له افغانستانه د کډوالۍ روانه څپه؛ د ترکیې پولیسو لسګونه افغان کډوال ونیول

د ترکیې پولیسو ۴۱ افغان کډوال چې غوښتل یې په ناقانونه توګه اروپا ته سفر وکړي، نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې ۱۵ ماشومان هم شامل دي.

د ترکیې پولیسو ۴۱ افغان کډوال چې غوښتل یې په ناقانونه توګه اروپا ته سفر وکړي، نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې ۱۵ ماشومان هم شامل دي.
د «اېاېچاې» خبري اژانس پرون (پنجشنبه، د زمري ۳۰مه) راپور ورکړی، چې یاد کډوال تر نیول کېدو وروسته د اېواکیک ولسوالۍ کې د کډوالو د ساتنې او لېږد مرکز ته لېږدول شوي.
ترکیه د افغان کډوالو لپاره اروپا ته د تګ یوه له مهمو لارو څخه ده. زرګونه افغانان د جګړې، بېوزلۍ یا ټولنیزو ستونزو له امله له هېواده وځي او هڅه کوي د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
دې سره جوخت، د ترکیې پولیسو د کډوالو او په ځانګړې توګه د افغانانو د پېژندنې او نیولو بهیر ګړندی کړی دی. د راپورونو لهمخې؛ هره ورځ د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر کډوال نیول کېږي او اېستل کېږي.
د نیول کېدو سربېره، د ترکي پولیسو لهخوا له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي ډک چلند او شکنجې راپورونه هم ورکړل شوي دي. د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار د دغه چلندونو د پلټنې غوښتنه کړې ده.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې اعلان کړی، چې د تېر ۲۰۲۴کال پرمهال په ټول هېواد کې تر ۲۳۰زرو ډېر بېاسناده کډوال پېژندل شوي، نیول شوي او شړل شوي دي. د دغه خلکو لویه برخه افغان کډوال دي.
له ناقانونه لارو تېرېدنه ځینې وختونه د کډوالو د ژوند په بیه تمامېږي. په وروستیو کلونو کې لسګونه افغان کډوال له ترکیې نه اروپا ته پر لاره مړه شوي دي.