شیعه‌ګانو له ایرانه د افغانانو د مالونو او شتمنیو خوندي لېږد لپاره له طالبانو مرسته غوښتې

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د شیعه‌ګانو له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په یوې ناسته کې د کډوالو په تړاو خبرې کړې دي. دغه ناسته کې له طالبانو غوښتنه شوې، چې له ایرانه د افغانانو د پانګو، شتمنیو او توکو د خوندي لېږد لپاره باید اقدام وشي.