• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د جرمونو نړیوالې محکمې پر قاضیانو بندیزونه د محکمې خپلواکي او عدالت زیانمنوي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ټرمپ ادارې له خوا د جرمونو نړیوالې محکمې پر دوو قاضیانو او دوو څارنوالانو باندې بندیزونو لګولو ته په غبرګون ویلي، چې دا بندیزونه د محکمې پر خپلواکۍ مخامخ برېد دی او قربانیانو لپاره عدالت زیانمنوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي:« د اندېښنې وړ ده چې یو هېواد د نړیوالې ټولنې له خوا جوړې شوې خپلواکې محکمې د قانوني او سوله ییزو اقداماتو پر وړاندې دومره دښمني ښکاره کوي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، چې د جرمونو نړیواله محکمه دنده لري، چې د نسل وژنې، د جګړې د جنایتونو او د بشریت پر وړاندې د جنایتونو مرتکبین محاکمه کړي.« د محکمې حقوقي کارکوونکي په دې برخه کې مهم رول لري چې د بشریت د تر ټولو ستر جنایتکاران حساب ورکړي. دوی باید د هر ډول غچ اخیستنې څخه خوندي پاتې شي او په بشپړ خپلواک ډول او بې له وېرې خپلې دندې ترسره کړي.»

دوی له امریکا څخه د قانون حاکمیت او د بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهار شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي:«دغه محکمه زموږ د ملي امنیت لپاره ګواښ دی او د امریکا او اسراییل پر وړاندې د قانوني جګړې وسیله ګرځېدلې ده.»

د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې، د بندیزونو لاندې راوستل شوي کسان «نیکولاس یان ګییو» دی، چې د نتنیاهو د نیولو د حکم په صادرولو کې یې برخه لرله او دغه راز «نزهت شمیم خان»، «مام ماندیایه نیانګ او کیمبرلي پوست» هم په یادو بندیزونو کې شامل دي.

پوست په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د پلټنو اجازه ورکړې وه.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې د ټرمپ د پخواني سلاکار جان بولټن کور تلاشي کړی

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۱

د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (ایف بي ای) مامورینو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخواني سلاکار او منتقد جان بولټن کور د ملي امنیت یوې څېړنې په ترڅ کې تلاشي کړی.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه تلاشي د جمعې په ورځ سهار ۷ بجې د مریلینډ ایالت په بتهزدا سیمه کې پیل شوه، چېرته چې بولټن اوسیږي. سرچینو ویلي، دا اقدام دایف بي اېرییس کاش پټیل په امر ترسره شوی.

د ایف‌بي‌ای یوه ویاند د بولټن د کور سیمه کې د عملیاتو پخلی کړی، خو د څېړنو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

د تلاشۍ له پیلېدو سره سم، کاش پټیل پر اېکس ولیکل: «هېڅوک د قانون څخه لوړ نه دي. د ایف‌بي‌ای اجنټان پر ماموریت دي.»

کاش پټېل د بولټن نوم په څرګند ډول ندی یاد کړی.

جان بولټن تر دې دمه د دې موضوع په اړه رسنیو ته کوم نظر نه دی ورکړی، خو د سي‌ان‌ان په وینا، بولټن ویلي، چې دی له دې پلټنو خبر نه و او د موضوع ارزونه کوي.

بولټن د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار او د ملګرو ملتونو سفیر پاتې شوی، خو له استعفا وروسته یې په تکراري ډول په ټرمپ نیوکې کولې او هغه یې د ولسمشرۍ لپاره نالایق یادوه.

هغه په دې اړه یوه جنجالي کتاب هم خپور کړی چې عنوان یې دی«هغه خونه چې پکې دا هرڅه وشول.»

که څه هم دا لا روښانه نه ده چې ایف‌بي‌ای ولې د بولټن کور تلاشي کړی، خو د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د عدلیې وزارت له خوا پر هغه دا تور و، چې ګواکې دغه کتاب کې یې محرم معلومات خپاره کړي. دا قضیه وروسته یوه قاضي رد کړه او د بایډن د ادارې پر مهال په ۲۰۲۱ کې ختمه شوه.

پاکستانی پوځ وایي امریکا دې په افغانستان کې پاتې شوې وسلې له تور بازار څخه واخلي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۱

پاکستاني پوځ له امریکا غوښتي، خپلې پاې شوې وسلې دې د افغانستان له تور بازار څخه بېرته واخلي، کومې چې ددوی له وتلو وروسته پاتې شوې دي. د پوځ ویاند وايي، دا وسلې اوس د افغانستان او پاکستان د وسله‌والو ډلو لاس ته لوېدلي، چې جدي امنیتي اندېښنې یې راپارولي دي.

