• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هرات والي د هري کاروان ټرانسپورټي شرکت مسوولان د تحقیقاتو لپاره احضار کړل

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۱

طالبان وايي، د هرات ولایت لپاره د ددې ډلې والي اسلام جار د «هري کاروان ټرانسپورټي شرکت» مسوولان تر امر ثاني پورې د تحقیاتو لپاره احضار کړي، څو د پروني ټکر د پيښې بشپړ معلومات ترسره او قانوني اجرات ترسره شي. په دې پېښه کې تر ۸۰ پورې کسانو ژوند له لاسه ور کړی.

د سې‌شنبې په ماښام د هرات_اسلام کلا پر لویه لار په یوې ټرافیکي پېښې کې لسګونه کسان مړه شوي دي. دغه پېښه هغه مهال وشوه، چې له ایران څخه د اخراج شویو کډوالو مساپر وړونکي بس له یوه موټر سایکل او مازډا ډوله موټر سره ټکر وکړ. طالبانو ویلي، چې په ټوله کې تر دې دمه۷۹ کسان په دې پېښه کې مړه شوي دي.

100%

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویاند او د زلزله‌ ځپلو د ملاتړ کمېسیون غړي احمدالله متقي د چهارشنبې په ورځ (د زمري پر ۲۹مه) وویل، چې د طالبانو د کډوالو عالي کمېسیون، د رياست الوزرا داداري او مالي مرستيال او ملي دفاع وزارت مقام له خوا به د هرات ولايت د پېښې ټول مړي د یوې ځانګړې نظامي هوايي الوتنې په مټ د کابل ۴۰۰ بستریز روغتون ته انتقال شي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي او مل پلاوي سره یې لیدلي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن چهارشنبه (د زمري ۲۹مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ ناسته کې د افغانستان او چین د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی یې هم په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته رسېدلی دی. د کابل هوايي ډګر ته د نوموړي د هرکلي لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال محمد نعیم ورغلی و.

اسحاق ډار سره په دغه سفر کې د یاد هېواد د رېل پټلۍ وزیر او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم ملتیا کوي.

وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه غونډه کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په ګډون پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته ورسېد

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۴۸ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته ورسېد. کابل هوايي ډګر ته د نوموړي د هرکلي لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد نعیم ورغلی و.

اسحاق ډار سره په دغه سفر کې د یاد هېواد د رېل پټلۍ وزیر او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم ملتیا کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هم د دغه غوندې لپاره له نوي ډیلي څخه کابل ته راځي.

وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغې غونډه کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په ګډون پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشي.

ځایي اوسېدونکي: د خوست په بازارونو کې په ازاد ډول د وسلو په شکل د قلمونو پېر او پلور کېږي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۴۵ GMT+۱

د خوست ولایت ځايي اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې طالبانو د هغو قلمونو د خرڅلاو اجازه ورکړې چې د بم، راکټ، ټوپک، ګرنېټ او چاکو په څېر جوړ شوي او تازه له ګاونډیو هېوادونو وارد شوي دي.

د دوی په وینا؛ د دغه ډول قلمونو پېر او پلور د ماشومانو د راتلونکې په اړه د دوی کورنۍ اندېښمنې کړې دي. د معلوماتو پربنسټ؛ د وسلو په بڼه جوړه شوې دغه قرطاسیه په پلورنځیو، کلیو او د ښوونځیو شاوخوا هټیو کې په پراخه کچه شته او ماشومان یې په ازاده توګه پېري.

100%

د محمد په مسعار نوم د خوست یوه اوسېدونکي ویلي، یاد قلمونه تازه له چین او پاکستان څخه افغانستان ته راوړل شوي دي.

هغه وایي، چې په ازاده توګه د دغه ډول توکو کارونه او په ځانګړې توګه د ماشومانو له لوري ورته اسانه لاسرسی په ټولنه کې د سخت دریځۍ ریښې پیاوړې کوي او ټولنه د تاوتریخوالي لور ته بیايي.

