• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته ورسېد

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۴۸ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته ورسېد. کابل هوايي ډګر ته د نوموړي د هرکلي لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد نعیم ورغلی و.

اسحاق ډار سره په دغه سفر کې د یاد هېواد د رېل پټلۍ وزیر او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم ملتیا کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هم د دغه غوندې لپاره له نوي ډیلي څخه کابل ته راځي.

وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغې غونډه کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په ګډون پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

ځایي اوسېدونکي: د خوست په بازارونو کې په ازاد ډول د وسلو په شکل د قلمونو پېر او پلور کېږي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۴۵ GMT+۱

د خوست ولایت ځايي اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې طالبانو د هغو قلمونو د خرڅلاو اجازه ورکړې چې د بم، راکټ، ټوپک، ګرنېټ او چاکو په څېر جوړ شوي او تازه له ګاونډیو هېوادونو وارد شوي دي.

د دوی په وینا؛ د دغه ډول قلمونو پېر او پلور د ماشومانو د راتلونکې په اړه د دوی کورنۍ اندېښمنې کړې دي. د معلوماتو پربنسټ؛ د وسلو په بڼه جوړه شوې دغه قرطاسیه په پلورنځیو، کلیو او د ښوونځیو شاوخوا هټیو کې په پراخه کچه شته او ماشومان یې په ازاده توګه پېري.

100%

د محمد په مسعار نوم د خوست یوه اوسېدونکي ویلي، یاد قلمونه تازه له چین او پاکستان څخه افغانستان ته راوړل شوي دي.

هغه وایي، چې په ازاده توګه د دغه ډول توکو کارونه او په ځانګړې توګه د ماشومانو له لوري ورته اسانه لاسرسی په ټولنه کې د سخت دریځۍ ریښې پیاوړې کوي او ټولنه د تاوتریخوالي لور ته بیايي.

له بل پلوه د طالبانو له لوري د یادو توکو د پېر او پلور اجازې د ماشومانو د کورنیو سخته غوسه راپارولې ده. دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د دوی تر واک لاندې په ملي راډیو ټلویزون کې په دوامداره توګه داسې برنامې خپروي چې په‌کې د چاودنو، بمونو او د تاوتریخوالي ځینو نورو بڼو ته هم اشاره شوې وي.

د یادونې ده، چې طالبان په ځینو مراسمو او په ځانګړې توګه د خپلې واکمنۍ کلیزو پرمهال په رسمي پوځي پریډونو کې بوشکه‌یي بمونه او ځانمرګي واسکټونه هم نندارې ته وړاندې کړي دي.

د افغانستان د لامبو وهنې ملي لوبغاړي د سېلابونو پر مهال د خلکو ژوند ژغورلی

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۰ GMT+۱

د افغانستان د لامبو وهنې فډراسیون ویلي، چې د دغه فډراسیون غړي اېمل نبي‌زاده د وروستیو سېلابونو پر مهال د څو هېوادوالو ژوند ژغورلی دی.

که څه هم فډارسیون دا نه‌دي ویلي، چې د سېلابونو پرمهال دغه کسان په کومو ځایونو کې د یاد افغان ملي لوبغاړي له لوري ژغورل شوي؛ خو نوموړي د ننګرهار د وروستیو سېلابونو پرمهال هم یو شمېر کسان ژغورلي وو.

یاد فډراسیون د ښاغلي نبي‌زاده له هڅو او سرښندونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړي د سر په بیه د نورو مرستو ته وردانګلي دي. د اېمل نبي‌زاده ورزشي فعالیتونه یوازې لامبو وهلو پورې محدود نه‌دي؛ بلکې هغه دا مهال په ننګرهار کې د پیداګوژۍ فوټبال لوبډلې لوبډلمشر هم دی او د فوټبال ښه مخینه لري.

فډراسیون ویلي، چې نبي‌زاده تر دې واړندې هم په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې څو ځلې په اوبو کې د ډوبېدو پرمهال د خلکو ژوند ژغورلی دی.

په ننګرهار کې د اېمل او ځینو نورو هغو کسانو ویډیوګانې چې د سېلابونو پرمهال یې خلک او په ځانګړې توګه ماشومان ژغورلي، په خواله رسنیو کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوې دي.

100%

له بندیزونو سره؛ په کور دننه هم ځینو افغانانو د خپلواکۍ ورځ له ملي بېرغونو سره ونمانځله

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۷ GMT+۱

په خواله رسنیو کې ګڼې داسې لنډې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په‌کې لیدل کېږي، چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ځینو کسانو د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه له درې رنګه ملي بېرغ سره نمانځلې ده.

په کابل ښار کې ځینو کسانو درې رنګه ملي بېرغ له هوایي پړسوونکو سره یوځای نښلولی او هوا ته یې پورته کړی، چې په خواله رسنیو کې یې ویډیوګانې ډېرې لاس په لاس شوې او تود هرکلی ترې شوی دی.

له کابله ځینې نورې داسې ویډیوګانې هم په خواله رسنیو کې شریکې شوې، چې ځینو کسانو په کور دننه له ملي بېرغ سره د خپلواکۍ جشن نمانځلی دی.

