• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ښځینه فعالانې: د اسلام‌اباد غونډه باید د افغانانو ګټې په پام کې ونیسي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۴۹ GMT+۱

د «ارغواني شنبو» په نوم د ښځینه فعالانو یو غورځنګ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د طالبانو د مخالفانو غونډې ته غبرګون کې ویلي، چې دغه غونډه کولای شي د افغانانو د ملاتړ او پر طالبانو د فشار راوړنې لپاره یو فرصت وي.

نوموړي غورځنګ (جمعه، د زمري ۳۱مه) په خپل بیان کې زیاته کړې، د افغانستان په اړه هر ډول غونډې او تحولات باید د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ وي او هېڅ داسې پرېکړه باید ونه شي چې د خلکو له حقونو سره په ټکر کې وي.
دغه ښځینه فعالانو همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاریخي دښمني باید پای ته ورسېږي او د پاکستانی حکومت باید د طالبانو ملاتړ ودروي. افغان ښځو له ګډونوالو غوښتي، چې له اسلام‌اباد نه وغواړي په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ وغندي.

په داسې حال کې چې غورځنګ په وروستیو کلونو کې د مېلیونونو افغان کډوالو د کوربه‌توب لپاره د پاکستاني ولس ستاینه کړې؛ د راتلونکې غونډې له ګډونوالو یې غوښتي، چې د پاکستان له حکومته وغواړي؛ څو د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې په افغانستان کې له جدي ګواښ سره مخ دي، د جبري اېستلو بهیر ودروي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې د حزب اسلامي ګوند مشر د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په ګډون به یو شمېر سیاست‌وال، مدني فعالان او د ښځو د حقونو ملاتړې د اګسټ میاشتې په پای کې د پاکستان له حکومتي چارواکو سره ناسته وکړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

کابل لپاره د امریکا مخکېني استازي امنیتي جواز د استخباراتي ابزارو د کارونې په تور لغوه شو

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۰۸ GMT+۱

د امریکا متحده‌ایالتونو د ملي استخباراتو ادارې د افغانستان لپاره د امریکا د مخکېني استازي ټام وېسټ او ۳۶ نورو پخوانیو او اوسنیو چارواکو امنیتي جوازونه لغوه کړي دي.

نوموړي سازمان په یوه بیان کې وېسټ او نور چارواکي په دې تورن کړي، چې هغوی د استخباراتي معلوماتو سیاسي کولو یا له هغو څخه د شخصي، ګوندیزو او د ملي امنیت له لومړیتوبونو سره په ټکر موخو لپاره کار اخیستی دی.

د امریکا د ملي استخباراتو سازمان همداراز ۳۷ اوسني او پخواني امریکايي چارواکي په دې تورن کړي، چې له محرم معلوماتو څخه یې ښه ساتنه نه ده کړې او مسلکي معیارونو ته یې پابندي نه ده ښودلې.

د امریکا متحده‌ایالاتونو د ملي استخباراتو مشرې تولسي ګبرد د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه جلا بیان کې لیکلي: «هغه کسان چې د استخباراتي ټولنې برخه دي او خپلې وفادارۍ لوړه یې ماتې کړې، قانون ته خیانت کوي او شخصي ګټې د امریکا د خلکو له ګټو وړاندې ګڼي، هغه سپېڅلی باور له منځه وړي چې ژمنه یې کړې وه ساتنه به یې کوي.»

هغې دا هم روښانه کړه: «د امنیتي جواز ترلاسه کول یو امتیاز دی، نه حق.» مېرمن ګبرد هم هغه چارواکي چې امنیتي جوازونه یې لغوه شوي، په دې تورن کړي چې هغوی استخباراتي معلومات سیاسي کړي، لاس‌وهنه یې په‌کې کړې، محرم معلومات یې افشا کړي او یا یې مسلکي معیارونه په قصدي او ښکاره توګه تر پښو لاندې کړي دي.

ټام وېسټ د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو. تر ده مخکې زلمي خلیلزاد دغه دنده پر غاړه لرله. دواړو د دوحې هوکړه‌لیک په لاسلیک کې مهم رول لوبولی دی. وېسټ د دوحې په خبرو اترو کې د خلیلزاد مرستیال په توګه کار کاوه.

ایراني رسنۍ: ښایي ایران هم د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۶ GMT+۱

د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا په یوې خپره کړې مقاله کې د ایران له‌خوا د طالبانو د رسمیت پېژندلو احتمال، داعش، پر ګډه پوله د نشه‌يي توکو د قاچاقو په اړه اندېښنې او د ایران او طالبانو ترمنځ د افغان کډوالو او اوبو په سر سياسي مخالفت ته اشاره کړې ده.

