• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره میاشت د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۱۲ سلنه رالوېدلې

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۲ GMT+۱

په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د میاشت پر میاشت شمېرو پر بنسټ، په جولای میاشت کې ۱۲ سلنه او د کال پر کال شمېرو پر بنسټ ۲ سلنه راټیټه شوې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په جولای میاشت کې له ۱۵۸ میلیونه ډالرو څخه ۱۳۸ میلیون ډالرو ته را پرېوتې ده.

د پاکستان د نېشن ورځپاڼې د راپور له مخې، اسلام اباد په جولای میاشت کې افغانستان ته د ۱۰۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي، چې د جون میاشتې په پرتله ۲۸ سلنه کموالی ښيي او د تېر کال همدې میاشتې په پرتله پکې ۲ سلنه کموالی راغلی.

همدارنګه پاکستان ته د افغانستان واردات بیا په میاشتني ډول ۱۲۹ سلنه زیات شوي دي، چې له ۱۶ میلیون ډالرو څخه ۳۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي، خو د کال پر کال شمېرو له مخې ۳ سلنه کموالی ښي.

له پاکستان څخه افغانستان ته په صادراتو کې د سیمنټو، مېوو او سبزیجاتو، نباتي غوړیو، اوسپنې او فولادو، د څارویو د خوراکي موادو او کاغذ صادرات د پام وړ زیات شوي دي.

د راپور له مخې، له افغانستان نه پاکستان ته د انګورو واردات ۵۶۲ سلنه، د رومیانو واردات ۲۱۲ سلنه او د زردالو واردات ۱۱۶ سلنه لوړ شوي، خو د پنبې، ډبرو سکرو او نورو توکو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د رسمې شمېرو له مخې، په تېر مالي کال ( ۲۰۲۴-۲۰۲۵) کې د دواړړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲۵ سلنه لوړه شوې ده. افغانستان ته د پاکستان صادرات ۳۱ سلنه زیات او واردات ۱۳ سلنه لوړ شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

کابلوف: د ترهګرۍ او نشه يي توکو په مخنیوي کې له طالبانو سره ګډ کار ته چمتو یو

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو حکومت ستایلی او وايي، «د نشه يي توکو پر ضد مبارزه او د ترهګرۍ مخنیوی یې مهمې لاسته راوړنې دي». کابلوف ویلي، چې مسکو چمتو دی له طالبانو سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګډ کار وکړي.

کابلوف پر کابل د طالبانو د تسلط ورځې په نمانځغونډه کې په خپلو خبرو کې، چې په مسکو د طالبانو سفارت خپرې کړې دي، ویلي: «څلور کاله کېږي په افغانستان کې امریکایي اشغال پای ته رسېدلی، دا ډېر وخت نه دی خو موږ پوهېږو چې په دې موده کې ډېر څه ترلاسه شوي، د ترهګرۍ او د نشه يي توکو د تولید او قاچاق په برخه کې مهم پرمختګونه شته، زه د طالب وسله والو سرښندنې ستایم.»

هغه زیاته کړې، چې روسیې د ۲۰۲۱ له اګست وروسته د ملګرو ملتونو له لارې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي او دغه لړۍ به دوام وکړي.

کابلوف وايي، «موږ چمتو یو چې له طالبانو سره په ګډه د ترهګرۍ او د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګډ کار وکړو.»

کابلوف په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې مسکو په جولای کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده او په مسکو کې یې د طالبانو سفیر ومانه او دغه پرېکړه د دوه اړخیزو اړیکو لپاره یو مهم بنسټ دی.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې روسیه په ۱۹۱۹ کال کې هم لومړی هېواد و چې له انګرېزانو نه د خپلواکۍ له اخیستو وروسته یې افغانستان په رسمیت وپېژنده.

کابلوف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې شنونکي د مسکو له خوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندل سمبولیک ګام بولي.

