د چین په ګډون له ټولو هېوادونو سره د دوامدارو او مثبت اړیکو لرلو په پایله کې به ښه پرمختګونه ولرو.»

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي چې وانګ یي د چین او افغانستان اړیکې تاریخي بللې دي او ویې ویل: «چین د افغانستان استقلال او د افغانانو انتخاب ته درناوی لري او باوري دی، چې دوی ښه مسیر ټاکلی دی.»

نوموړي زیاته کړه: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دایمي غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له جملې څخه زه یوازینی کس یم چې دوه ځله مې افغانستان ته سفر وکړ او دا له افغانستان سره زموږ ملګرتیا او صداقت ښیي. موږ مشترک راتلونکی لرو او غواړو چې اسیایي هېوادونه، په ځانګړې توګه افغانستان د عصري کېدو او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.»

د طالبانو له قوله، وانګ یي وویل، چین له افغانستان سره په ملګرتیا کې صادق او ثابت قدمه دی او له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکارۍته چمتو دی او د پرمختګ په برخه کې د افغانانو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې:«هیله ده چې افغانستان هم د امنیت په برخه کې زموږ اندېښنې درک کړي. »

نوموړي دا هم ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه امنیتي همکاري د افغانستان لپاره د ښه پرمختګ زمینه برابروي.

تر دې مخکې وانګ یي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې اعلان وکړ، چې بیجنګ په روان کال کې د افغانستان د کانونو د استخراج چارې پیلوي. وانګ یي دغه راز د چین په «یوه لار یو کمربند» پروژه کې د افغانستان د رسمي ګډون وړاندیز کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په یوه ورځني سفر د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته تللی.

ددې ناستې یو مهم هدف له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، د سي پیک پروژې امنیت، د پولو مدیریت او د عملیاتو همغږي شودل شوی. دغه راز د بیجنګ د درې اړخیزې ناستې د پرېکړو تعقیب هم ددې ناستې یو هدف ګڼل کیږي.

له دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د بیجنګ په ناسته کې د سي پیک په پروژه کې د افغانستان د شاملولو یادونه هم شوې، خو په دې تړاو تراوسه درېواړو اړخونو روښانه دریځ نه دی ښودلی.

وانګ یي به د کابل له سفر وروسته سبا د پاکستان په سفر ځي او د هغه هېواد او چین د ستراتیژیک ډیالوګ د شپږمې ناستې مشري به کوي.

تېره میاشت د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۱۲ سلنه رالوېدلې

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۱

په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د میاشت پر میاشت شمېرو پر بنسټ، په جولای میاشت کې ۱۲ سلنه او د کال پر کال شمېرو پر بنسټ ۲ سلنه راټیټه شوې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په جولای میاشت کې له ۱۵۸ میلیونه ډالرو څخه ۱۳۸ میلیون ډالرو ته را پرېوتې ده.

د پاکستان د نېشن ورځپاڼې د راپور له مخې، اسلام اباد په جولای میاشت کې افغانستان ته د ۱۰۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي، چې د جون میاشتې په پرتله ۲۸ سلنه کموالی ښيي او د تېر کال همدې میاشتې په پرتله پکې ۲ سلنه کموالی راغلی.

همدارنګه پاکستان ته د افغانستان واردات بیا په میاشتني ډول ۱۲۹ سلنه زیات شوي دي، چې له ۱۶ میلیون ډالرو څخه ۳۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي، خو د کال پر کال شمېرو له مخې ۳ سلنه کموالی ښي.

له پاکستان څخه افغانستان ته په صادراتو کې د سیمنټو، مېوو او سبزیجاتو، نباتي غوړیو، اوسپنې او فولادو، د څارویو د خوراکي موادو او کاغذ صادرات د پام وړ زیات شوي دي.

د راپور له مخې، له افغانستان نه پاکستان ته د انګورو واردات ۵۶۲ سلنه، د رومیانو واردات ۲۱۲ سلنه او د زردالو واردات ۱۱۶ سلنه لوړ شوي، خو د پنبې، ډبرو سکرو او نورو توکو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د رسمې شمېرو له مخې، په تېر مالي کال ( ۲۰۲۴-۲۰۲۵) کې د دواړړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲۵ سلنه لوړه شوې ده. افغانستان ته د پاکستان صادرات ۳۱ سلنه زیات او واردات ۱۳ سلنه لوړ شوي دي.

کابلوف: د ترهګرۍ او نشه يي توکو په مخنیوي کې له طالبانو سره ګډ کار ته چمتو یو

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو حکومت ستایلی او وايي، «د نشه يي توکو پر ضد مبارزه او د ترهګرۍ مخنیوی یې مهمې لاسته راوړنې دي». کابلوف ویلي، چې مسکو چمتو دی له طالبانو سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګډ کار وکړي.

کابلوف پر کابل د طالبانو د تسلط ورځې په نمانځغونډه کې په خپلو خبرو کې، چې په مسکو د طالبانو سفارت خپرې کړې دي، ویلي: «څلور کاله کېږي په افغانستان کې امریکایي اشغال پای ته رسېدلی، دا ډېر وخت نه دی خو موږ پوهېږو چې په دې موده کې ډېر څه ترلاسه شوي، د ترهګرۍ او د نشه يي توکو د تولید او قاچاق په برخه کې مهم پرمختګونه شته، زه د طالب وسله والو سرښندنې ستایم.»

هغه زیاته کړې، چې روسیې د ۲۰۲۱ له اګست وروسته د ملګرو ملتونو له لارې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي او دغه لړۍ به دوام وکړي.

کابلوف وايي، «موږ چمتو یو چې له طالبانو سره په ګډه د ترهګرۍ او د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګډ کار وکړو.»

کابلوف په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې مسکو په جولای کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده او په مسکو کې یې د طالبانو سفیر ومانه او دغه پرېکړه د دوه اړخیزو اړیکو لپاره یو مهم بنسټ دی.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې روسیه په ۱۹۱۹ کال کې هم لومړی هېواد و چې له انګرېزانو نه د خپلواکۍ له اخیستو وروسته یې افغانستان په رسمیت وپېژنده.

کابلوف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې شنونکي د مسکو له خوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندل سمبولیک ګام بولي.