• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسېف: افغانستان کې د خوندې اوبو او روغتیايي خدمتونو لپاره بېړنۍ پانګونه اړینه ده

۳۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړېوال صندوق«یونیسېف» استازی ډاکټر تاج‌الدین اویوواله، وايي چې د خوندې اوبو، حفظ‌الصحې او پاکوالي په برخه کې بېړنۍ او پراخه پانګونه ډېره مهمه او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره جدي اړتیا ده.

ډاکټر تاج الدین، پروان ولایت ته په خپل وروستي سفر کې له هغو کورنیو او ټولنو سره کتلي چې د وروستیو اونیو په جریان کې د شدیدې نس‌نستې ناروغۍ د زیاتېدو له امله سخت زیانمن شوي دي.

هغه وویل: « موږ د خلکو ستونزې له نږدې ولیدلې، ماشومان او ښځې د ناروغۍ له امله تر ټولو ډېر زیان ویني. که جدي پانګونه ونشي، دا حالت د انساني ناورین لامل کېدای شي.»

د یونیسیف استازي زیاته کړه، چې د خپلو نړېوالو شریکانو په ځانګړي ډول د جاپان په مرسته، د ناروغانو درملنه، پاکې اوبه، د لاس مینځلو اسانتیاوې او د روغتیايي پوهاوي پروګرامونه پر مخ وړي دي.

د نوموړي په وینا، په پروان او نورو ولایتونو کې د اوبو د ککړتیا او د پاکوالي داسانتیاوو د نشتوالي له امله ګڼې کورنۍ له سختو روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

هغه ټینګار وکړ چې د خوندي اوبو برابرول، د کثافاتو د مدیریت پروګرامونه او د ماشومانو او کورنیو لپاره د روغتیایي پوهاوي پراخ فعالیتونه باید د نړیوالو مرستندویانو او حکومتونو د جدي پاملرنې مرکز وګرځي.

یونیسیف په ځانګړي ډول له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د اوبو او روغتیا سکتور ته لا ډېرې مرستې برابرې کړي څو د راتلونکو ناروغیو مخه ونیول شي او د زرګونو ماشومانو ژوند وژغورل شي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د داعش خراسان شتون په افغانستان کې د منځنۍ اسیا لپاره جدي ګواښ دی

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې د چارو مشر«ولادیمیر ورونکوف» خبرداری ورکړی،چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې لا هم د سیمې او له هغې ورهاخوا لپاره یو له جدي امنیتي ګواښونو څخه ده.

ښاغلي ورونکوف دغه څرګندونې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې وکړې، چې په نړیواله کچه د داعش د ګواښونو ارزونې ته ځانګړې شوې وه.

نوموړي وویل: «د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کوي او د طالبانو پر وړاندې د خلکو له نارضایتۍ ناوړه ګټه پورته کوي.»

ناتالیا ګرمن، چې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د اجرایي کمېټې مشره ده، په همدې ناسته کې ټینګار وکړ چې داعش خراسان یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د منځنۍ اسیا او حتی اروپا لپاره هم یو ستر ګواښ دی.

مېرمن ګرمن زیاته کړه،چې دغه ډله د انټرنېټ له لارې د تبلیغاتي کمپاینونو، انلاين استخدام او مالي سرچینو د جذب لپاره پراخ فعالیتونه کوي.

د ملګرو ملتونو چارواکو وویل، سره له دې چې په تېرو کلونو کې د داعش یو شمېر مشران وژل شوي، خو دغه ډله بیا هم د خپلو عملیاتو وړتیا ساتلې ده.

بلخوا بیا طالبانو ادعا کړې چې دوی د داعش خراسان ډله په افغانستان کې تر ډېره ځپلې ده او اوس دغه ډله هلته فعال حضور نه لري. هغوی د داعش وروستۍ حملې د پاکستان له خاورې سره وتړلې او ویې ویل چې بریدګر د افغانستان دننه نه وو.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې دفتر چارواکي وايي، داعش اوس د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د جګړې دوام ته هڅې کوي او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه مالي مرسته ترلاسه کوي.