فوزیه کوفي: ښه دا ده چې خلیلزاد هم د اسلام اباد غونډې ته وبلل شي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د اسلام اباد غونډې په تړاو د زلمي خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نوموړی هڅه کوي د طالبانو د مخالفانو خبرې اترې بې اعتباره کړي. کوفي وړاندیز کړی، غوره لاره داده چې نوموړی هم دې ناستې ته وبلل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي خلیلزاد پرون پر خپل اېکس لیکلي وو، چې دغه غونډه ای ایس ای تنظیم کړې او د ګډونوالو نوملړ هم ای ايس ای د وېزو لپاره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته لېږلی دی.

مېرمن کوفي د چهارشنبې په ورځ پر اېکس‌ لیکلي: «د ښاغلي خلیلزاد تازه ټویټونه مې ولوستل او ومې لیدل چې هغه د افغان نارینه او ښځو غونډې ته څومره پام کوي، نو زما په اند غوره لاره دا ده چې هغه دې غونډې ته وبلل شي څو د خطر پرځای ځان په دې غونډه کې شامل وانګیري».

کوفي ویلي چې د خلیلزاد په شان کسانو د کمزوري مدیریت له امله پنځه ښځې هم سره ناسته نه شي کولی، د کابل پر سړکونو په ازاد ډول نه شي ګرځیدلی او په عامه ځایونو کې د څرګندو خبرو حق نه لري.

مېرمن کوفي ویلي چې خلیلزاد هڅه کوي اوس د هغو لږو او په سختو هڅو ترلاسه شویو ځایونو مشروعیت زیانمن کړي چې افغان ښځو په خپلو لاسونو رامنځته کړي دي.

هغې ټینګار کړی «کیدای شي په دې غونډه کې ګډون هغه ته فرصت ورکړي چې پخپله وویني د توطیې تیورۍ یې بې بنسټه دي او بالاخره د رد پرځای هغو غږونو ته غوږ ونیسي چې په ریښتیا غواړي په کرامت، عدالت، ګډون او ازادۍ خپل هیواد ته سوله راولي».

تر دې مخکې، د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د زلمي خلیلزاد څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي و، «خلیلزاد اوس پوه شو چې د پاکستان «ای اېس‌ ای» د افغانستان لپاره خطرناک پلانونه لري.»

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د پاکستان د سوېلي اسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ په نوښت یاده غونډه د اګسټ پر ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې جوړیږي او دا به د اسلام اباد پروسې پیل هم وي.

یو قطری شرکت په کندهار کې ۴۰۰ بستریز تخصصي روغتون جوړوي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د قطر له یوه خیریه بنسټ سره یې په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو تړون لاسلیک کړی. یاد روغتون د کندهار په عینو مېنه کې جوړیږي او یوازې به د ښځو او ماشومانو په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو د عامې ورغتیا وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، چې د قطر له الخیریه بنسټ سره په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز تخصصي روغتون د جوړولو او تجهیز هوکړه لیک یې لاسلیک کړ.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو پرمهال ویلي، چې د یاد روغتون په جوړېدو سره به په سویلي زون کې د مور او ماشوم د تخصصي روغتیايي خدمتونو اړتیاوې پوره شي.

جلالي ویلي:«د قطر حکومت او الخیریه بنسټ د دې ستر کار لپاره د مرستې کولو څخه مننه کوم. باور لرم چې د یاد روغتون په جوړېدو سره به په ډېر شمېر میندو، ماشومانو او ښځو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي».

طالبانو د یاد روغتون د جوړېدو لپاره د لګښتونو په اړه څه نه دې ویلي، خو وايي، د دغه روغتون د جوړېدو چارې به په دوه کاله او شپږ میاشتو کې بشپړې شي.