له بل پلوه د طالبانو له لوري د یادو توکو د پېر او پلور اجازې د ماشومانو د کورنیو سخته غوسه راپارولې ده. دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د دوی تر واک لاندې په ملي راډیو ټلویزون کې په دوامداره توګه داسې برنامې خپروي چې په‌کې د چاودنو، بمونو او د تاوتریخوالي ځینو نورو بڼو ته هم اشاره شوې وي.

د یادونې ده، چې طالبان په ځینو مراسمو او په ځانګړې توګه د خپلې واکمنۍ کلیزو پرمهال په رسمي پوځي پریډونو کې بوشکه‌یي بمونه او ځانمرګي واسکټونه هم نندارې ته وړاندې کړي دي.

د افغانستان د لامبو وهنې ملي لوبغاړي د سېلابونو پر مهال د خلکو ژوند ژغورلی

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۰ GMT+۱

د افغانستان د لامبو وهنې فډراسیون ویلي، چې د دغه فډراسیون غړي اېمل نبي‌زاده د وروستیو سېلابونو پر مهال د څو هېوادوالو ژوند ژغورلی دی.

که څه هم فډارسیون دا نه‌دي ویلي، چې د سېلابونو پرمهال دغه کسان په کومو ځایونو کې د یاد افغان ملي لوبغاړي له لوري ژغورل شوي؛ خو نوموړي د ننګرهار د وروستیو سېلابونو پرمهال هم یو شمېر کسان ژغورلي وو.

یاد فډراسیون د ښاغلي نبي‌زاده له هڅو او سرښندونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړي د سر په بیه د نورو مرستو ته وردانګلي دي. د اېمل نبي‌زاده ورزشي فعالیتونه یوازې لامبو وهلو پورې محدود نه‌دي؛ بلکې هغه دا مهال په ننګرهار کې د پیداګوژۍ فوټبال لوبډلې لوبډلمشر هم دی او د فوټبال ښه مخینه لري.

فډراسیون ویلي، چې نبي‌زاده تر دې واړندې هم په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې څو ځلې په اوبو کې د ډوبېدو پرمهال د خلکو ژوند ژغورلی دی.

په ننګرهار کې د اېمل او ځینو نورو هغو کسانو ویډیوګانې چې د سېلابونو پرمهال یې خلک او په ځانګړې توګه ماشومان ژغورلي، په خواله رسنیو کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوې دي.

100%

له بندیزونو سره؛ په کور دننه هم ځینو افغانانو د خپلواکۍ ورځ له ملي بېرغونو سره ونمانځله

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۷ GMT+۱

په خواله رسنیو کې ګڼې داسې لنډې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په‌کې لیدل کېږي، چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ځینو کسانو د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه له درې رنګه ملي بېرغ سره نمانځلې ده.

په کابل ښار کې ځینو کسانو درې رنګه ملي بېرغ له هوایي پړسوونکو سره یوځای نښلولی او هوا ته یې پورته کړی، چې په خواله رسنیو کې یې ویډیوګانې ډېرې لاس په لاس شوې او تود هرکلی ترې شوی دی.

له کابله ځینې نورې داسې ویډیوګانې هم په خواله رسنیو کې شریکې شوې، چې ځینو کسانو په کور دننه له ملي بېرغ سره د خپلواکۍ جشن نمانځلی دی.

په ورته وخت کې په ننګرهار کې هم ځینو تنکیو ځوانانو د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت درې رنګه ملي بېرغ رپولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ځیني هغه کسان چې په بېلابېلو مناسبتونو کې یې ملي بېرغ پورته کړی و او یا یې له ځان سره لېږداوه؛ د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

که څه هم طالبانو د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسب په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه؛ خو په‌کې د ملي بېرغ او د غازي امان الله خان ستاینه نه‌ده کړې او برعکس یې هغه په «بې‌دینۍ» تورن کړ.

طالبانو د بیا ځل واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د ځینو هغو ځوانانو پر وړاندې چې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت له ملي بېرغونو سره ښار ته راوتلي وو؛ له تاوتریخوالي ډک چلند کړی دی.