• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۰۲۵ کال له پیله تر دا مهاله له ایران او پاکستان څخه ۲.۳ میلیونه افغانان ایستل شوي‌ دي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۵۵ GMT+۱

د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو د تازه شمېرو له مخي، دواړو هېوادونو د ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه ۲.۳ میلیونه افغان کډوالو ایستلي‌ دي. ملګري ملتونه د کډوالو جبري شړل د بشري بحران د زیاتېدو په مانا ګڼي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان څخه د اسناد لرونکو او بې اسنادو کډوالو د ژر ایستلو د مخنیوي لپاره غږ لوړ کړی.

پاکستان د بې اسناده او کارت لرونکو کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندی کړې او د دغه هېواد له خوا کډوالو ته ورکړل شوې موده هم په نږدې کېدو ده.

ملګري ملتونه غواړي، چې د کډوالو د ملاتړ لپاره د نړیوالو پام ځان ته واړوي او جبري ایستل یو بشري بحران ګڼي.

د معلوماتو له مخې له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل کېدل ورو شوي او د تېرې اونۍ په پرتله ۱۱ سلنه کمښت راغلی دی.

له ایران څخه راشړل شوي په همدې اونۍ کې ۳۹ زره ۲۰۰ افغانان ثبت شوي، چې دغه شمېر په تېره اونۍ کې ۴۴ زره ۱۰۰ ته رسېدی

سرچینې وايي، چې د افغانستان سرحدې سیمې د کډوالو د ساتنې او محدودو سرچینو له امله د زیاتېدونکي فشار سره مخ دي

د افغانستان وضعیت د مرستو بودیجه سخته کمه کړې او د ۲۰۲۵ کال لپاره د اړتیا وړ ۴۷۸ میلیون ډالرو څخه یوازي ۲۹ سلنه ترلاسه شوې.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

اسراییلي پوځ د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله د وسلو پر زېرمتون هوایي برید کړی

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۵۲ GMT+۱

د اسراییل پوځ ویلي،چې د هوايي برید په ترڅ کې یې د لبنان په جنوبي سیمه «دیرکیفا»کې د حزب‌الله د وسلو یو زېرمتون په نښه کړی دی. پوځ زیاته کړې،چې دغه موخه نظامي وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند سرغړونه بلل کېږي.

تر دې برید څو ساعته وړاندېد اسراییل پوځ د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د حزب‌الله یو غړی په «عیتا الشعب»سیمه کې وواژه.

دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د امریکا متحدو ایالتونو له اسراییلو غوښتي، د خپلو هوايي بریدونو شدت، په ځانګړي ډول «غیر ضروري بریدونه»، کم کړي څو د لبنان حکومت وکولای شي د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو د طرحې پلي کولو ته زمینه برابره کړي.

د لبنان حکومت د اسد په ۱۶مه د امریکا د وړاندیز شوې طرحې عمومي چوکاټ تصویب کړی،چې له مخې یې باید تر ۲۰۲۵کال پای پورې د حزب‌الله وسلې بې‌اغېزې شي.

خو حزب‌الله له دې پلان سره مخالفت ښودلی او د دې ډلې مرستیال مشر «نعیم قاسم»خبرداری ورکړی چې دغه هڅې کېدای شي لبنان د کورنۍ جګړې پر لور یوسي.

زیلینسکي: چین نشي کولی د سولې تړون د امنیت ضامن وي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۱۱ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا احتمال رد کړ، چې چین به د اوکراین او روسیې ترمنځ د احتمالي سولې په تړون کې د امنیت تضمین کوي. هغه ویلي، چین له یو اړخه د جګړې د سوله ییز حل غوښتنه کوي او له بلې خوا یې د روسیې سره مرسته کړې.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا احتمال رد کړ، چې چین به د اوکراین او روسیې ترمنځ د احتمالي سولې تړون کې د امنیت تضمین کوونکي شي.

زیلینسکي دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې امریکا او اروپايي مشرانو د دې اونۍ په اوږدو کې د جګړې د پای ته رسولو په تړاو خبرې وکړې او ټينګار یې کړی، چې په اوکراین کې به د سولې ساتلو یو ځواک جوړ کړل شي.

زیلینسکي وویل: «ولې چین د امنیتي تضمین کوونکو په ډله کې نه دی؟ اول خو دا چې چین د جګړې له پیله موږ سره مرسته ونه کړه چې دا جګړه ودروي.»

هغه زیاته کړه: «دویم، چین له روسیې سره مرسته وکړه، ځکه چې د ډرون الوتکو بازار یې ورته پرانیست.»

د زیلینسکي او لویديځو مشرانو په اند بیجینګ تل د اوکراین د جګړې د سوله‌ ییز حل غوښتنه کړې، خو له روسیې سره یې دوامداره اقتصادي ملاتړ د بې‌طرفۍ برخې ته زیان رسولی.

که څه هم چین هڅه کوي چې د نړیوالو شخړو په منځګړیتوب کې لوی نقش ولوبوي، خو د زیلینسکې څرګندونې ښيي چې چین به د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په بهیر کې هیڅ رول ونلري.

هغه ویلي، چې نړیوال امنیتي ضامن هېوادونه اړین دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې روسیه به د سولې تړون تر لاسلیک وروسته بیا پر اوکراین برید نه کوي.

نوموړي ویلي، چې یوازي به هغه هېوادونه ضامن وي، چې د ۲۰۲۲ د یرغل له وخت راهیسې یې له کیف ملاتړ کړی.

