ایران د درېیو افغانانو په ګډون څلور کسان اعدام کړل

د ایران د بشري حقونو سازمان د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې ایران د درېیو افغانانو په ګډون څلور کسان د بندر عباس په زندان کې اعدام کړل.

د ایران د بشري حقونو سازمان د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې ایران د درېیو افغانانو په ګډون څلور کسان د بندر عباس په زندان کې اعدام کړل.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د درېیو افغانانو په ګډون څلور کسان چې د نشه يي توکو په قاچاق او "قصدي قتل" تورن و، د سې شنبې په ورځ د بندر عباس په زندان کې اعدام شول.
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې ۲۹ کلن الله نظر تاجیک، ۴۹ کلن عبدالروف نورزی او ۵۱ کلن عبدالرحمن اسحاقزی د نشه یې توکو په قاچاق کولو تورن وو.
په راپور کې ویل شوي:« الله نظر تاجیک د فراه ولایت اصلي اوسیدونکی و، خو په نیمروز کې مېشت و او په ۱۴۰۱ کال کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و، همدارنګه عبدالروف نورزی د فراه ولایت اصلي اوسیدونکی و او په ۱۴۰۰ کال د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و او عبدالرحمن اسحاقزی هم د فراه ولایت اوسیدونکی و او په ۱۴۰۱ کال کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و.»
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د تېرو پنځو کلونو راهیسې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د اعدام کېدونکو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۵۰۳ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي دي.


د زمري ۳۱مه د عقیدې پر بنسټ د قربانیانو نړۍواله ورځ ده. په افغانستان کې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته ځينې روښان فکره «سېکولران یا کافران» بلل شوي، «اهل حدیث یا وهابیان» ځپل شوي، اهل تشیع د طالبانو تر فشار لاندې ژوند کوي او نیوکه کوونکي «باغيان» بلل شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته طالبانو پر ډېرو خلکو خپله ځانګړې عقیده او د اسلام ځانګړی تصور په زور تپلې دی، روښان فکره او جمهوریتپال یې «سېکولران» بللي او ځينې یې پر عصري زدهکړو د ټينکار له امله په اعدام محکوم کړي دي.
د طالبانو ابتدایه محکمې د پکتیکا ولایت استاد عبدالعلیم خاموش «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ په سزا محکوم کړی، حال دا چې هغه وايي پر عصري زدهکړو یې ټينګار کړی و؛ خو د هغه نظر ناسم تعبیر شوی دی.
طالبان د بیان ازادي د خپل نظام پر ضد بغاوت بولي؛ تر دې مهاله یې څو رسنۍ تړلې دي او څو خبریالان یې نیولي، شکنجه کړي او زنداني کړي دي.
په افغانستان کې «اهل حدیث یا عامه اصطلاح وهابیانو» هم ویلي، چې د افغانستان په څو ولایتونو کې یې ملایان وژل شوي او مدرسې یې تړل شوې دي.
اهل تشیع هم شکایت کوي، چې د طالبانو لهخوا یې مذهبي مراسم محدود شوي او جعفري فقه څنډې ته شوې ده.
هندوان او سېکان تر ډېره له افغانستانه وتلي او ډېر کم یې په افغانستان کې پاتې دي، چې هغوی هم له وېرې سره ژوند کوي.
د دغې ورځې ارزښت دا دی، چې د دين او عقيدې د ازادۍ ساتنه وشي، د بېلابېلو ټولنو ترمنځ زغم او همغږي وساتل شي او د کرکې، تبعیض او تاوتريخوالي پر وړاندې د پوهاوي فضا رامنځته شي.

