• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو قطری شرکت په کندهار کې ۴۰۰ بستریز تخصصي روغتون جوړوي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د قطر له یوه خیریه بنسټ سره یې په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو تړون لاسلیک کړی. یاد روغتون د کندهار په عینو مېنه کې جوړیږي او یوازې به د ښځو او ماشومانو په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو د عامې ورغتیا وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، چې د قطر له الخیریه بنسټ سره په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز تخصصي روغتون د جوړولو او تجهیز هوکړه لیک یې لاسلیک کړ.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو پرمهال ویلي، چې د یاد روغتون په جوړېدو سره به په سویلي زون کې د مور او ماشوم د تخصصي روغتیايي خدمتونو اړتیاوې پوره شي.

جلالي ویلي:«د قطر حکومت او الخیریه بنسټ د دې ستر کار لپاره د مرستې کولو څخه مننه کوم. باور لرم چې د یاد روغتون په جوړېدو سره به په ډېر شمېر میندو، ماشومانو او ښځو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي».

طالبانو د یاد روغتون د جوړېدو لپاره د لګښتونو په اړه څه نه دې ویلي، خو وايي، د دغه روغتون د جوړېدو چارې به په دوه کاله او شپږ میاشتو کې بشپړې شي.

د راپورونو له مخې د قطر له خوا یاد روغتون د کندهار په عینومېنه کې جوړیږي او یوازې به د ښځو او ماشومانو په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

چین په روان کال کې د افغانستان د کانونو د استخراج چارې پیلوي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي اعلان وکړ، چې بیجنګ په روان کال کې د افغانستان د کانونو د استخراج چارې پیلوي. وانګ یي دغه راز د چین په «یوه لار یو کمربند» پروژه کې د افغانستان د رسمي ګډون وړاندیز کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۹مه، وویل، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د دې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې بیجنګ په روان کال کې د افغانستان د کانونو د استخراج چارې پیلوي.

پر چین نیوکې دي، چې د عینک د مسو کان د استخراج په پروژه کې په مختلفو پلمو ځنډ کوي.

وانګ یي دغه راز وړاندیز کړی، چې افغانستان د چین د یوه لار او یوه کمربند پروژې رسمی برخه وګرځي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې متقي د افغانستان او چين دوه اړخيزې اړيکې مخ پر وده او چين د افغانستان ښه سوداګريز شريک بللی چې په وینا یې، په کلني ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه يو ميليارد ډالرو ته رسېږي.

متقي هيله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګزیر حجم د پام وړ کچې ته پورته شي.

متقي دغه راز د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د ټرانسپورتي همکاریو،‌ بانکي‌ اړیکو او د سوداګرۍ انډول د برابرولو په برخه کې هم خپل وړاندیزونه کړي او غوښتنه یې کړې، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بین الحکومتي کمیسیونونه ګډ کار وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا بیجنګ ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به «هېڅکله د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارول شي».

د چین د بهرنیو چارو وزیر په یوه ورځني سفر کابل ته تللی، چې د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.

ددې ناستې یو مهم هدف له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، د سي پیک پروژې امنیت، د پولو مدیریت او د عملیاتو همغږي شودل شوی. دغه راز د بیجنګ د درې اړخیزې ناستې د پرېکړو تعقیب هم ددې ناستې یو هدف ګڼل کیږي.

له دې واندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د بیجنګ په ناسته کې د سي پیک په پروژه کې د افغانستان د شاملولو یادونه هم شوې، خو په دې تړاو تراوسه درېواړو اړخونو روښانه دریځ نه دی ښودلی.

وانګ یي به د کابل له سفر وروسته سبا د پاکستان په سفر ځي او د هغه هېواد او چین د ستراتیژیک ډیالوګ د شپږمې ناستې مشري به کوي.

د هرات والي د هري کاروان ټرانسپورټي شرکت مسوولان د تحقیقاتو لپاره احضار کړل

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۱

طالبان وايي، د هرات ولایت لپاره د ددې ډلې والي اسلام جار د «هري کاروان ټرانسپورټي شرکت» مسوولان تر امر ثاني پورې د تحقیاتو لپاره احضار کړي، څو د پروني ټکر د پيښې بشپړ معلومات ترسره او قانوني اجرات ترسره شي. په دې پېښه کې تر ۸۰ پورې کسانو ژوند له لاسه ور کړی.