د اکانومیست مجلې د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، امریکا باید دغه پاتې شوې وسلې له تور بازار څخه وپېري، څو وسله‌وال نور پرې سمبال نه شي. هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې هر څه، په ځانګړي ډول امریکایي وسلې، په لوړه بیه پلورل کېږي."

راپور زیاتوي، چې د داعش خراسان څانګې پر ضد جګړه د پاکستان لپاره تر ټولو مهمه موضوع ده، څو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره نږدې پاتې شي.

له هغه وخت راهیسې چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه واېستل، طالبانو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پرمختللې نظامي وسلې تر لاسه کړې.

د امریکا دفاع وزارت د ارزونې له مخې، دا تجهیزات چې شاوخوا اووه میلیارده ډالره ارزښت لري، پکې نظامي موټرونه، پرمختللې وسلې، بایومټریک وسایل او نور ټکنالوژیک سیسټمونه شامل دي.

د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، زیاتره پاتې وسلې اوس د پاکستاني طالبانو له خوا اخیستل شوي او د پاکستاني پوځ پر ضد کارېږي.

د راپور له مخې، په لومړیو کې د امریکایي M۱۶ او M۴ وسلو قیمت له ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ ډالرو و، خو اوس دا وسلې کمیابه شوي او بیې یې لوړ شوي.

د خوست او پکتیکا په بازارونو کې M۴ وسله تر ۴۲۸۵ ډالرو او M۱۶ تر ۱۴۲۸ ډالرو پلورل کېږي.

واشنګټن پوسټ پخوا راپور ورکړی و، چې د پاکستان په شمال کې جهادي ډلې او د سویل لوېدیځ بلوچ بیلتون‌پال اوس د همدې امریکایي وسلو څخه کار اخلي.

د بریتانیې "ان‌هرد" رسنۍ بیا ویلي، چې شاوخوا ۴۰۰ زره د ناټو نظامي وسلې اوس د طالبانو لاس ته لوېدلي.

پاکستان اوس له امریکا غواړي، چې د دغو وسلو د اخېستلو ترڅنګ، د داعش پر ضد مبارزه کې همکاري پراخه کړي، خو دا مرسته یې له ځینو شرایطو سره تړلې ده.

د پاکستان لپاره اصلي امنیتي ګواښونه تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او بلوچ بېلتون‌پالې ډلې دي، نه داعش؛ ځکه چې د دې ډلې بریدونه زیاتره پر شیعه‌ مذهبو، روسانو او ایران متمرکز دي.

راپور زیاتوي، پاکستان غواړي امریکا له دې وسله‌والو ډلو سره د مقابلې لپاره استخباراتي معلومات زیات کړي، وسلې واستوي، او د زغره‌والو موټرو، شپې لیدونکو کامرو او نورو تجهیزاتو مرستې بیا پیل کړي، خو د هند له مخالفت سره به دا کار اسان نه وي؛ ځکه هند د امریکایي وسلو لوی پیرودونکی دی.

همداراز، اسلام‌اباد له امریکا او لویدیځو هېوادونو غواړي، چې د پاکستان دا ادعا ومني چې هند له (ټي‌ټي‌پي) او بلوچ بېلتون‌پالو ډلو سره مرسته کوي.

پاکستان د دې ملاتړ لپاره تازه اسناد هم وړاندې کړي، خو لوېدیځ هېوادونه لا نه دي قانع شوي.

په غزه کې د لوږې جدي بحران؛ د ملګرو ملتونو ۴ ادارو په غزه کې قحطي رسماً تایید کړه

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۱۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو څلورو ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د غزې په سیمه کې قحطي رسماً تایید شوې او تر نیم میلیون زیات وګړي له سختې لوږې او د مخنیوي وړ مړینو سره مخ دي. یادو ادارو د ژر تر ژره اوربند او پراخو بشري مرستو غوښتنه کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال پروګرام، د کرنې او خوړو سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق په یوه تازه ګډ راپور کې ویلي، چې د غزې په ښار کې د قحطۍ شرایط تایید شوي او تمه شته چې دا حالت به ډېر ژر د دیر البلح او خان یونس ولسوالیو ته هم پراخ شي.