په ناسته کې د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو غوښتنه وکړه چې د داعش او نورو افراطي ډلو پر وړاندې د مخنیوي، اوږدمهاله او اصولي مبارزې لارې چارې باید عملي شي، څو د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د دغو ډلو ګواښونه مهار شي.

څېړنیز خبریال: پاکستان پوځ په کابل کې د واک بدلون لپاره د طالبانو مخالفینو ناسته تنظیموي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۱

پاکستانی څېړنیز خبریال «عادل راجا» وايي، داسې شواهد شته چې په کابل کې د ژریم بدلون لپاره د پاکستان استخباراتي اداره، اسلام اباد کې د طالبانو د مخالفو افغان سیاستوالو د راتلونکې ناستې لپاره اسانتیاوې برابروي.

راجا د پنجشنبې په ورځ (۳۰اسد) په ایکس خواله رسنۍ کې د زلمي خلیلزاد د اندېښنو ملاتړ وکړ او دا ناسته یې د پاکستان د پوځ «کلاسیک اقدام» وباله چې موخه یې په افغانستان کې د واک بدلون دی.

هغه وویل داسي شواهد لري، چې د پاکستان استخباراتو ادارې دا غونډه په مستقیم ډول اسانه کړې او د ګډونوالو لپاره یې د استوګنې اسانتیاوي هم برابرې کړې دي.

هغه د سویلي اسیا د ستراتیژیک ثبات د انسټیټیوټ مشرې، ماریا سلطان، رول ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي،چې نوموړې د پاکستاني استخباراتو له چارواکو سره د خپلو اړیکو له لارې د دې غونډې د تنظیم چارې پر مخ وړي.

ماریا سلطان تر دې وړاندې د خلیلزاد نیوکو ته په ځواب کې ویلي وو چې دغه غونډې د خلیلزاد اعصاب ګډوډ کړي دي.

هغې خلیلزاد ته د مشورې په ډول زیاته کړې وه، « خلک پرېږدئ چې پخپله خبرې وکړي»

راجا ادعا کړې،چې دا هڅه د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر له لوري د امریکا د ولسمشر ټرمپ د خوښۍ لپاره تنظیم شوې، خو د چین مخالفت کولای شي دغه هڅې له ستونزو سره مخ کړي.

د راپورونو له مخې، دا ناسته د روان میلادي میاشتې د ۲۵او ۲۶نېټو ترمنځ په اسلام‌اباد کې ترسره کېږي.

زلمي خلیلزاد د پاکستان د دې اقدام غندنه کړې او هغه یې «غیرمسوولانه، پاروونکی او ناسم» بللی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د ژر لېږد سره مخالفت ښودلی

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۴۰ GMT+۱

د جرمني د کورنیو چارو وزیر«الکسانډر ډوبروینډټ» وایي، چې هېواد یې د هغو شاوخوا ۲زره افغانانو په ژر انتقال مکلف نه دی چې په پاکستان کې د جرمني د منلو ژمنې ته په تمه دي.

نوموړي ټینګار کړی،چې هر افغان کډوال باید لومړی د امنیتي څېړنو له پړاو څخه تېر شي او وروستۍ پرېکړه به یوازې د دې بهیر تر بشپړېدو وروسته وشي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي،چې د برلین یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ګواښلی و، که په بیړه د افغانانو د لېږد لپاره اقدام ونه کړي، له مالي جریمې سره به مخ شي.

د جرمني حکومت له تېرو څو میاشتو راهیسې شاوخوا ۲زره افغانانو ته د منلو ژمنه ورکړې، خو د نویو پالیسیو له امله د هغوی انتقال ځنډول شوی دی.

په همدې موده کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ پیاوړې کړې او د زرګونو نااسنادو افغانانو پر اخراج ټینګار کوي.

په وروستیو ورځو کې له ۴۵۰ډېر افغانان چې د جرمني د منلو ژمنه یې درلوده، په پاکستان کې نیول شوي، خو د جرمني هېوادد منځګړیتوب له امله نږدې ۲۴۵تنه بېرته خوشې شول.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه شاوخوا ۲۱۰تنه افغانان چې د منلو لیک یې درلود، د پاکستان له لوري ایستل شوي دي.