پاکستاني شنونکي وايي، په افغانستان کې روانه بېثباتي د سیمې امنیت او اقتصاد ته جدي ګواښ دی. دغه شنونکي ټینګار کوي، د پاکستان پر ضد د افغانستان خاورې کارونه یوه «سره کرښه» ده چې باید له پامه ونه غورځول شي.
د ډېلي ټایمز ورځپاڼې په یوې خپرې شوې تحلیلي مقاله کې راغلي، هر کله چې افغانستان د ناورین پر لور ځي، پاکستان هم درانه انساني او مالي لګښتونه زغمي. ام هانیه ادعا کړې، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ترهګرۍ په پایله کې له ۸۰زرو ډېر پاکستانیان وژل شوي او د دغه هېواد اقتصاد هم زیانمن شوی دی.
دغه مقاله زیاتوي، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټيپيپي بیا فعالېدو سره د پاکستان لپاره امنیتي ګواښونه یو ځل بیا ډېر شوي دي. د لیکوالې په وینا؛ د کابل اداره یا نهشي کولای او یا نه غواړي چې د هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي، چې پر پاکستان بریدونه کوي.
مقاله همداراز خبرداری ورکوي، چې افغانستان د نړۍ د نشهيي توکو ستر تولیدوونکی هېواد ګرځېدلی؛ چېرې چې د تریاکو او همدارنګه د شیشې (میټامفټامین) تولید په څرګند ډول ډېر شوی دی. دغه توکي ترهګریزې ډلې تمویلوي او د پولو له لارې پاکستان ته انتقالېږي، چې د اعتیاد او جرمونو د ډېرېدو لامل ګرځي.
په دې مقاله کې داسې راغلي دي: «موږ د افغانستان د جګړو بار ډېر وخت پر اوږو وړی دی. دا ځل باید ډاډ ترلاسه کړو، چې د پاکستان حاکمیت او امنیت د هغه هېواد د ګډوډیو قرباني نهشي.»
لیکواله ټینګار کوي، چې د افغانستان د کړکېچ حل یوازې د پاکستان په هڅو شونی نهدی؛ خو پاکستان هم نهشي کولای چوپ پاتې شي، په داسې حال کې چې بېثباتي له پولې اوړي.
په دې مقاله کې د راتلونکي لپاره درې لارې چارې وړاندیز شوې دي:
۱. د افغانستان لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې د سرو کرښو مشخصول. ۲. چین، ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نشهيي توکو او افراطیت پر ضد سیمهییزه همکاري. ۳. د کورنیو اقداماتو پیاوړتیا، چې پهکې د کډوالو ښه مدیریت او د ترهګرۍ ضد مبارزې بیا پيل شامل دي.
د مقالې په پای خبرداری ورکړل شوی، چې که اوس اقدام و نهشي؛ نو راتلونکي ګواښونه به لا ډېر او د خلکو امنیت او د دولت بقا به له ګواښ سره مخامخ شي.

په کندهار کې د خصوصي روغتیايي زده کړو انسټېټونو څخه فارغ شوي زده کوونکي شکایت کوي او وایي چې شاوخوا درې کاله کیږي د طالبانو له خوا د نامعلوم دلیل له امله یې د اګزیټ ازموینه ځنډول شوې ده.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کندهار ولایت کې د خصوصي روغتیايي زده کړو انسټېټونو نږې پنځه زره زده کوونکي، چې درې کاله وړاندې یې زده کړې پای ته رسیدلي، له بې سرنوشتې سره مخ دي او د طالبانو له خوا ترې د اګزیټ ازموینه نه اخیستل کیږي.
دغو سرچینو ویلي، چې یادو زده کوونکو، د نرسینګ، غاښونو پروتیز، راډیولوژۍ، فزیوټراپۍ، اېکسرې، ولادي او نسايي، فارمسي او نورو برخو کې درې کاله وړاندې خپلې زده کړې بشپړې کړي، خو لا هم یاد زده کوونکي د کار کولو اجازه نه لري.
رحمت الله چې دوه کاله وړاندې په کندهار کې د یوه خصوصي روغتیايي انسټېټوت د عالي نرسینګ له څانګې فارغه شوی افغانستان انټرنشنل ته وویل:« کله چې له مکتب څخه فارغه شوم، ډېرې اقتصادي ستونزې مې هم لرلې، خو بیا مې هم د نرسینګ په څانګه کې زده کړې پیل کړې، له انسټېټوت څخه فارغه شوم، خو دا دوه کاله کیږي، چې د اګزیټ ازمویني ته په تمه یم.»
پر همدغه مهال په هلمند ولایت کې د احمدشاه بابا روغتیايي علومو انسټېټوت د فارمسۍ څانګې څخه فارغه شوی زده کوونکی وايي، درې کاله وشول، خو لا هم د اګزیټ ازموینې ته په تمه دی.
نوموړي د نوم نه اخېستلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:«کورنۍ مې ډېرې هیلې راته لرلې، ما خپله هم د راتلونکي په اړه ښه پلان درلود، خو څه وکړم، له درس ویلو وروسته بیا هم د کار کولو اجازه نه لرم، زه مې د کار پیلولو لپاره باید له دولتي ازموینې څخه بریالی ووځم.»
په کندهار کې د یو خصوصي روغتیايي علومو انسټېټوت مسوول چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي وايي:«موږ په ګډه د څو نورو انسټېټونو سره کابل ته لاړو، هلته مو خپل شکایتونه د لوړو زده کړو وزیر او نورو کسانو سره شریک کړل، خو د هغوی ځواب دا وو، چې ډېر ژر به د اګزیټ ازموینه واخلي.»
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په کندهار او هلمند ولایتونو کې هرکال سلګونه زده کوونکي د خصوصي روغتیايي علومو له انسټېټونو څخه فارغه کیږي، خو د نامعلوم دلیل له امله یې د تېرو درېیو کالو راهیسې د اګزیټ ازموینه ځندول شوې ده.

امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان ډلې د ۵۰ افغان جنګیالیو مړي افغانستان ته لېږدوي. د سرچینو په وینا؛ دغه جنګیالي شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د بلوچستان په سمبازه سیمه کې له پاکستاني پوځ سره په جګړه کې وژل شوي وو.
امنیتي سرچینو د جمعې په ورځ (د زمري ۳۱مه) ویلي، تر عملیاتو شاوخوا دوه اونۍ وروسته به د وژل شویو جنګیالیو مړي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د هغوی کورنیو ته وسپارل شي.
د پاکستان پوځ د روان کال (د زمري په ۲۱مه نېټه) اعلان کړی و، چې د تحریک طالبان پاکستان ۵۰ غړي یې د بلوچستان په سمبازه سیمه کې وژلي دي. نوموړي پوځ دا هم ویلي و، چې په عملیاتو کې یې زیاته اندازه وسله، مهمات او چاودېدونکي توکي نیولي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا؛ د دغو عملیاتو نږدې ۹۰ سلنه وژل شوي کسان افغانان وو، چې د حافظ گل بهادر له ډلې سره یې تړاو لاره او د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره پاکستان ته تللي وو.
د حافظ گل بهادر ډله د تحریک طالبان پاکستان یوه مهمه څانګه ده. دغې ډلې تر دې دمه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو څو مرګوني بریدونه کړي دي.
پاکستان په وار، وار طالبان تورن کړي، چې ترهګرو ډلو او په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې پناه ورکړې ده؛ خو طالبان بیا دغه تورونه نه مني.
تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ویلي و، چې په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې او په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان چې شاوخوا شپږ زره جنګیالي لري؛ د پاکستان ملي امنیت او د سیمې ټیکاو ته لوی ګواښ دی.
عاصم افتخار احمد د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار کړی و، چې ترهګري د پاکستان پر وړاندې یو جدي ګواښ دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم په یوه وروستي راپور کې امنیت شورا ته لیکلي، چې طالبانو په افغانستان کې بهرنیو ترهګرو ډلو ته خوندي ځایونه برابر کړي چې د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

د «ارغواني شنبو» په نوم د ښځینه فعالانو یو غورځنګ د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د طالبانو د مخالفانو غونډې ته غبرګون کې ویلي، چې دغه غونډه کولای شي د افغانانو د ملاتړ او پر طالبانو د فشار راوړنې لپاره یو فرصت وي.
نوموړي غورځنګ (جمعه، د زمري ۳۱مه) په خپل بیان کې زیاته کړې، د افغانستان په اړه هر ډول غونډې او تحولات باید د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ وي او هېڅ داسې پرېکړه باید ونه شي چې د خلکو له حقونو سره په ټکر کې وي.
دغه ښځینه فعالانو همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاریخي دښمني باید پای ته ورسېږي او د پاکستانی حکومت باید د طالبانو ملاتړ ودروي. افغان ښځو له ګډونوالو غوښتي، چې له اسلاماباد نه وغواړي په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ وغندي.
په داسې حال کې چې غورځنګ په وروستیو کلونو کې د مېلیونونو افغان کډوالو د کوربهتوب لپاره د پاکستاني ولس ستاینه کړې؛ د راتلونکې غونډې له ګډونوالو یې غوښتي، چې د پاکستان له حکومته وغواړي؛ څو د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې په افغانستان کې له جدي ګواښ سره مخ دي، د جبري اېستلو بهیر ودروي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې د حزب اسلامي ګوند مشر د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په ګډون به یو شمېر سیاستوال، مدني فعالان او د ښځو د حقونو ملاتړې د اګسټ میاشتې په پای کې د پاکستان له حکومتي چارواکو سره ناسته وکړي.