د افغانستان د لامبو وهنې ملي لوبغاړي د سېلابونو پر مهال د خلکو ژوند ژغورلی

د افغانستان د لامبو وهنې فډراسیون ویلي، چې د دغه فډراسیون غړي اېمل نبيزاده د وروستیو سېلابونو پر مهال د څو هېوادوالو ژوند ژغورلی دی.

د افغانستان د لامبو وهنې فډراسیون ویلي، چې د دغه فډراسیون غړي اېمل نبيزاده د وروستیو سېلابونو پر مهال د څو هېوادوالو ژوند ژغورلی دی.
که څه هم فډارسیون دا نهدي ویلي، چې د سېلابونو پرمهال دغه کسان په کومو ځایونو کې د یاد افغان ملي لوبغاړي له لوري ژغورل شوي؛ خو نوموړي د ننګرهار د وروستیو سېلابونو پرمهال هم یو شمېر کسان ژغورلي وو.
یاد فډراسیون د ښاغلي نبيزاده له هڅو او سرښندونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړي د سر په بیه د نورو مرستو ته وردانګلي دي. د اېمل نبيزاده ورزشي فعالیتونه یوازې لامبو وهلو پورې محدود نهدي؛ بلکې هغه دا مهال په ننګرهار کې د پیداګوژۍ فوټبال لوبډلې لوبډلمشر هم دی او د فوټبال ښه مخینه لري.
فډراسیون ویلي، چې نبيزاده تر دې واړندې هم په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې څو ځلې په اوبو کې د ډوبېدو پرمهال د خلکو ژوند ژغورلی دی.
په ننګرهار کې د اېمل او ځینو نورو هغو کسانو ویډیوګانې چې د سېلابونو پرمهال یې خلک او په ځانګړې توګه ماشومان ژغورلي، په خواله رسنیو کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوې دي.



په خواله رسنیو کې ګڼې داسې لنډې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې پهکې لیدل کېږي، چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ځینو کسانو د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه له درې رنګه ملي بېرغ سره نمانځلې ده.
په کابل ښار کې ځینو کسانو درې رنګه ملي بېرغ له هوایي پړسوونکو سره یوځای نښلولی او هوا ته یې پورته کړی، چې په خواله رسنیو کې یې ویډیوګانې ډېرې لاس په لاس شوې او تود هرکلی ترې شوی دی.
له کابله ځینې نورې داسې ویډیوګانې هم په خواله رسنیو کې شریکې شوې، چې ځینو کسانو په کور دننه له ملي بېرغ سره د خپلواکۍ جشن نمانځلی دی.
په ورته وخت کې په ننګرهار کې هم ځینو تنکیو ځوانانو د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت درې رنګه ملي بېرغ رپولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ځیني هغه کسان چې په بېلابېلو مناسبتونو کې یې ملي بېرغ پورته کړی و او یا یې له ځان سره لېږداوه؛ د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
که څه هم طالبانو د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسب په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه؛ خو پهکې د ملي بېرغ او د غازي امان الله خان ستاینه نهده کړې او برعکس یې هغه په «بېدینۍ» تورن کړ.
طالبانو د بیا ځل واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د ځینو هغو ځوانانو پر وړاندې چې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت له ملي بېرغونو سره ښار ته راوتلي وو؛ له تاوتریخوالي ډک چلند کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ له څلورمې کلیزې سره هممهاله د امریکا په کانګرس کې «د افغانستان جګړې کمېسیون» د راپور په خپرولو سره ویلي، چې د شل کلنې جګړې د ناکامۍ بنسټیزې ریښې په تاکتیکي برخو کې نه؛ بلکې په ستراتېژیکو نیمګړتیاوو کې وې.
په راپور کې راغلي، چې د افغانستان ادارې د امریکا د مرستو له امله له اړتیا زیاتې پر بهرنیو سرچینو متکي پاتې شوې او د خپلو ظرفیتونو د پیاوړتیا وس یې له لاسه ورکړ.
د دغه کمېسیون په باور؛ د موازي سیستمونو او قراردادي ادارو له لارې مرستو د افغان دولت حاکمیت زیانمن کړ او د ادارو ماتېدونکی وضعیت یې لا کړکېچن کړ.
