• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي پوځ د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله د وسلو پر زېرمتون هوایي برید کړی

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۵۲ GMT+۱

د اسراییل پوځ ویلي،چې د هوايي برید په ترڅ کې یې د لبنان په جنوبي سیمه «دیرکیفا»کې د حزب‌الله د وسلو یو زېرمتون په نښه کړی دی. پوځ زیاته کړې،چې دغه موخه نظامي وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند سرغړونه بلل کېږي.

تر دې برید څو ساعته وړاندېد اسراییل پوځ د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د حزب‌الله یو غړی په «عیتا الشعب»سیمه کې وواژه.

دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د امریکا متحدو ایالتونو له اسراییلو غوښتي، د خپلو هوايي بریدونو شدت، په ځانګړي ډول «غیر ضروري بریدونه»، کم کړي څو د لبنان حکومت وکولای شي د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو د طرحې پلي کولو ته زمینه برابره کړي.

د لبنان حکومت د اسد په ۱۶مه د امریکا د وړاندیز شوې طرحې عمومي چوکاټ تصویب کړی،چې له مخې یې باید تر ۲۰۲۵کال پای پورې د حزب‌الله وسلې بې‌اغېزې شي.

خو حزب‌الله له دې پلان سره مخالفت ښودلی او د دې ډلې مرستیال مشر «نعیم قاسم»خبرداری ورکړی چې دغه هڅې کېدای شي لبنان د کورنۍ جګړې پر لور یوسي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

زیلینسکي: چین نشي کولی د سولې تړون د امنیت ضامن وي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۱۱ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا احتمال رد کړ، چې چین به د اوکراین او روسیې ترمنځ د احتمالي سولې په تړون کې د امنیت تضمین کوي. هغه ویلي، چین له یو اړخه د جګړې د سوله ییز حل غوښتنه کوي او له بلې خوا یې د روسیې سره مرسته کړې.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا احتمال رد کړ، چې چین به د اوکراین او روسیې ترمنځ د احتمالي سولې تړون کې د امنیت تضمین کوونکي شي.

زیلینسکي دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې امریکا او اروپايي مشرانو د دې اونۍ په اوږدو کې د جګړې د پای ته رسولو په تړاو خبرې وکړې او ټينګار یې کړی، چې په اوکراین کې به د سولې ساتلو یو ځواک جوړ کړل شي.

زیلینسکي وویل: «ولې چین د امنیتي تضمین کوونکو په ډله کې نه دی؟ اول خو دا چې چین د جګړې له پیله موږ سره مرسته ونه کړه چې دا جګړه ودروي.»

هغه زیاته کړه: «دویم، چین له روسیې سره مرسته وکړه، ځکه چې د ډرون الوتکو بازار یې ورته پرانیست.»

د زیلینسکي او لویديځو مشرانو په اند بیجینګ تل د اوکراین د جګړې د سوله‌ ییز حل غوښتنه کړې، خو له روسیې سره یې دوامداره اقتصادي ملاتړ د بې‌طرفۍ برخې ته زیان رسولی.

که څه هم چین هڅه کوي چې د نړیوالو شخړو په منځګړیتوب کې لوی نقش ولوبوي، خو د زیلینسکې څرګندونې ښيي چې چین به د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په بهیر کې هیڅ رول ونلري.

هغه ویلي، چې نړیوال امنیتي ضامن هېوادونه اړین دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې روسیه به د سولې تړون تر لاسلیک وروسته بیا پر اوکراین برید نه کوي.

نوموړي ویلي، چې یوازي به هغه هېوادونه ضامن وي، چې د ۲۰۲۲ د یرغل له وخت راهیسې یې له کیف ملاتړ کړی.

پنجشېر کې د والیبال«یووالي جام سیالۍ» د «جوانان دره» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱

په پنجشېر کې د یووالي جام تر سرلیک لاندې د والیبال سیالۍ چې د ۲۸ لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، د جمعې په ورځ د «جوانان دره» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د پنجشېر لپاره د طالبانو مسوولین وايي، د دغو سیالیو پایلوبه د جمعې په ورځ د «جوانان دره» او «جوانان بازارک» تر منځ پیل شوه او بالاخره لوبه د «جوانان دره» لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده او ورسره یې د دغو سیالیو د اتلولۍ جام هم خپل کړ.

د سرچینې په وینا، دغه سیالۍ دوه اونۍ مخکې د پنجشېر د والیبال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د موندنې او همداراز د ځوانانو تر منځ د سپورټ د دود کولو په موخه پیل شوې وې.

د یادونې وړ ده چې د دغه جام ۳ غوره لوبډلې په یو شمېر ډالیو هم ونازول شول.

د سریلانکا پولیسو د دغه هېواد پخوانی ولسمشر «رانیل ویکرم سینګ» نیولی دی

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۵ GMT+۱

پولیس وايي د سریلانکا پخوانی ولسمشر «رانیل ویکرم سینګ» د دولتي پيسو د ناسم لګښت په تور نیول شوي او محکمې ته وړاندې شوی دی. ۷۶ کلن ویکرم سینګ د ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۴ کلنو پورې د سخت اقتصادي بحران پر مهال د هېواد مشري کړې وه.