په دغه مقاله کې راغلي، چې ښایي ایران هم د روسیې په څېر د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني.

په مقاله کې زیاته شوې، ایران په تمه دی چې تر روسیې وروسته نور هېوادونه؛ لکه د منځنۍ اسیا هېوادونه طالبان په رسمیت وپېژني او ایران د دغې تجربې پایله وګوري. د مقالې له مخې؛ د ایران له‌خوا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو کې د تهران او کابل ګډې ګټې نغښتې دي، په تېره بیا د داعش په څېر افراطي ډلو مخنیوی ایران ته لومړیتوب لري.

مقاله کاږي، چې د داعش خراسان څانګې تر راڅرګندېدو وروسته ایران ورو، ورو طالبانو ته نږدې شوی دی. مقاله کې وړاندې راغلي، له کومې ورځې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي د ایران پر وړاندې یې ښکاره دښمنانه دریځ نه‌دی غوره کړی؛ له همدې امله تهران هم د طالبانو د کمزوري کولو هڅه نه‌ده کړې.

په مقاله کې د افغانستان او ایران تر منځ ګډه پوله کې له افغانستانه ایران ته د تاریاکو د قاچاقو خبره هم یاده شوې او دا یوه لویه ستونزه بلل شوې ده.

د مقالې لیکوال کاږي، چې په ۱۹۷۳کال کې د هلمند د اوبو په اړه د افغانستان او ایران ترمنځ تړون لاسلیک شوی؛ خو په دې اړه په عملي برخه کې اوس هم ستونزې شته، طالبان کولای شي، چې د ایران پر لور د اوبو جریان کنټرول کړي.

په مقاله کې راغلي، چې ایران کله ناکله په افغانستان کې د هزاره‌ګانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې؛ خو د خپلې بهرنۍ پالیسۍ اصلي لومړیتوب یې نه‌دی ګرځولی. د تهران جیوپولیټیکي ګټې دا نه ایجابوي، چې پر مذهبي یا قومي اختلافاتو ډېر تمرکز وکړي.

په مقاله کې له ایرانه د افغان کډوالو جبري شړلو ته په اشارې سره ویل شوي، افغانستان د کمزوري دولتي جوړښت او اقتصادي ناورین له امله د دومره ډېرو کډوالو د جذب ظرفیت نه‌لري، چې دا هم د تهران او کابل ترمنځ د شخړې یو لامل دی.

له افغانستانه د کډوالۍ روانه څپه؛ د ترکیې پولیسو لسګونه افغان کډوال ونیول

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۱ GMT+۱

د ترکیې پولیسو ۴۱ افغان کډوال چې غوښتل یې په ناقانونه توګه اروپا ته سفر وکړي، نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې ۱۵ ماشومان هم شامل دي.

د «اې‌اېچ‌اې» خبري اژانس پرون (پنج‌شنبه، د زمري ۳۰مه) راپور ورکړی، چې یاد کډوال تر نیول کېدو وروسته د اېواکیک ولسوالۍ کې د کډوالو د ساتنې او لېږد مرکز ته لېږدول شوي.

ترکیه د افغان کډوالو لپاره اروپا ته د تګ یوه له مهمو لارو څخه ده. زرګونه افغانان د جګړې، بې‌وزلۍ یا ټولنیزو ستونزو له امله له هېواده وځي او هڅه کوي د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

دې سره جوخت، د ترکیې پولیسو د کډوالو او په ځانګړې توګه د افغانانو د پېژندنې او نیولو بهیر ګړندی کړی دی. د راپورونو له‌مخې؛ هره ورځ د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر کډوال نیول کېږي او اېستل کېږي.

د نیول کېدو سربېره، د ترکي پولیسو له‌خوا له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي ډک چلند او شکنجې راپورونه هم ورکړل شوي دي. د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار د دغه چلندونو د پلټنې غوښتنه کړې ده.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې اعلان کړی، چې د تېر ۲۰۲۴کال پرمهال په ټول هېواد کې تر ۲۳۰زرو ډېر بې‌اسناده کډوال پېژندل شوي، نیول شوي او شړل شوي دي. د دغه خلکو لویه برخه افغان کډوال دي.

له ناقانونه لارو تېرېدنه ځینې وختونه د کډوالو د ژوند په بیه تمامېږي. په وروستیو کلونو کې لسګونه افغان کډوال له ترکیې نه اروپا ته پر لاره مړه شوي دي.

د امریکا د مرستو پرې کېدل د افغان مېندو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۵ GMT+۱

د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو له تړل کېدو سره، زرګونه ښځې او ماشومان له جدي مرګوني ګواښ سره مخ شوي. د دغه ناورین اصلي لامل د امریکا د بشري مرستو بې‌ساری کمښت بلل شوی، چې یو وخت په افغانستان کې د روغتیايي او پرمختیایي پروژو ترټولو ستره تمویل کوونکې بلل کېده.