په راپور کې د سولې خبرو ته په اشارې سره ویل شوي، چې د سولې خبرې ډېر ناوخته پیل شوې؛ هغه مهال چې امریکا په افغانستان کې خپل پوځي حضور خورا کم کړی و او د فشار راوستلو لپاره یې ډېره برخه له لاسه ورکړې وه.
راپور د پاکستان په اړه کاږي، چې پاکستان له یوې خوا د امریکا ترانزیټي لارې پرانیستې وې او د القاعدې شبکې پر ضد یې همکاري کوله؛ خو له بلې خوا یې د طالبانو پټنځایونه په خپله خاوره کې پټ ساتل او له دوی سره یې مرسته کوله.
د راپور په یوه بله برخه کې د افغانستان سیاسي اختلافات او سیستماتیک فساد د دولت د مشروعیت د کمېدو مهم لاملونه بلل شوي دي؛ د بېلګې په توګه د ۲۰۱۴کال ولسمشریزو ټاکنو ته اشاره شوې، چې د راپور په ټکو د تفرقې او بېباورۍ فضا یې رامنځته کړه.
راپور زیاتوي، چې د امریکا مبهمه پالیسي، د ستراتېژۍ نشتوالی او پر بهرنیو مرستو د افغان ځواکونو اتکا د سقوط د چټکتیا لاملونه وو.
د امریکا په کانګرس کې د افغان جګړې کمېسیون همداراز ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو وتلو پرېکړې د افغان پوځ مورال کمزوری کړ، طالبان یې زړهور کړل او بالاخره د ولسمشر اشرف غني په تېښتې سره کابل پرته له جګړې سقوط شو.
د راپور په پای کې راغلي، چې څلور کاله وروسته افغانستان یو ځل بیا د نړۍوالو ترهګرو ډلو په خوندي پناهځای بدل شوی دی.
د امریکا په کانګرس کې د افغانستان جګړې کمېسیون په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال او د پخواني جهمهوري نظام له پرځېدو وروسته جوړ شوی او دا یې د افغان جګړې په اړه دویم راپور دی، چې خپروي.

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور هیله نجیب د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې په مناسبت وايي، ملا او مذهب د هېواد د دوښمنانو لپاره تر ټولو داسې غوره وسیله ده چې ورسره هېوادوال له غربت سره مخ کړي.
هیله نجیب په خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «۱۰۶ کاله کېږي چې شاه امان الله زموږ ازادي اعلان کړې ده او د انګلیس له لورې وشړل شو. ملا او مذهب د هېواد دوښمنانو ته تر ټولو غوره وسیله شوه، څو ورسره له هر نسل وروسته د غربت او غلامۍ دایره تکرار شي.»
د نوموړې په وینا، خپلې خپلواکۍ ته باید په نه سترګه ونه کتل شي.
هیله نجیب زیاتوي: «خپلې خپلواکۍ ته باید په نه سترګه ونه ګورو، موږ با وقاره خلک یو، خو غربت زموږ غرور تر پښو لاندې کړی ان د «هغه» ګاونډي پر وړاندې چې له لسګونو کلونو راهیسې زموږ پر هېواد بریدونه کوي او ۴ کاله مخکې یې په کابل کې خپل لاسپوڅي حاکمان کړل.»
د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري په ۲۸مه غازي شاه امان الله خان له انګرېزانو د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او له یادې ورځې راهیسې هر کال دغه ورځ د خپلواکۍ ورځې په توګه په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي.

د افغانستان د جګړې پخواني امریکايي سرتېري د شل کلنې جګړې په اړه د پرېکړو د بیاکتنې کمېسیون ته خپلې تجربې او د هغې جګړې حالات بیانوي. دغه سرتېري وايي: «د افغانستان جګړه نه یوازې دوزخ وه، بلکي مغشوشوونکې، روحیه ماتونکې او کله ناکله سپکوونکې هم وه.»
د افغانستان د جګړې دوه اړخیز کمېسیون هڅه کوي، چې د دغو پخوانیو سرتېرو تجربې په هغه راپور کې ځای پر ځای کړي، چې راتلونکی کال یې کانګرس ته وړاندې کوي.
دغه راپور د ۲۰۰۱ کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ګډوډ وتلو پورې مهمې ستراتېژیکې، ډیپلوماتیکې، پوځي او عملیاتي پرېکړې څېړلې دي.