په ورته وخت کې په ننګرهار کې هم ځینو تنکیو ځوانانو د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت درې رنګه ملي بېرغ رپولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ځیني هغه کسان چې په بېلابېلو مناسبتونو کې یې ملي بېرغ پورته کړی و او یا یې له ځان سره لېږداوه؛ د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

که څه هم طالبانو د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسب په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه؛ خو په‌کې د ملي بېرغ او د غازي امان الله خان ستاینه نه‌ده کړې او برعکس یې هغه په «بې‌دینۍ» تورن کړ.

طالبانو د بیا ځل واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د ځینو هغو ځوانانو پر وړاندې چې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت له ملي بېرغونو سره ښار ته راوتلي وو؛ له تاوتریخوالي ډک چلند کړی دی.

د افغانستان د جګړې کمېسیون راپور: د فساد او سیاسي شخړو له امله د دولت مشروعیت کمزوری شو

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۲۸ GMT+۱

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ له څلورمې کلیزې سره هم‌مهاله د امریکا په کانګرس کې «د افغانستان جګړې کمېسیون» د راپور په خپرولو سره ویلي، چې د شل کلنې جګړې د ناکامۍ بنسټیزې ریښې په تاکتیکي برخو کې نه؛ بلکې په ستراتېژیکو نیمګړتیاوو کې وې.

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان ادارې د امریکا د مرستو له امله له اړتیا زیاتې پر بهرنیو سرچینو متکي پاتې شوې او د خپلو ظرفیتونو د پیاوړتیا وس یې له لاسه ورکړ.

د دغه کمېسیون په باور؛ د موازي سیستمونو او قراردادي ادارو له لارې مرستو د افغان دولت حاکمیت زیانمن کړ او د ادارو ماتېدونکی وضعیت یې لا کړکېچن کړ.

په راپور کې د سولې خبرو ته په اشارې سره ویل شوي، چې د سولې خبرې ډېر ناوخته پیل شوې؛ هغه مهال چې امریکا په افغانستان کې خپل پوځي حضور خورا کم کړی و او د فشار راوستلو لپاره یې ډېره برخه له لاسه ورکړې وه.

راپور د پاکستان په اړه کاږي، چې پاکستان له یوې خوا د امریکا ترانزیټي لارې پرانیستې وې او د القاعدې شبکې پر ضد یې همکاري کوله؛ خو له بلې خوا یې د طالبانو پټنځایونه په خپله خاوره کې پټ ساتل او له دوی سره یې مرسته کوله.

د راپور په یوه بله برخه کې د افغانستان سیاسي اختلافات او سیستماتیک فساد د دولت د مشروعیت د کمېدو مهم لاملونه بلل شوي دي؛ د بېلګې په توګه د ۲۰۱۴کال ولسمشریزو ټاکنو ته اشاره شوې، چې د راپور په ټکو د تفرقې او بې‌باورۍ فضا یې رامنځته کړه.

راپور زیاتوي، چې د امریکا مبهمه پالیسي، د ستراتېژۍ نشتوالی او پر بهرنیو مرستو د افغان ځواکونو اتکا د سقوط د چټکتیا لاملونه وو.

د امریکا په کانګرس کې د افغان جګړې کمېسیون همداراز ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو وتلو پرېکړې د افغان پوځ مورال کمزوری کړ، طالبان یې زړه‌ور کړل او بالاخره د ولسمشر اشرف غني په تېښتې سره کابل پرته له جګړې سقوط شو.

د راپور په پای کې راغلي، چې څلور کاله وروسته افغانستان یو ځل بیا د نړۍوالو ترهګرو ډلو په خوندي پناه‌ځای بدل شوی دی.

د امریکا په کانګرس کې د افغانستان جګړې کمېسیون په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال او د پخواني جهمهوري نظام له پرځېدو وروسته جوړ شوی او دا یې د افغان جګړې په اړه دویم راپور دی، چې خپروي.

هیله نجیب: ملا او مذهب د هېواد دوښمنانو ته د «ورانۍ» تر ټولو غوره وسیله ده

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۶ GMT+۱

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور هیله نجیب د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې په مناسبت وايي، ملا او مذهب د هېواد د دوښمنانو لپاره تر ټولو داسې غوره وسیله ده چې ورسره هېوادوال له غربت سره مخ کړي.

هیله نجیب په خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «۱۰۶ کاله کېږي چې شاه امان الله زموږ ازادي اعلان کړې ده او د انګلیس له لورې وشړل شو. ملا او مذهب د هېواد دوښمنانو ته تر ټولو غوره وسیله شوه، څو ورسره له هر نسل وروسته د غربت او غلامۍ دایره تکرار شي.»

د نوموړې په وینا، خپلې خپلواکۍ ته باید په نه سترګه ونه کتل شي.

هیله نجیب زیاتوي: «خپلې خپلواکۍ ته باید په نه سترګه ونه ګورو، موږ با وقاره خلک یو، خو غربت زموږ غرور تر پښو لاندې کړی ان د «هغه» ګاونډي پر وړاندې چې له لسګونو کلونو راهیسې زموږ پر هېواد بریدونه کوي او ۴ کاله مخکې یې په کابل کې خپل لاسپوڅي حاکمان کړل.»

د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري په ۲۸مه غازي شاه امان الله خان له انګرېزانو د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او له یادې ورځې راهیسې هر کال دغه ورځ د خپلواکۍ ورځې په توګه په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي.