د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۴ کسان ټپیان شوي

په بغلان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې تېره شپه د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند په سنګ سلاخ سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۲۴کسان ټپیان شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي، چې ټپیان تر لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته استول شوي دي.