دغه ډلې د سې شنبې په ورځ خپل دویم لنډمهاله راپور خپور کړی، چې تر اوسه یې کومه پايله نه ده وړاندې کړې.
دوی د کابینې له غړو، پوځي قوماندانانو، ډيپلوماټانو، د افغانستان او پاکستان له مشرانو او نورو کسانو سره شاوخوا ۱۶۰ مرکې کړي او زرګونه دولتي اسناد یې تر لاسه کړي.
د افغانستان په جګړه کې پخوانیو امریکايي سرتېرو د اګسټ په ۱۲مه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې «موږ د افغانستان له جګړې څه زده کولی شو» د دوو پرله پسې ساعتونو لپاره خپلې شخصي کیسې او تجربې شریکې کړې.
په دې کیسو کې یوه هم مثبته نه وه او ډېری یې له ژورې مایوسۍ او خپګان څخه ډکې وې.
یوې پخوانۍ سمندري سرتېرې بریټي ډایمونډ چې په ۲۰۱۲ کې يې په افغانستان کې دنده تر سره کړې، وايي: «زما په اند د دې تجربې تر ټولو غوره توصیف دا دی، چې دا هر څه وحشتناکه و.»
د سمندري ځواکونو پخوانۍ سرتېري فلورنس ویلس وویل، چې د ۲۰۲۱ کال وتل شرمونکې وه او په افغانستان کې په خدمت کولو شرمېږي.
هغې وویل: «دا هر څه د ویتنام په څېر و، داسې ویتنام چې هېچا یې هم تمه نه لرله او موږ هم پکې هڅه نه وه کړې.»
د امریکا د کانګرس غړو چې ځینو یې په دې جګړه کې برخه هم اخیستې، د ۲۰۲۱ کاله د وتلو څو میاشتې وروسته یې یو خپلواک کمېسیون جوړ کړ.
دا اقدام له هغه وروسته وشو، چې جو بايډن ډېموکراټ حکومت په ارزونه کې ټرمپ د اداري کړنې مسوول وګڼلی او زیاته یې کړه، چې هغه د امریکا لپاره انتخابونه محدود کړي و.
بلخوا، د جمهوريپالانو ارزونې بیا خپله بایډن ملامت وګاڼه.
د کمېسیون مرستیال مشر ډاکټر کالین جکسن وايي، دوی هڅه کوي چې د دې اوږدې جګړې لوی انځور درک او وړاندې کړي.
هغه وویل: «دا راپور باید د هر سرتېري، بحري، هوايي او سمندري ځواکونو د تجربې استازیتوب وکړي.»
د پوځ یوه بل پخواني سرتېري سټیف اورف چې ۸ کاله یې په افغانستان کې دنده اجرا کړې، وویل: «دې تجربې مې روحیه ماته کړه، زه هلته د یوه بد سړي د وهلو لپاره نه وم تللی.»
د راپور له مخې، د بایډن ادارې په پيل کې کمېسیون ته اجازه نه ورکوله، چې د سپينې ماڼۍ هغه اسناد چې د ۲۰۲۰کال د فبرورۍ د سولې تړون د عملي کېدو او د ځواکونو د اېستلو د څرنګوالي په اړه و، تر لاسه کړي.
دغه جګړه د امریکا د څلورو ولسمشرانو د واک پر مهال روانه وه او له ۲۴۰۰ زیات امریکان پکې ووژل شول.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو د خبرو پرمهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د متحدهایالاتونو د تاریخ شرموونکې شېبه بللې ده.
ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې که هغه ولسمشر وای، له افغانستانه به په عزت، ځواک او اقتدار سره وتلی وای.
نوموړي د ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي توندې نیوکې کوي او وایي: «زما په اند دا زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه وه.»
د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتنه رهبري کړه؛ خو دا پلان په جزوي ډول د ټرمپ د لومړۍ ادارې له خوا جوړ شوی و.
د ټرمپ ترڅنګ جمهوري غوښتونکي د بایډن د وتلو د مدیریت په اړه نیوکې کوي، چې له کبله یې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.
دوی وايي، چې دغه وتل باید په سمو شرایطو کې تر سره شوی وای.