د کلینیکونو تړل کېدل او اغېزې یې

د ټایم مجلې د یوه ځانګړي راپور له‌مخې؛ یوازې په دایکنډي کې چې د افغانستان یو له ډېرو محرومو ولایتونو څخه دی، د «کورنیو روغتیایي مرکزونو» په نوم ۲۱ کلینیکونه تړل شوي دي. دغه کلینیکونه چې د قابلو، پاکوونکو او ساتوونکو له‌خوا اداره کېدل، د غرنیو او لاسرسي وړ سیمو کې د ښځو او ماشومانو لپاره روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي یوازینۍ لاره وه.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو او د بهرنیو مرستو تر کمېدو وروسته، اوس‌مهال په ټول هېواد کې د بودجې د نشتوالي له امله تر ۴۲۲ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د بحران له زړه څخه د انسانانو روایتونه
د سنګ تخت ولسوالۍ یوې ۳۴ کلنې قابلې عاطفې د خپل کلینیک له تړلو وروسته وویل: «مېندې او ماشومان به مړه شي.» نوموړې اوس له ناروغانو سره په شخصي توګه د مرستې لپاره هېڅ وسیله نه‌لري.

۳۸ کلنه افغانه مېرمن مریم روغتون ته پر لاره مړه شوې؛ ځکه چې د هغې کور ته نږدې کلینیک تړل شوی و او قابله له دندې ګوښه شوې وه. د هغې ماشوم هم ژوندی پاتې نه‌شو.
د ورس اوسېدونکې ګل چمنه چې درې کاله کېږي قابله ده، وویل: «زه د خپل راتلونکي او خپلو ماشومانو په اړه اندېښمنه یم. زه نور دنده نه‌لرم او زما سپما په ختمېدو ده.»

د ناورین پراخ اړخونه
د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی، چې د مرستو کمښت کولای شي په افغانستان کې د مېندو د مړینې په کمښت کې نړۍوالې لاسته راوړنې له‌منځه یوسي. له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۲۳کاله پورې په ټوله نړۍ کې د مېندو مړینه ۴۰سلنه کمه شوې؛ خو افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د مېندو د مړینې کچه په‌کې لوړه ده.
د سیمه‌ییزو کلینیکونو د نشتوالي له امله ډېری ښځې اړې دي، چې د ولسوالیو یا ولایتي روغتونونو ته په خطرناکو لارو ساعتونه-ساعتونه سفر وکړي او ډېری یې د رسېدو دمخه مړې کېږي.

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت ویلي، چې طالبان هڅه کوي په بهرنیو مرستو کې لاس وهنه وکړي. په پایله کې بشرپاله مرستې پرې شوې، چې د ملګرو ملتونو او د هغې د ملګرو ادارو له‌خوا د پراختیایي پروژو د دروېدو لامل شوې دي.

طالبانو د یوه زنداني خبریال د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۱

د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۳۰مه) په خواله رسنیو کې د طالبانو اړوندو پاڼو د شکېب احمد نظري په نوم د یوه زنداني خبریال د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه. طالبانو ښاغلی نظري (د زمري په ۲مه نېټه) له افغانستانه بهر له افغان رسنیو سره د همکارۍ په تور نیولی و.

په هغه ویډیو کې چې د طالبانو پر اېکس پاڼه خپره شوې نظري اعتراف کوي، چې د ښځو د حقونو او مدني اعتراضونو په اړه یې له افغانستان څخه بهر رسنیو ته ځينې راپورونه استولي دي.

دغه ډول هغه وايي، چې د خبریال د ورځې په مناسبت یې یوه بهرني ټلوېزیون ته ویډیو استولې او د ښځینه اعتراض کوونکو ځینې مطالب یې بیا ځلې خپاره کړي دي.

تر اوسه دا څرګنده نه‌ده، چې دغه ویډیو په کومو شرایطو کې ثبت شوې ده.

د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په تېرو څلورو کلونو کې د رسنیو پر وړاندې د سرغړونو سلګونه پېښې ثبت کړې دي او دغه سرغړونې طالبانو کړې دي؛ لکه د خبریالانو نیول، شکنجه کول، ګواښل او د رسنیو تړل.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، طالبان د خپلواکو رسنیو په تړلو او سانسورولو سره د امنیتي ادارو تر څار لاندې تبلیغاتي شبکې جوړې کړې دي. دغې کمېټې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په بهیر کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۳۹ پېښې ثبت کړې دي.