د اکانومیست مجلې د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، امریکا باید دغه پاتې شوې وسلې له تور بازار څخه وپېري، څو وسلهوال نور پرې سمبال نه شي. هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې هر څه، په ځانګړي ډول امریکایي وسلې، په لوړه بیه پلورل کېږي."
راپور زیاتوي، چې د داعش خراسان څانګې پر ضد جګړه د پاکستان لپاره تر ټولو مهمه موضوع ده، څو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره نږدې پاتې شي.
له هغه وخت راهیسې چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه واېستل، طالبانو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پرمختللې نظامي وسلې تر لاسه کړې.
د امریکا دفاع وزارت د ارزونې له مخې، دا تجهیزات چې شاوخوا اووه میلیارده ډالره ارزښت لري، پکې نظامي موټرونه، پرمختللې وسلې، بایومټریک وسایل او نور ټکنالوژیک سیسټمونه شامل دي.
د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، زیاتره پاتې وسلې اوس د پاکستاني طالبانو له خوا اخیستل شوي او د پاکستاني پوځ پر ضد کارېږي.
د راپور له مخې، په لومړیو کې د امریکایي M۱۶ او M۴ وسلو قیمت له ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ ډالرو و، خو اوس دا وسلې کمیابه شوي او بیې یې لوړ شوي.
د خوست او پکتیکا په بازارونو کې M۴ وسله تر ۴۲۸۵ ډالرو او M۱۶ تر ۱۴۲۸ ډالرو پلورل کېږي.
واشنګټن پوسټ پخوا راپور ورکړی و، چې د پاکستان په شمال کې جهادي ډلې او د سویل لوېدیځ بلوچ بیلتونپال اوس د همدې امریکایي وسلو څخه کار اخلي.
د بریتانیې "انهرد" رسنۍ بیا ویلي، چې شاوخوا ۴۰۰ زره د ناټو نظامي وسلې اوس د طالبانو لاس ته لوېدلي.
پاکستان اوس له امریکا غواړي، چې د دغو وسلو د اخېستلو ترڅنګ، د داعش پر ضد مبارزه کې همکاري پراخه کړي، خو دا مرسته یې له ځینو شرایطو سره تړلې ده.
د پاکستان لپاره اصلي امنیتي ګواښونه تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او بلوچ بېلتونپالې ډلې دي، نه داعش؛ ځکه چې د دې ډلې بریدونه زیاتره پر شیعه مذهبو، روسانو او ایران متمرکز دي.
راپور زیاتوي، پاکستان غواړي امریکا له دې وسلهوالو ډلو سره د مقابلې لپاره استخباراتي معلومات زیات کړي، وسلې واستوي، او د زغرهوالو موټرو، شپې لیدونکو کامرو او نورو تجهیزاتو مرستې بیا پیل کړي، خو د هند له مخالفت سره به دا کار اسان نه وي؛ ځکه هند د امریکایي وسلو لوی پیرودونکی دی.
همداراز، اسلاماباد له امریکا او لویدیځو هېوادونو غواړي، چې د پاکستان دا ادعا ومني چې هند له (ټيټيپي) او بلوچ بېلتونپالو ډلو سره مرسته کوي.
پاکستان د دې ملاتړ لپاره تازه اسناد هم وړاندې کړي، خو لوېدیځ هېوادونه لا نه دي قانع شوي.