ډوبرینډټ زیاته کړې،چې د اوسني کړکېچ مسوولیت د جرمني د پخواني حکومت پر غاړه دی او یادونه یې وکړه چې ځینې افغانان له ۲۰۲۳کال راهیسې په اسلام‌آباد کې انتظار باسي.

د هغه په وینا، یوازې لس سلنه د یادو کسانو پخواني محلي همکاران دي چې له جرمنيسره یې کار کړی و.

طالبان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته: دلته نه داعش شته او نه کومه بله ترهګره ډله

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۱۷ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنې رد کړې. نوموړي‌ ویلي اوس مهال هیڅ ترهګره ډله په افغانستان کې شتون نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۳۰مه) رسنیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د داعش د شتون خبرونه رد کړل او زیاته یې کړه،‌ چې دغه ډله ځپل شوې او له منځه وړل شوې ده.

تر دې وړاندې د امنیت شورا په غونډه کې پاکستان، چین او ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال افغانستان کې د داعش او ځینو نورو ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او له طالبانو یې غوښتي و چې دغه برخه کې اقدام وکړي.

طالبانو د زمري په ۲۳مه په کابل او ننګرهار کې د داعش د غړو یوه حمله شنډه کړې وه.

طالب ویاند ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

نوموړي پاکستان ته په اشاره سره وویل، چې هېوادونه باید خپل کورني مشکلات پر افغانستان ونه تپي.

دا په داسي حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد ویلي، چې په افغانستان کې مېشتې ترهګري ډلې په خاص ډول د پاکستاني طالبانو تحریک، چې شاوخوا ۶ زره جنګيالي لري د پاکستان ملي امنیت او د سیمې د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر وړاندې د اجراييوي کمېټې مشرې ناتالیا ګرمن وویل: « داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده او هم مهاله هڅه کوي چې په منځنۍ اسیا او اروپا کې جنګیالي جذب کړي او هم د مالي‌ سرچینو د برابرولو لپاره تبلیغات وکړي.»

ډهاکه ټربیون: ایا په افغانستان کې له څلورو کالونو وروسته لا هم طالبان منزوي دي؟

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۱۰ GMT+۱

ډهاکه ټربیون وایي، چې د کابل تر سقوط څلور کاله وروسته داسي ښکاري چې لا هم طالبان یوازي دي. دغه هېواد لا هم د بشري‌ ناورين سره مخ دی؛ خو طالبان د دې حالت څخه یوازې په خپله ګټه کار اخلي.

د ډهاکه ټربیون په نامه یوه بنګله دیشي ویبپاڼه په خپل څېړنیز راپور کې وایي، چې د طالبانو لپاره تر ټولو لویه ننګونه د افغان کډوالو ډله ییز لېږد دی.

دا ویبپاڼه لیکي چې ښځينه فعالانې وايي، طالبان پر ښځو د بندیزونو او محدودیتونو په لګولو غواړي د خپلو موخو لپاره فشار زیات او واک ته قانوني بڼه ورکړي.

په دې تحلیلي راپور کې ټولنیزو بندیزونو، د رسینو پر سانسور او پراخې بېوزلی ته هم اشاره شوې او روان حالت اندېښمن ګڼل شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته کابل سقوط وکړ او طالبان واکمن شول.

څلور کاله وروسته داسي ښکاري، چې طالبان په واک کلک واکمن دي ان تر دې، چې ځیني هېوادونه لکه المان د دغه ډلې سره په کابل کې د ‌پټو اړیکو په جوړولو بوخت دی.

روسیه د ۲۰۲۵ کال د جولای په لومړیو کې لومړی هېواد شو، چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل.

د پاریس انالکو پوهنتون د نړیوالو اړیکو څېړونکی سردار رحیمي‌ وايي: «روسیه د امریکا هغه رول پر غاړه اخلي، چې امریکا څلور کاله مخکې د خپلو پوځیانو په ایستلو سره په خپله خوښه پرې ايښي وو.»

چین هم له طالبانو سره نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکې ساتي.

بیجینګ که څه هم دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې خو ولسمشر شي جین پينګ د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو د سفیر باورلیک په بشپړ دیپلوماتیکو مراسیمو سره ومنی.

