• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پوځ مشر بلوچستان ایالت ته د سفر پرمهال پر سولې ټینکار وکړ

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په خپله اعلامیه کې لیکلي، چې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بلوچستان ایالت ته د سفر پرمهال په دې ایالت کې د سولې پر ټینګښت ټینکار وکړ.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر نن د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د خلکو پر وړاندې د ننګونو په حل کې د ګډو ملکي او پوځي هڅو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې لیکلي، چې بلوچستان ته د عاصم منیر د سفر موخه د امنیتي وضعیت او پراختیايي نوښوتونو ارزونه او د دغه ایالت د پوځي او ملکي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړې کول دي.

بلوچستان له کلونو راهیسې د بېلابېلو وسله والو ډلو د فعالیت مرکز پاتې شوی، چې ډېری وخت د پاکستان پر امنیتي ځواکونو، د چینايي پروژو پر کارکوونکو، زېربنایي پروژو او بهرنیو کارکوونکو بریدونه کوي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۲۵ کال له پیله تر دا مهاله له ایران او پاکستان څخه ۲.۳ میلیونه افغانان ایستل شوي‌ دي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۵۵ GMT+۱
د ۲۰۲۵ کال له پیله تر دا مهاله له ایران او پاکستان څخه ۲.۳ میلیونه افغانان ایستل شوي‌ دي
100%

د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو د تازه شمېرو له مخي، دواړو هېوادونو د ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه ۲.۳ میلیونه افغان کډوالو ایستلي‌ دي. ملګري ملتونه د کډوالو جبري شړل د بشري بحران د زیاتېدو په مانا ګڼي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان څخه د اسناد لرونکو او بې اسنادو کډوالو د ژر ایستلو د مخنیوي لپاره غږ لوړ کړی.

پاکستان د بې اسناده او کارت لرونکو کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندی کړې او د دغه هېواد له خوا کډوالو ته ورکړل شوې موده هم په نږدې کېدو ده.

ملګري ملتونه غواړي، چې د کډوالو د ملاتړ لپاره د نړیوالو پام ځان ته واړوي او جبري ایستل یو بشري بحران ګڼي.

د معلوماتو له مخې له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل کېدل ورو شوي او د تېرې اونۍ په پرتله ۱۱ سلنه کمښت راغلی دی.

له ایران څخه راشړل شوي په همدې اونۍ کې ۳۹ زره ۲۰۰ افغانان ثبت شوي، چې دغه شمېر په تېره اونۍ کې ۴۴ زره ۱۰۰ ته رسېدی

سرچینې وايي، چې د افغانستان سرحدې سیمې د کډوالو د ساتنې او محدودو سرچینو له امله د زیاتېدونکي فشار سره مخ دي

د افغانستان وضعیت د مرستو بودیجه سخته کمه کړې او د ۲۰۲۵ کال لپاره د اړتیا وړ ۴۷۸ میلیون ډالرو څخه یوازي ۲۹ سلنه ترلاسه شوې.

د اسنادو په لرلو سره هم افغان کډوال د اسلام اباد په پارکونو کې ژوند کولو ته اړ ایستل شوي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۱
د اسنادو په لرلو سره هم افغان کډوال د اسلام اباد په پارکونو کې ژوند کولو ته اړ ایستل شوي
100%

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، هغه افغانان چې قانوني اسناد هم له ځان سره لري په اسلام اباد کې له خپلو کورونو ایستل شوي او په عامه پارکونو کې ژوند کوي. دغه کورنۍ د مخ په زیاتېدونکي بشري بحران سره مخ دي، چې خواړه، سرپناه او روغتیایي پاملرنې ته جدي اړتیا لري.

د راپورونو له مخي؛ بې ځایه شوې افغاني کورنۍ د سختو موسمي شرایطو، چې د ورځې سخته ګرمې او د شپې یخني او باروانونو سره مخ دي.

دوی خوړو او روغتیایي مرستو ته هم محدود لاسرسی لري.

ملګرو ملتونو خبردارۍ ورکړی، چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د اجباري شړلو بهیر اوس ان پر قانوني اسناد لرونکو هم اغېز کړی او ښايي د یو میلیون څخه د زیاتو افغانانو د شړلو لامل شي.

د پارکونو شاوخوا، چې کډوال پکې اوسيږي، لسګونه پولیس ځای پر ځای شوي او کډوال وايي، چې دوی ته د بیا بیا ایستلو ګواښونه کيږي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخي، چې ۷۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه شړل شوي دي.

مرستندویه سازمانونو له پاکستان او ایران څخه غوښتنه کوي، چې نړیوال مکلفیتونه وساتي او د افغان کډوالو سره انساني او قانوني چلند وکړي.

پاکستان: په افغانستان کې د ترهګرو شته ځالې د امنیت لپاره دایمي ګواښ دي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۴۵ GMT+۱
پاکستان: په افغانستان کې د ترهګرو شته ځالې د امنیت لپاره دایمي ګواښ دي
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ په خپله اونیزه خبري غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو د ځالو موجودیت په تړاو خپله اندېښه په ډاګه کړه او ویې ویل، دغه مساله د دواړو هېواونو اړیکې زیانمنوي.