د راپور له مخې، له ۶۴۰ زرو زیات وګړي به د روان سپټمبر تر پایه د خوړو له سخت نشتوالي سره مخ شي، چې دا د قحطۍ تر ټولو خطرناک پړاو ګڼل کېږي، همدا ډول نږدې ۱.۱۴ میلیونه وګړي به د بیړني حالت لاندې وي او ۳۹۶ زره نور به د خوړو له نشتوالي سره مخ وي.

د یادو سازمانونو په وینا، دا حالت د نږدې دوو کلونو جګړو، کورنیو بې‌ځایه‌کېدو، د بشري مرستو محدودیت، د کرنیزو ځمکو او بازارونو له منځه تلو او د روغتیايي سیستم د سقوط له امله رامنځته شوی.

د سريلانکا پخوانی ولسمشر ویکرمېسنګه ونیول شو

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۹ GMT+۱

د سريلانکا ځایي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر رانیل ویکرمېسنګه د جمعې په ورځ (د زمري ۳۱مه) د دې هېواد د جنايي څېړنو ادارې (سي‌ای‌ډي) له لوري د دولتي پیسو د ناوړه استفادې د تورونو په تړاو نیول شوی دی.

راپورونه زیاتوي، ۷۶ کلن ویکرمېسنګه هغه مهال ونیول شو کله چې د جنایي څېړنو ادارې ته د بیان ورکولو لپاره ورغلی و. هغه لندن ته د خپلې مېرمنې د فراغت مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و، چې څېړنه هم همدې سفر پورې تړلې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د سريلانکا د پولیسو ویاند د نوموړي نیونه په رسمي ډول نه ده تایید کړې. د ویکرمېسنګه دفتر هم په دې اړه څه نه دي ویلي. ځايي رسنیو ویلي، نوموړی به د جمعې ورځې په وروستیو کې محکمې ته وړاندې شي.

ویکرمېسنګه چې د وکالت سابقه لري، شپږ ځلې د سريلانکا صدراعظم ټاکل شوی او په دې برخه کې یې هېواد کې ریکارډ جوړ کړی دی. نوموړی په ۲۰۲۲ کال کې د سخت مالي بحران پر مهال د ولسمشر په توګه واک ته ورسېد.

رانیل ویکرمېسنګه په ۱۹۷۸ کال کې یوازې د ۲۹ کلنۍ په عمر د خپل تره، ولسمشر جونیوس جایوردنه له خوا د هېواد تر ټولو ځوان وزیر وټاکل شو. هغه د سیاسي او سوداګریز نفوذ لرونکي کورنۍ غړی دی چې په رسنیزه برخه کې هم لویې ګټې لري.

په ۱۹۹۴ کال کې، د هغه ګڼ لوړ پوړي ملګري د ترورونو په ترڅ کې ووژل شول او هماغه مهال نوموړی د یونایټډ نشنل ګوند مشرۍ ته ورسېد.

ټایمز اف انډيا: د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز له امنيتي ننګونو سره مخ دی

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۵ GMT+۱

د هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا په راپور کې راغلي، چین غواړي چې د اقتصادي دهلیز له لارې پر نړۍ خپل اغېز پراخ کړي؛ خو په پاکستان کې دغه پروژه د بلوڅ بېلتون‌پالو او نورو وسله‌والو ډلو له‌خوا له سترو امنيتي ننګونو سره مخ ده او هند هم دغې پروژې ته د درېیم هېواد ورګډولو مخالف دی.

دغه ورځپاڼه کاږي، د چین ولسمشر شي جین پېنګ غواړي چې د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلېز له لارې پر نړۍ خپل اغېز پراخ کړي. دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې چین په پاکستان کې پر دغې پروژې څو مېلیارډه ډالره پانګونه کړې؛ خو دغه پانګونه له سترو امنيتي ننګونو سره مخ ده.

د راپور له مخې، بلوڅ بېلتون‌پال او نورې وسله‌والې ډلې د دغه پروژې پر کارکوونکو بریدونه کوي او هغوی کار ته نه پرېږدي؛ خو بیا هم اسلام‌اباد د چینايي کارګرو د خونديتوب هڅه کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، هند په پرله پسې ډول په سيپيک پروژه کې د درېیمو هېوادونو ورګډول غندلي دي؛ ځکه دغه دهلېز د هند په هغه سیمه کې تېرېږي چې پاکستان په ناقانونه توګه نیولې ده.

د ورځپاڼې په حواله، په کابل کې د چین، پاکستان او افغانستان تر درې اړخیزې غونډې وروسته د دغه هېوادونو استازو پرېکړه وکړه چې د «CPEC» پروژه تر کابله وغځوي.