چین ته افغانستان او د دغه هېواد خام مواد د خپلو نړیوالو زېربینايي پروژو «د یو کمربند او یو لار» لپاره مهم دی.

رحیمي وايي، چې لوېديځ باید دا حقیقت ومني، چې طالبان د افغانستان د عامه ژوند پر ټولو برخو واک لري.

طالبانو ته د کډوالو دله ییز لېږد لویه ننګونه ده

د طالبانو په واکنۍ کې المان دوه ځلي شاوخوا ۱۰۹ تنه افغان کډوال د الوتنو له لارې دغه هېواد ته لېږلي.

د دوی په خبره، چې په دې کډوالو کې تر نیمې زيات یې مجریمین ول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو اوو میاشتو کې له پاکستان او ایران هیوادونو څخه له ۲.۱ ملیون څخه ډیر اخراجونه ثبت کړي دي.

د ادارې په وینا د ستنیدونکو نیمایي برخه په زور تر سره شوې.

د کډوالو د ستنېدو دغه لویه څپه د طالبانو لپاره تر ټولو لویه ننګونه، ځکه چې کډوال پرته له مېنو، کار او عاید پرته دغه هېواد ته ځي.

دا بشري ناورین د طالبانو لپاره ځکه په فرصت بدل شوی، چې دغه ډله د همدې کړکېچ څخه ګټه اخلي تر څو پر خلکو خپل واک نور هم زیات کړي.

په دې سره طالبان داسي انګیري، چې لوېدیځ دې ته اړ کړي تر څو د دوی سره اړیکې ونیسي.

طالبان په افغانستان کې د ننه د کډوالو د ژوند او ضعیت په اړه معلومات نه ورکوي.

د بشري حقونو ډلو د افغان کډوالو دا ډول لېږد د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ګڼلې.

د اروپا بشر حقونو کنوانسیون هغه هېوادونو ته د کډوالو لېږد منع اعلان کړی، چیرته چې د غیر انساني چلند یا شکنجې خطر وي.

د طالبانو تر واک لاندې د بشر د حقونو ناورین

خپلواکه څارونکې ډلې وايي، چې په افغانستان کې د بشر حقونه په دوامداره او منظم ډول تر پښو لاندې کېږي.

پخوانۍ افغانه دیپلوماته شکریه بارکزۍ وايي: «د ښځو حقونه په ځانګړې ډول د یوې معاملې وسیلې په توګه کارول کېږي.»

هغې دویچه ویله ته ویلي: «طالبان له ښځو د خپلو موخو د پوره کولو لپاره استفاده کوي. دوی پر ښځو د بندیزونو او محدودیتونو له لارې فشار زیاتوي څو خپل واک ته قانوني بڼه ورکړي.»

واک ته د طالبانو د بیا رسېدو را وروسته ښځې له ټولنیز ژوند څخه په بشپړ ډول ایستل شوي او شاوخوا ۱.۴ میلیونه نجونې چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو پورته دي ښوونځۍ او پوهنتونو ته له تګ منعه شوي‌ دي.

د بشر حقونو سازمانونه په ټول هېواد کې پر ښځو او نجونو د جنسي تبعض تاوتریخوالي راپورونه ثبتوي.

په ورته وخت کې پر طالبانو انتقاد کوونکي او خبریالان د ځورونې، نیونې او تعقیب ویره لري.

بې پولې خبریالانو سازمان وايي، چې یوازي‌ په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۲ خبریالان په ډزو ویشتل شوي‌، د رسنیو پر دفترونو یرغلونه کړي، خبریالان یې نیولي او ځورولي دي او هم یې د خبرونو د سانسور هڅې کړي.

افغانستان اوس د رسنیو د ازادۍ په نړیوال جدول کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه ۱۵۷ م ځای ته کښته شوی.

په افغانستان کې د پراخې بې‌ وزلۍ له امله د اروپايي ټولنې د کمیسیون د معلوماتو له مخې، نږدې ۲۳ میلیونه خلک پر بهرنۍ مرستې متکي دي، چې دا د هېواد شاوخوا نیمايي نفوس جوړوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کوي چې هر څلورم افغان د خوړو له کمښت او هر درېیم ماشوم د خوار ځواکی سره مخ دی.