طالبانو د پخواني افغان هوايي ځواک هندۍ چیټل چورلکې ترمیم کړې دي

د افغانستان جمهوري حکومت ته د هند له لوري ورکړل شوې چیټل چورلکې چې له کاره غورځول شوې وې، طالبانو ترمیم او بېرته فعالې کړې دي. دغه چورلکې په یوه پوځي پرېډ کې نندارې ته وړاندې شوې دي.

د افغانستان جمهوري حکومت ته د هند له لوري ورکړل شوې چیټل چورلکې چې له کاره غورځول شوې وې، طالبانو ترمیم او بېرته فعالې کړې دي. دغه چورلکې په یوه پوځي پرېډ کې نندارې ته وړاندې شوې دي.
یاد هوايي نندارتون د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت ترسره شو، چې پکې د Mi-17، Mi-35، UH-60 او MD-530F چورلکې هم ښودل شوې.
د میلیټارني رسنۍ د رپوټ له مخې، هند په۲۰۱۴کې د کابل له نوي حکومت سره د نېکو اړیکو د ټینګولو په هڅه کې درې «اچ اې ال چیټل» چورلکې افغانستان ته وسپارلې.
دغه چورلکې د «اچ اې ال چیټا» پرمختللې بڼې دي، چې خپله د فرانسوي «ایرو اسپاسیال SA-315 الویټ II» جواز لرونکې نسخه ده.
دغه درې بېوسلې چورلکې د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۹مه د یوې سوداګریزې باروړونکې الوتکې له لارې افغانستان ته ولېږدول شوې او د اپرېل تر ۱۵مې پورې د جوړوونکي شرکت د استازو له خوا الوت ته له چمتو کېدو وروسته افغان هوايي ځواک ته وسپارل شوې.
چیټل چورلکې په ځانګړي ډول د غرنیو سیمو د جګړو د ملاتړ لپاره کارول کېدې.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په لېدنه کې ویلي، چې د خپل «متوازن او اقتصاد محوره سیاست» په رڼا کې د پاکستان په شمول له ټولې نړۍ سره مثبتې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ پلاوي کابل ته د خپل سفر پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره کتلي او د کابل او اسلام اباد تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي سترو پروژو او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه یې خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د متقي له قوله لیکل شوي، طالبان لیواله دي، چې له پاکستان سره سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي او پاکستان دې په دې برخو کې د ستونزو د هوارۍ او تسهیلاتو د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
پر همدغه مهال متقي په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د حقونو د ضایع کېدو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده لېدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په برخه د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وکړه او دواړو لوریو د ګډې همکارۍ، د ویزو اسانتیا، د کرنیزو محصولاتو چټک انتقال او د سوداګرۍ د ودې په اړه هم بحثونه کړي دي.

د طالبانو د کابینې دوو غړو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې ملا هبت الله غواړي د نجونو پر مخ د مدرسو دروازې هم وتړي. د طالبانو د کابینې یاد غړي وايي، دوه اونۍ وړاندې ملا هبت الله د کابینې په غونډه کې ويلي چې ښځې د عصري زده کړو حق نه لري او مدرسې ته تګ یې هم شرعي جواز نه لري.
د طالبانو د کابینې دغو غړو د چارشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ملا هبت الله استدلال کوي د اسلام د درېیم خلیفه حضرت عمر په دوره کې ښځې جوماتونو ته له تګ څخه منع شوې وې.
د طالبانو د کابینې یو غړي وویل، « هغه همدا دلیل وايي چې ښځه که جومات ته د تګ اجازه نه لري نو د تعلیم لپاره د وتلو هېڅ جواز نشته».
د طالبانو د کابینې یو بل غړی هم دا مساله تاییدوي او وايي چې د ملا هبت الله یاد دریځ د طالبانو د کابینې غړي نهیلي کړي دي.
له کندهاره یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې ملا هبت الله ته د هغه د کابینې هېڅ غړي قانع کوونکی ځواب نه دی ویلی او نه هم د یادې موضوع په تړاو ورسره مخالف نظر څرګند شوی دی.
سرچینه وايي: «له پیله تر اوسه د کابینې هېڅ غړي د دې جرئت نه دی پیدا کړی چې شیخ صاحب ته دلایل ووایي».
په افغانستان کې د طالبانو د دویمې واکمنۍ له پیل راهیسې دغې ډلې پر افغان نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار دروازې بندې کړې او وروسته له څلورو کلونو هم د طالبانو بندیز دوام لري.

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې، چې له زر مینځونکو شرکتونو به په میاشتني ډول پر هر هکټار ځمکه د کټګورۍ له مخې، ۵، ۱۰ او ۱۵ ګرامه لوړ کیفیته سره زر د ثابتې مالیې په توګه اخېستل کیږي.
په دې غونډه کې چې د چارشنبې په ورځ (د زمري ۲۹مه) ترسره شوه، د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي چارو معاونیت ویلي، چې د سرو زرو دغه ثابته مالیه به د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له زر مینځونکو شرکتونو د رویالیټۍ اخیستلو پرمهال د مالیې وزارت د استازي په حضور کې اخیستل کېږي.
په غونډه کې دا هم ویل شوي، چې د کوچني مقیاس کرومایټ ډبرو د استخراج ټول مصارف د شرکتونو پر غاړه دي او استخراج شویو او ناپروسس شویو کرومایټو کې د وزارت ونډه ۴۵ او د شرکت ونډه ۵۵ سلنه ده. په غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې د کوچني مقیاس هغه شرکتونه چې د پروسس فابریکه ولري او استخراج شوي کرومایټ پروسس کړي، په دې صورت کې بیاد وزارت ونډه ۴۰ او د شرکت ونډه ۶۰سلنه ده.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي چارو معاونیت ویلي، د کرومایټ ډبرو د کوچني او لوی مقیاس کانونو د هغو قراردادي شرکتونو په حق کې هم دا پرېکړه د تطبیق وړ ده، چې له وړاندې څخه یې کرومایټ استخراج کړي او اوسمهال په ساحه کې پراته دي.
یاد معاونیت زیاتوي چې دغه پرېکړې د نهايي تصمیم په موخه د دوی د مشر دفتر ته استول شوې دي.

محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو په پکتیکا کې خپل یو پخوانی قوماندان حیات الله غلچکی تنګیوال او د هغه دوه نور ملګري له پاکستاني طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي دي. طالبانو په رسمي ډول د هغه د نیول کېدو خبر نه دی تایید کړی.
سرچینو د سې شنبې په ورځ، د زمري پر ۲۸مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو خپل یو پخوانی قوماندان حیات الله غلچکی، چې له دې وړاندې د مولوي سنګین د فاتح کاروان د یوې ډلګۍ مشر و، د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې له پاکستاني طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولی او له وازې خوا ولسوالۍ نه یې د کابل څرخي پله زندان ته لېږدولی دی.
سرچینې وايي، چې د طالبانو استخباراتو د غلچکي ترڅنګ د هغه دوه نور ملګري خالد او نعیم القید هم نیولي دي.
افغانستان انټرنشنل له پکتیکا نه د خپلو سرچینو له قوله خبر ور کړی و، چې نوموړي د اګست پر اوومه او اتمه د ژوب په سمبازه سیمه کې د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د وژل شویو ۳۳ پاکستاني طالبانو د ټپیانو ددرملنې او مړو د انتقال په برخه کې د همکارۍ غږ کړی و.
نوموړي د زمري پر ۲۴مه، چې پر کابل د طالبانو د تسلط له ورځې سره سمون خوري، د خپلې ډلې له غړو غوښتنه کړې وه، چې « ملګرو ته ضرورت دی، موږ یوازې مه ورپرېږدئ».
خو د افغانستان انټرنشنل د خبر له خپرېدو وروسته نوموړي له خپلې فیسبوک پاڼې دغه پوسټ لرې کړ او وروسته سرچینو وویل، چې د طالبانو استخباراتو نوموړی د وازې خوا ولسوالۍ زندان ته اچولی او وروسته یې کابل ته لېږدولی دی.
د طالبانو امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د هغه د نیول کېدو په اړه ځواب ونه وایه.
حیات الله «غلچکی تنګیوال» د حقاني شبکې د وژل شوي قوماندان مولوي سنګین د ډلې اړوند فاتح کاروان جنګي قوماندان پاتې شوی.
نوموړي په خپل پیغام کې ویلي و، « هر مجاهد چې ځي، تکلیف به نه وي ورته، هیله ده، چې په دې سپیڅلي جهاد کې همکاري را سره وکړئ».
د اګست پر اوومه پاکستاني پوځ د پاکستاني طالبانو یوه ډله، چې د پکتیکا له وړممۍ ولسوالۍ نه د بلوچستان د ژوب پر لور روانه وه، په سمبازه سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو له لارې په نښه کړه، چې ۳۳ کسان پکې ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
په وړممۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د اګست پر اتمه جنګیالیو له ځینو کلینیکونو نه له ځان سره ډاکټران بوتلل، چې د پاکستاني طالبانو د ټپیانو درملنه وکړي.
د مولوي سنګین ډله له ټي ټي پي او نورو پاکستاني طالبانو سره په همکارۍ او په جګړو کې پر برخه اخېستنې تورنه ده او له همدې امله طالبانو ددې ډلې مشران، په ځانګړي ډول د سنګین ورور بلال فاتح، په کور کښېنولي دي.
د مولوي سنګین ډلې فاتح کاروان له پخوا راهیسې له ټي ټي پي سره د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف جګړو کې برخه درلوده.
غلچکي تنګیوال، چې د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په ۱۵ دقیقې کتاب کې یې خورا ډېرې یادونې شوې، د شعر په ژبه د طالبانو له اوسنیو چارواکو شکایتونه درلودل چې مقامونو یې خوی بدل کړی دی.
هغه دغه راز په ژوب کې د ۳۳ پاکستاني طالبانو له وژل کېدو وروسته ویلي و، چې « تر څوبه ورته ازادي ونه وایم چې شهیدان مو نه وي راوړي».
طالبانو ددې ډلې یو شمېر غړي له دې وړاندې هم نیولي او د څرخي پله زندان ته یې لېږدولي دي.

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره لیدنه کې له دغه هېواده غوښتي چې پر نړیوال سټېج د افغانستان د دریځ د ملاتړ په موخه خپلې هڅې او همکارۍ دوامدارې وساتي. وانګ یې په دې ناسته کې له طالبانو غوښتي، چې د امنیت برخه کې د چین اندېښنې درک کړي.
ملا حسن اخوند زیاته کړې چې چین د افغانستان په شمول له نورو هېوادونو سره په پرمختګ کې همکار پاتې شوی دی او مثبت رول یې لوبولی.
وانګ یي د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته تللی اونن غرمه یې په ګلخانې ماڼۍ کې د طالبانو له رییس الوزرا سره کتلي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د چارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې ملاحسن اخوند د چین د بهرینو چارو له وزیر سره کتنه کې ویلي چې دوی هېڅ ډلې او لوري ته د افغانستان له خاورې څخه د نورو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او له نورو هېوادونو د مثبت تعامل او ښو مناسباتو غوښتنه کوي.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو له واکمنۍ سره د جګړو او ناامنۍ په ګډون ډېرې ستونزې حل شوې.
ملا حسن اخوند ویلي: «زموږ پالیسي داده چې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو او همکاریو له لارې مخته ولاړ شو. د چین په ګډون له ټولو هېوادونو سره د دوامدارو او مثبت اړیکو لرلو په پایله کې به ښه پرمختګونه ولرو.»
د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي چې وانګ یي د چین او افغانستان اړیکې تاریخي بللې دي او ویې ویل: «چین د افغانستان استقلال او د افغانانو انتخاب ته درناوی لري او باوري دی، چې دوی ښه مسیر ټاکلی دی.»
نوموړي زیاته کړه: «د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دایمي غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له جملې څخه زه یوازینی کس یم چې دوه ځله مې افغانستان ته سفر وکړ او دا له افغانستان سره زموږ ملګرتیا او صداقت ښیي. موږ مشترک راتلونکی لرو او غواړو چې اسیایي هېوادونه، په ځانګړې توګه افغانستان د عصري کېدو او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.»
د طالبانو له قوله، وانګ یي وویل، چین له افغانستان سره په ملګرتیا کې صادق او ثابت قدمه دی او له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکارۍته چمتو دی او د پرمختګ په برخه کې د افغانانو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې:«هیله ده چې افغانستان هم د امنیت په برخه کې زموږ اندېښنې درک کړي. »
نوموړي دا هم ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه امنیتي همکاري د افغانستان لپاره د ښه پرمختګ زمینه برابروي.
تر دې مخکې وانګ یي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې اعلان وکړ، چې بیجنګ په روان کال کې د افغانستان د کانونو د استخراج چارې پیلوي. وانګ یي دغه راز د چین په «یوه لار یو کمربند» پروژه کې د افغانستان د رسمي ګډون وړاندیز کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په یوه ورځني سفر د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته تللی.
ددې ناستې یو مهم هدف له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، د سي پیک پروژې امنیت، د پولو مدیریت او د عملیاتو همغږي شودل شوی. دغه راز د بیجنګ د درې اړخیزې ناستې د پرېکړو تعقیب هم ددې ناستې یو هدف ګڼل کیږي.
له دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د بیجنګ په ناسته کې د سي پیک په پروژه کې د افغانستان د شاملولو یادونه هم شوې، خو په دې تړاو تراوسه درېواړو اړخونو روښانه دریځ نه دی ښودلی.
وانګ یي به د کابل له سفر وروسته سبا د پاکستان په سفر ځي او د هغه هېواد او چین د ستراتیژیک ډیالوګ د شپږمې ناستې مشري به کوي.