شفقت علي خان همداراز هیله مندي وښوده چې طالبان د دوی مشروع اندېښنو ته ځواب ووايي.

نوموړي وویل، «هغه پټنځایونه چې ترهګر ترې استفاده کوي لا هم یوه دردناکه مساله ده. دغه وضعیت د دواړو هېوادونو د بشپړو اړیکو او همکاریو او همداراز د اقتصاد او سیمه ییزې سوداګرۍ پر وړاندې خنډ دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې د ترهګرو د ځالو موجودیت تل د اسلام اباد او کابل تر منځ په خبرو کې لومړیتوب لري.

خو طالبان بیا دغه مسایل پاکستاني کورني موضوعات بولي او په افغان خاوره کې یې د هر ډول ترهګرو ډلو موجودیت رد کړی دی.

د اسلام اباد غونډه د سپټمبر اخرې هفتې ته وځنډېده

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۱۱ GMT+۱
د اسلام اباد غونډه د سپټمبر اخرې هفتې ته وځنډېده
100%

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دوو سرچینو تایید کړه، چې په اسلام اباد کې د افغان سیاستوالو غونډه د سپټمبر د میاشتې اخرې اونۍ ته وځنډېده. ټاکل شوې وه، د اګسټ پر ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاسونو ناسته وشي.

سرچینو ویلي، چې یاده غونډه د ویزو د ځنډېدو له امله ځنډېدلې ده.

د طالب ضد افغان سیاستوالو دغې غونډې په کور دننه او بیرون ګڼ غبرګونونه راپارولي وو، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې په اسلام اباد کې د افغان شخصیتونو ترسره کېدونکې ناسته د پاکستان حکومت له خوا نه، بلکې د یوه څېړنیز بنسټ له خوا تنظم کیږي.

شفقت علي خان ویلي:« دا د یوه څېړنیز بنسټ کار دی، دولتي ملاتړ نه لري. د پاکستان حکومت کوربه نه دی. یو څېړنیز بنسټ خلکو ته بلنه ورکړې، هغوی ویزه اخلي، اجازه ورته ورکول کېږي چې راشي او ګډون وکړي. تر ټولو مهمه داده چې دا ناسته پرانیستې ده.»

نوموړي د خپلو څرګندونو پرمهال زیاته کړه:« کله چې یو څېړنیز بنسټ داسې څه کوي، دا پرانیستی فعالیت وي، د تړلو دروازو تر شا څه نه ترسره کېږي. یوازې په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو کسانو له خوا یو څه مبالغه وشوه.»

په اسلام کې د طلب ضد افغان سیاسونو له خوا جوړېدونکې ناستې ته د زلمي خلیلزاد په ګډون یو شمېر افغان سیاسونو هم سخت غبرګون ښودلی دی.

د راپورونو له مخې، په اسلام اباد کې دغه جوړېدونکې دوه ورځنۍ ناستې ته د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون له ۳۰ ډېرو افغانانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د اسلام اباد ناسته؛ پاکستان وايي د افغانانو ناسته حکومت نه بلکې یو څېړنیز بنسټ تنظیموي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱
د اسلام اباد ناسته؛ پاکستان وايي د افغانانو ناسته حکومت نه بلکې یو څېړنیز بنسټ تنظیموي
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې په اسلام اباد کې د افغان شخصیتونو ترسره کېدونکې ناسته د پاکستان حکومت له خوا نه، بلکې د یوه څېړنیز بنسټ له خوا تنظم کیږي.

ټاکل شوې چې د اګسټ پر ۲۵مه او ۲۶مه نېټه په اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاسونو له خوا ناسته ترسره شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا غونډه د حکومت له خوا نه بلکې د یو څېړنیز بنسټ له خوا تنظم کیږي.

شفقت علي خان ویلي:« دا د یوه څېړنیز بنسټ کار دی، دولتي ملاتړ نه لري. د پاکستان حکومت کوربه نه دی. یو څېړنیز بنسټ خلکو ته بلنه ورکړې، هغوی ویزه اخلي، اجازه ورته ورکول کېږي چې راشي او ګډون وکړي. تر ټولو مهمه داده چې دا ناسته پرانیستې ده.»

نوموړي د خپلو څرګندونو پرمهال زیاته کړه:« کله چې یو څېړنیز بنسټ داسې څه کوي، دا پرانیستی فعالیت وي، د تړلو دروازو تر شا څه نه ترسره کېږي. یوازې په ټولونیزو رسنیو کې د ځینو کسانو له خوا یو څه مبالغه وشوه.»

په اسلام کې د طلب ضد افغان سیاسونو له خوا جوړېدونکې ناستې ته د زلمي خلیلزاد په ګډون یو شمېر افغان سیاسونو هم سخت غبرګون ښودلی دی.

د راپورونو له مخې، په اسلام اباد کې دغه جوړېدونکې دوه ورځنۍ ناستې ته د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون له ۳۰ ډېرو افغانانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.