په دغه مقاله کې راغلي، چې ښایي ایران هم د روسیې په څېر د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني.
په مقاله کې زیاته شوې، ایران په تمه دی چې تر روسیې وروسته نور هېوادونه؛ لکه د منځنۍ اسیا هېوادونه طالبان په رسمیت وپېژني او ایران د دغې تجربې پایله وګوري. د مقالې له مخې؛ د ایران لهخوا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو کې د تهران او کابل ګډې ګټې نغښتې دي، په تېره بیا د داعش په څېر افراطي ډلو مخنیوی ایران ته لومړیتوب لري.
مقاله کاږي، چې د داعش خراسان څانګې تر راڅرګندېدو وروسته ایران ورو، ورو طالبانو ته نږدې شوی دی. مقاله کې وړاندې راغلي، له کومې ورځې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي د ایران پر وړاندې یې ښکاره دښمنانه دریځ نهدی غوره کړی؛ له همدې امله تهران هم د طالبانو د کمزوري کولو هڅه نهده کړې.
په مقاله کې د افغانستان او ایران تر منځ ګډه پوله کې له افغانستانه ایران ته د تاریاکو د قاچاقو خبره هم یاده شوې او دا یوه لویه ستونزه بلل شوې ده.
د مقالې لیکوال کاږي، چې په ۱۹۷۳کال کې د هلمند د اوبو په اړه د افغانستان او ایران ترمنځ تړون لاسلیک شوی؛ خو په دې اړه په عملي برخه کې اوس هم ستونزې شته، طالبان کولای شي، چې د ایران پر لور د اوبو جریان کنټرول کړي.
په مقاله کې راغلي، چې ایران کله ناکله په افغانستان کې د هزارهګانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې؛ خو د خپلې بهرنۍ پالیسۍ اصلي لومړیتوب یې نهدی ګرځولی. د تهران جیوپولیټیکي ګټې دا نه ایجابوي، چې پر مذهبي یا قومي اختلافاتو ډېر تمرکز وکړي.
په مقاله کې له ایرانه د افغان کډوالو جبري شړلو ته په اشارې سره ویل شوي، افغانستان د کمزوري دولتي جوړښت او اقتصادي ناورین له امله د دومره ډېرو کډوالو د جذب ظرفیت نهلري، چې دا هم د تهران او کابل ترمنځ د شخړې یو لامل دی.