د یادولو ده، چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې شاوخوا اوه میلیارده ډالره پوځي تجهیزات پرېښودل. دا هغه مهال و، چې امریکا په بېړه له افغانستانه ووتله او طالبان د کابل په ګډون پر ټول افغانستان واکمن شول.
په دغو وسایلو کې پوځي وسایط، الوتکې، چورلکې او پرمختللې پوځي وسلې شاملې دي.
ټرمپ په وار-وار خبرداری ورکړی، له طالبانو به د میلیاردونو ډالرو په ارزښت دغه پوځي وسایل او وسلې بېرته واخلي.

د امریکا د کانګرس څلورو ډېموکراټو او جمهوري پالو غړو د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) «د دوامداره هرکلي قانون» په نوم یوه نوې طرحه د دغه هېواد د استازو جرګې ته وړاندې کړه.
د دغو څلورو غړو په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې په دې لایحې سره پر شرایطو د برابرو پخوانیو افغان همکارانو د لېږدولو پروګرام بېرته فعال او د قانون په چوکاټ کې الزامي کېږي.
سېډني کاملاګر دوف، مایک لالر، دیناتیتوس او مایکل مکال چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې پخوانی مشر هم وو، دغه لایحه وړاندې کړې ده.
د دغې لایحې پر بنسټ، د افغانانو د لېږدولو لپاره د ځانګړو همغږیو دفتر چې ټرمپ لغوه کړی وو، بېرته فعال او رسمیت مومي او ورسره به پر شرایطو د افغان پناه غوښتونکو د دوسیو د څارنې لپاره یو معلوماتي مرکز جوړ شي او له مخې یې دولت مکلف شوی، چې د هغو کسانو چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځ سره کار کړی د لېږدونې او همداراز د هغوی د کورنیو د یو ځای کېدو بهیر چټک کړي.
په دغې لایحه کې د امریکا له بهرنیو چارو وزارته غوښتل شوي، چې په هرو درېیو میاشتو کې د افغان پناه غوښتونکو د دوسیو او همداراز د ویزې ورکړې د څرنګوالي په تړاو کانګرس ته راپور ورکړي. د امریکا د استازو جرګې غړي په دغې لایحې سره هڅې کوي، چې پخوانیو افغان همکارانو ته د امریکا کړې ژمنې بیا احیا او قانوني کړي.
سېډني کاملاګر دوف چې د دغې لایحې یوه طراحه ده، وايي: «له افغان متحدینو سره پر شویو ژمنو درېدل باید ګوندي مسایلو پورې ونه تړل شي، ځکه دا زموږ اخلاقي او د ملي اعتبار یوه برخه ده.»
د جمهوري پال ګوند استازی مایک لالر هم ویلي: «دغه قانون د دې تضمین کوي چې د لېږد بهیر، امنیتي ارزونې او د کورنیو یو ځای کېدل په چټکۍ او روڼتیا سره ترسره شي.»
مایکل مکال هم په دې ګډې اعلامیې کې ویلي: «د وتنې په ګډوډیو کې لسګونه زره کسان پاتې شول او له موږ سره د همکارۍ له امله د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ دي. دغه لایحه دې ته زمینه برابروي، چې موږ پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړو.»
امریکا ته د افغان متحدینو د لېږد پروګرام د کډوالو په تړاو د ټرمپ د وروستیو پالیسو له امله درول شوی او د افغان همکارانو د لېږدونې د همغږۍ دفتر هم لغوه شوی وو.
د پخوانیو افغان همکارانو د ملاتړ ډلې مشر شان وندایور د یادو استازو له دغه اقدامه په هرکلي سره ویلي: «دغه پروګرام پخوانیو سرتېرو جوړ کړی، څو افغان متحدین خوندي کړي خو په خواشینۍ سره چې ودرول شو. اوس کانګرس د دې فرصت موندلی، څو هغه بیا فعال کړي او دا وښيي چې امریکا پر خپلو ژمنو درېږي.»
د یادونې وړ ده، چې د کډوالو په تړاو د امریکا د ولسمشر د وروستیو پالیسیو له امله د امریکا لسګونه زره افغان متحدین په افغانستان او یا هم په درېیمو هېوادونو کې په بې برخلیکۍ کې شپې او ورځې تېروي او له امریکا یې په وار-وار غوښتي، چې له دوی سره د لېږدونې په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي او د لېږدودنې بهیر هم چټک کړي.