کیم جونګ اون د شمالي کوریا د «سل» سرتېرو د وژل کېدو تایید وکړ

د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون»د لومړي ځل لپاره په ښکاره توګه ومنله، چې لږ تر لږه «۱۰۰» سرتېري یې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ پر مهال وژل شوي دي.
د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون»د لومړي ځل لپاره په ښکاره توګه ومنله، چې لږ تر لږه «۱۰۰» سرتېري یې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ملاتړ پر مهال وژل شوي دي.
کیم جونګ اون د جمعې په ورځ د دغو سرتېرو د یاد په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړ او له کورنیو سره یې ولیدل. نوموړي هغوی "اتلان" وبلل او ویې ویل چې د هېواد د پوځ ځواک یې په نړیوال ډګر کې ثابت کړی دی.
دا لومړی ځل دی چې پیونګیانګ د خپلو تلفاتو د یوې نسبي لوړې شمېرې اعتراف کوي. خو د جنوبي کوریا استخباراتي ادارې وایي، یوازې په کورسک کې د شمالي کوریا د سرتېرو تلفات تر ۶۰۰کسانو زیات دي، او له ۲۰۲۴کال راهیسې نږدې ۴۷۰۰عسکر وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
راپورونه ښيي چې اوس هم زرګونه شمالي کوریایي سرتېري په کورسک کې ځای پر ځای دي او تازه نور عسکر هم په ۲۰۲۵کال کې ور استول شوي دي.
په همدې مهال، جګړې لا هم روانې دي او اوکرایني ځواکونه د روسیې په جنوب کې عملیات کوي. د جګړې د څېړنو یوه بنسټ ویلي چې اوکراین د روسیې په نووشاختینسکي تېلپالنې مرکز د ډرون برید کړی دی.
کیم جونګ اون په خپلو څرګندونو کې وویل چې بهرني عملیات یې د بریا پر لور روان دي، خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې ایا پوځیان به بېرته هېواد ته ستانه شي او که نه.