د سې‌شنبې په ماښام د هرات_اسلام کلا پر لویه لار په یوې ټرافیکي پېښې کې لسګونه کسان مړه شوي دي. دغه پېښه هغه مهال وشوه، چې له ایران څخه د اخراج شویو کډوالو مساپر وړونکي بس له یوه موټر سایکل او مازډا ډوله موټر سره ټکر وکړ. طالبانو ویلي، چې په ټوله کې تر دې دمه۷۹ کسان په دې پېښه کې مړه شوي دي.

100%

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویاند او د زلزله‌ ځپلو د ملاتړ کمېسیون غړي احمدالله متقي د چهارشنبې په ورځ (د زمري پر ۲۹مه) وویل، چې د طالبانو د کډوالو عالي کمېسیون، د رياست الوزرا داداري او مالي مرستيال او ملي دفاع وزارت مقام له خوا به د هرات ولايت د پېښې ټول مړي د یوې ځانګړې نظامي هوايي الوتنې په مټ د کابل ۴۰۰ بستریز روغتون ته انتقال شي.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي او مل پلاوي سره یې لیدلي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن چهارشنبه (د زمري ۲۹مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ ناسته کې د افغانستان او چین د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی یې هم په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته رسېدلی دی. د کابل هوايي ډګر ته د نوموړي د هرکلي لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال محمد نعیم ورغلی و.

اسحاق ډار سره په دغه سفر کې د یاد هېواد د رېل پټلۍ وزیر او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم ملتیا کوي.

وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه غونډه کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په ګډون پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته ورسېد

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۴۸ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته ورسېد. کابل هوايي ډګر ته د نوموړي د هرکلي لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد نعیم ورغلی و.

اسحاق ډار سره په دغه سفر کې د یاد هېواد د رېل پټلۍ وزیر او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم ملتیا کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هم د دغه غوندې لپاره له نوي ډیلي څخه کابل ته راځي.

وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغې غونډه کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په ګډون پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشي.

ځایي اوسېدونکي: د خوست په بازارونو کې په ازاد ډول د وسلو په شکل د قلمونو پېر او پلور کېږي

۲۹ زمری ۱۴۰۴ - ۲۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۴۵ GMT+۱

د خوست ولایت ځايي اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې طالبانو د هغو قلمونو د خرڅلاو اجازه ورکړې چې د بم، راکټ، ټوپک، ګرنېټ او چاکو په څېر جوړ شوي او تازه له ګاونډیو هېوادونو وارد شوي دي.

د دوی په وینا؛ د دغه ډول قلمونو پېر او پلور د ماشومانو د راتلونکې په اړه د دوی کورنۍ اندېښمنې کړې دي. د معلوماتو پربنسټ؛ د وسلو په بڼه جوړه شوې دغه قرطاسیه په پلورنځیو، کلیو او د ښوونځیو شاوخوا هټیو کې په پراخه کچه شته او ماشومان یې په ازاده توګه پېري.

100%

د محمد په مسعار نوم د خوست یوه اوسېدونکي ویلي، یاد قلمونه تازه له چین او پاکستان څخه افغانستان ته راوړل شوي دي.

هغه وایي، چې په ازاده توګه د دغه ډول توکو کارونه او په ځانګړې توګه د ماشومانو له لوري ورته اسانه لاسرسی په ټولنه کې د سخت دریځۍ ریښې پیاوړې کوي او ټولنه د تاوتریخوالي لور ته بیايي.

له بل پلوه د طالبانو له لوري د یادو توکو د پېر او پلور اجازې د ماشومانو د کورنیو سخته غوسه راپارولې ده. دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د دوی تر واک لاندې په ملي راډیو ټلویزون کې په دوامداره توګه داسې برنامې خپروي چې په‌کې د چاودنو، بمونو او د تاوتریخوالي ځینو نورو بڼو ته هم اشاره شوې وي.

د یادونې ده، چې طالبان په ځینو مراسمو او په ځانګړې توګه د خپلې واکمنۍ کلیزو پرمهال په رسمي پوځي پریډونو کې بوشکه‌یي بمونه او ځانمرګي واسکټونه هم نندارې ته وړاندې کړي دي.