پنجشېر کې د والیبال«یووالي جام سیالۍ» د «جوانان دره» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱

په پنجشېر کې د یووالي جام تر سرلیک لاندې د والیبال سیالۍ چې د ۲۸ لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، د جمعې په ورځ د «جوانان دره» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د پنجشېر لپاره د طالبانو مسوولین وايي، د دغو سیالیو پایلوبه د جمعې په ورځ د «جوانان دره» او «جوانان بازارک» تر منځ پیل شوه او بالاخره لوبه د «جوانان دره» لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده او ورسره یې د دغو سیالیو د اتلولۍ جام هم خپل کړ.

د سرچینې په وینا، دغه سیالۍ دوه اونۍ مخکې د پنجشېر د والیبال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د موندنې او همداراز د ځوانانو تر منځ د سپورټ د دود کولو په موخه پیل شوې وې.

د یادونې وړ ده چې د دغه جام ۳ غوره لوبډلې په یو شمېر ډالیو هم ونازول شول.

محمد حلیم فدایي: داسې ښکاري چې په افغانستان کې یوه نوې لوبه پيلېدونکې ده

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۱

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال والي محمد حلیم فدايي وايي، له څلور کلنې واکمنۍ وروسته هم د طالبانو په رسمیت نه پېژندنه د دې ښودنه کوي چې نوې لوبه پیلېدونکې ده. د نوموړي په وینا، دغه لوبه به افغانستان لپاره ښې پایلې ونه لري.

حلیم فدايي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، «د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ او د دوحې د تړون له لاسلیکېدو سره سره په رسمیت نه پېژندل، دا څرګندوي چې نوې لوبه پېلېدونکې ده.»

فدايي، د پاکستان د هغو څرګندونو په تړاو چې ګواکې امریکا دې په افغانستان کې خپلې پاتې شوې وسلې له تور بازاره وپېري، زړه لوبه په نوي قالب کې ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې له افغانستان د پخواني شوروي له وتنې وروسته امریکا د پاکستان په وسیله له مجاهدینو خپل ځينې ستېنګر توغندي وپېرل.

د نوموړي په باور، د دې امکان شته چې د همدې لوبې لپاره په پاکستان کې د پوځ او عمران خان په اړه ځینې نوي پرمختګونه رامنځته شي خو په وینا یې د افغانستان لپاره به یې پایلې ښې نه وي.

حلیم فدايي د جمعې په ورځ په خپله اېکس پاڼه وړاندیز کړی، «دداسې پېښو مخنیوییوازې دطالبانو له لورې له ټولو مخالفینو سره د بې قید او شرط خبرو پیلول دي؛ ترڅو د یوې ټولشموله شفافې پروسې له لارې مشروع او قانونمند حکومت جوړ کړای شي.»

طالبان بیا د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د وخت د تېرېدو یادونه کوي او زیاتوي چې اوسنی حکومت یې ټولګډونی دی خو نړۍواله ټولنه د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو، د بشري او په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر رعایتېدو او پر نورو ورته مسایلو ټينګار لري.

پاکستانی پوځ وایي امریکا دې په افغانستان کې پاتې شوې وسلې له تور بازار څخه واخلي | افغانستان انټرنشنل پښتو

پاکستاني پوځ له امریکا غوښتي، خپلې پاتې شوې وسلې دې د افغانستان له تور بازار څخه وپېري او په وینا یې دغه وسلې اوس د افغانستان او پاکستان د وسله‌والو ډلو لاس ته لوېدلي، چې جدي امنیتي اندېښنې یې راپارولي دي.

د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، زیاتره پاتې وسلې اوس د پاکستاني طالبانو له خوا اخیستل شوي او د پاکستاني پوځ پر ضد کارېږي او همداراز اوس یې بیې هم لوړې شوي دي.

د سریلانکا پولیسو د دغه هېواد پخوانی ولسمشر «رانیل ویکرم سینګ» نیولی دی

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۵ GMT+۱

پولیس وايي د سریلانکا پخوانی ولسمشر «رانیل ویکرم سینګ» د دولتي پيسو د ناسم لګښت په تور نیول شوي او محکمې ته وړاندې شوی دی. ۷۶ کلن ویکرم سینګ د ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۴ کلنو پورې د سخت اقتصادي بحران پر مهال د هېواد مشري کړې وه.

د سریلانکا ځايي رسنیو د جمعه په ورځ راپور ورکړ، چې پولیسو پخوانی ولسمشر د عامه بودیجې د ناسم لګښت په تور نیولی دی.

د معلوماتو له مخي، چې لندن ته د هغه د یو سفر په اړه پلټنې شوي، چې نوموړی د خپلي مېرمنې د فراغت مراسمو ته تللی و.

پولیسو هم د دولتي پیسو د ناسم لګښت په تور د هغه نیول کېدل منلي دي.

د پولیسو یوه ویاند ویلي: «پخوانی ولسمشر رانیل ویکرم سینګ نیول شوی او محکمې ته وړاندې شوی دی. موږ د محکمې له لوري د لارښوونې په تمه یو، تر څو پوه شو چې نور کوم ګامونه باید واخلو.»

د جمعې په ورځ د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې یوې محکمې امر وکړ چې ویکرم سینګ به د اګست تر ۲۶ پورې په توقیف کې وي تر څو د تورونو په اړه نوې اوریدنه ترسره شي.

د سریلانکا د فساد په وړاندې ادارو له هغه وخت راهیسې پراخ عملیات پیل کړي دي، چې ولسمشر انورا کمارا دیسانایکه د سپتمبر په میاشت کې واک ته ورسید.

نوموړي ژمنه کړې وه چې له فساد سره به سخته مبارزه کوي.