د راپورونو له مخې د قطر له خوا یاد روغتون د کندهار په عینومېنه کې جوړیږي او یوازې به د ښځو او ماشومانو په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

چین په روان کال کې د افغانستان د کانونو د استخراج چارې پیلوي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي اعلان وکړ، چې بیجنګ په روان کال کې د افغانستان د کانونو د استخراج چارې پیلوي. وانګ یي دغه راز د چین په «یوه لار یو کمربند» پروژه کې د افغانستان د رسمي ګډون وړاندیز کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۹مه، وویل، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د دې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې بیجنګ په روان کال کې د افغانستان د کانونو د استخراج چارې پیلوي.

پر چین نیوکې دي، چې د عینک د مسو کان د استخراج په پروژه کې په مختلفو پلمو ځنډ کوي.

وانګ یي دغه راز وړاندیز کړی، چې افغانستان د چین د یوه لار او یوه کمربند پروژې رسمی برخه وګرځي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې متقي د افغانستان او چين دوه اړخيزې اړيکې مخ پر وده او چين د افغانستان ښه سوداګريز شريک بللی چې په وینا یې، په کلني ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه يو ميليارد ډالرو ته رسېږي.

متقي هيله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګزیر حجم د پام وړ کچې ته پورته شي.

متقي دغه راز د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د ټرانسپورتي همکاریو،‌ بانکي‌ اړیکو او د سوداګرۍ انډول د برابرولو په برخه کې هم خپل وړاندیزونه کړي او غوښتنه یې کړې، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بین الحکومتي کمیسیونونه ګډ کار وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا بیجنګ ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به «هېڅکله د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارول شي».

د چین د بهرنیو چارو وزیر په یوه ورځني سفر کابل ته تللی، چې د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.

ددې ناستې یو مهم هدف له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، د سي پیک پروژې امنیت، د پولو مدیریت او د عملیاتو همغږي شودل شوی. دغه راز د بیجنګ د درې اړخیزې ناستې د پرېکړو تعقیب هم ددې ناستې یو هدف ګڼل کیږي.

له دې واندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د بیجنګ په ناسته کې د سي پیک په پروژه کې د افغانستان د شاملولو یادونه هم شوې، خو په دې تړاو تراوسه درېواړو اړخونو روښانه دریځ نه دی ښودلی.

وانګ یي به د کابل له سفر وروسته سبا د پاکستان په سفر ځي او د هغه هېواد او چین د ستراتیژیک ډیالوګ د شپږمې ناستې مشري به کوي.

د هرات والي د هري کاروان ټرانسپورټي شرکت مسوولان د تحقیقاتو لپاره احضار کړل

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۱

طالبان وايي، د هرات ولایت لپاره د ددې ډلې والي اسلام جار د «هري کاروان ټرانسپورټي شرکت» مسوولان تر امر ثاني پورې د تحقیاتو لپاره احضار کړي، څو د پروني ټکر د پيښې بشپړ معلومات ترسره او قانوني اجرات ترسره شي. په دې پېښه کې تر ۸۰ پورې کسانو ژوند له لاسه ور کړی.

د سې‌شنبې په ماښام د هرات_اسلام کلا پر لویه لار په یوې ټرافیکي پېښې کې لسګونه کسان مړه شوي دي. دغه پېښه هغه مهال وشوه، چې له ایران څخه د اخراج شویو کډوالو مساپر وړونکي بس له یوه موټر سایکل او مازډا ډوله موټر سره ټکر وکړ. طالبانو ویلي، چې په ټوله کې تر دې دمه۷۹ کسان په دې پېښه کې مړه شوي دي.

100%

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویاند او د زلزله‌ ځپلو د ملاتړ کمېسیون غړي احمدالله متقي د چهارشنبې په ورځ (د زمري پر ۲۹مه) وویل، چې د طالبانو د کډوالو عالي کمېسیون، د رياست الوزرا داداري او مالي مرستيال او ملي دفاع وزارت مقام له خوا به د هرات ولايت د پېښې ټول مړي د یوې ځانګړې نظامي هوايي الوتنې په مټ د کابل ۴۰۰ بستریز روغتون ته انتقال شي.