د سریلانکا ځايي رسنیو د جمعه په ورځ راپور ورکړ، چې پولیسو پخوانی ولسمشر د عامه بودیجې د ناسم لګښت په تور نیولی دی.

د معلوماتو له مخي، چې لندن ته د هغه د یو سفر په اړه پلټنې شوي، چې نوموړی د خپلي مېرمنې د فراغت مراسمو ته تللی و.

پولیسو هم د دولتي پیسو د ناسم لګښت په تور د هغه نیول کېدل منلي دي.

د پولیسو یوه ویاند ویلي: «پخوانی ولسمشر رانیل ویکرم سینګ نیول شوی او محکمې ته وړاندې شوی دی. موږ د محکمې له لوري د لارښوونې په تمه یو، تر څو پوه شو چې نور کوم ګامونه باید واخلو.»

د جمعې په ورځ د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې یوې محکمې امر وکړ چې ویکرم سینګ به د اګست تر ۲۶ پورې په توقیف کې وي تر څو د تورونو په اړه نوې اوریدنه ترسره شي.

د سریلانکا د فساد په وړاندې ادارو له هغه وخت راهیسې پراخ عملیات پیل کړي دي، چې ولسمشر انورا کمارا دیسانایکه د سپتمبر په میاشت کې واک ته ورسید.

نوموړي ژمنه کړې وه چې له فساد سره به سخته مبارزه کوي.

ډونالډ ټرمپ: په راتلونکو دوه اوونیو کې به د اوکراین جګړې وضعیت روښانه شي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې په راتلونکو دوو اونیو کې به د ده د هڅو برخلیک روښانه شي، چې ایا د روسیې یرغل پر اوکراین د پای ته رسېدو په اړه کوم محسوس پرمختګ شوی او که نه.

ټرمپ د جمعې په ورځ (د زمري ۳۱مه) په سپينه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې ټينګار وکړ، چې په راتلوونکو دوو اونیو کې به معلومه شي، چې د ده هڅې د روسیې له خوا پر اوکراین د یرغل د پای ته رسولو کې کوم محسوس پرمختګ ولري او که نه.

هغه وویل: «د روسیې په اړه پریکړه به مهمه وي، که دا بندیزونه وي، که تعرفې او که هېڅ هم نه. موږ به د دوو اونیو په موده کې پوه شو چې لاره څه ده.»

ولسمشر ټرمپ همداراز وویل: «زه له هېڅ اړخه د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې د ټینګېدو د هڅو څخه راضي نه یم.»

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې تېرې اونۍ ټرمپ په الاسکا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه او خبرې کړې وې.تراوسه ټرمپ نه‌ دی توانېدلی، تر څو پوتین دې ته قانع کړي، چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره وګوري.

ټرمپ د زلنسکي او پوتین سره د درې اړخیزې غونډې د امکان په اړه وویل: «ډیری خلک فکر کوي چې د دې غونډې څخه به هیڅ پایله ونلري پرته لدې چې زه هلته یم.»

له دې څرګندونو څو ساعته مخکې د روسیې د بهنریو چارو وزیر سرګي لاوروف اعلان وکړ، چې پوتین چمتو دی له زلنسکي سره وګوري؛ خو د مشخصي اجنډا شرط یې وړاندی کړی.

تر اوسه دا اجنډا هیڅ چمتو نه ده.

کیم جونګ اون د شمالي کوریا د «سل» سرتېرو د وژل کېدو تایید وکړ

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۱۲ GMT+۱

د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون»د لومړي ځل لپاره په ښکاره توګه ومنله، چې لږ تر لږه «۱۰۰» سرتېري یې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ پر مهال وژل شوي دي.

کیم جونګ اون د جمعې په ورځ د دغو سرتېرو د یاد په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړ او له کورنیو سره یې ولیدل. نوموړي هغوی "اتلان" وبلل او ویې ویل چې د هېواد د پوځ ځواک یې په نړیوال ډګر کې ثابت کړی دی.

دا لومړی ځل دی چې پیونګیانګ د خپلو تلفاتو د یوې نسبي لوړې شمېرې اعتراف کوي. خو د جنوبي کوریا استخباراتي ادارې وایي، یوازې په کورسک کې د شمالي کوریا د سرتېرو تلفات تر ۶۰۰کسانو زیات دي، او له ۲۰۲۴کال راهیسې نږدې ۴۷۰۰عسکر وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

راپورونه ښيي چې اوس هم زرګونه شمالي کوریایي سرتېري په کورسک کې ځای پر ځای دي او تازه نور عسکر هم په ۲۰۲۵کال کې ور استول شوي دي.

په همدې مهال، جګړې لا هم روانې دي او اوکرایني ځواکونه د روسیې په جنوب کې عملیات کوي. د جګړې د څېړنو یوه بنسټ ویلي چې اوکراین د روسیې په نووشاختینسکي تېل‌پالنې مرکز د ډرون برید کړی دی.

کیم جونګ اون په خپلو څرګندونو کې وویل چې بهرني عملیات یې د بریا پر لور روان دي، خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې ایا پوځیان به بېرته هېواد ته ستانه شي او که نه.